په کابل کې د اپارتمانونو اخیستو ته لېوالتیا کمه شوې ده

انځور له ارشیف څخه ـ یو سړی په کابل کې د جوړېدونکي استوګنیز کمپلکس ترڅنګ روان دی.

په کابل کې د استوګنیزو بلاکونو جوړونکي یو شمېر شرکتونه وايي، په دې ورستیو کې د اپارتمانونو له اخیستلو سره د خلکو لېوالتیا کمه شوې ده او بیې یې هم رالوېدلي دي. دوی یې لاملونه جګړه او نور مسایل بولي؛ خو د معاملاتو د لارښوونې د دفترونو یو شمېر څښتنان د املاکو بازار او بیې په نورو عواملو پورې تړلې بولي.

په کابل کې د بلاکونو جوړولو د یوه ودانیز شرکت د بازار موندنې د برخې یو مسوول له ازادۍ راډیو سره خبرې کړي دي؛ دی وايي چې په دې ورستیو کې د اپارتمانونو له اخیستو سره د خلکو لېوالتیا کمه شوې ده او بیې هم رالوېدلې دي.

«نرخونه راټیټ شوي او په افغانستان کې د املاکو بازار سوړ شوی، خصوصاً سږ کال، د حمل له میاشتې رانیولې دا شپږ، اووه میاشتې کېږي چې بازار سوړ دی.»

ده، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادۍ راډیو ته وویل، چې د نورو لاملونو تر څنګ د امریکا او ایران جګړې هم د املاکو د پیر او پلور پر بازار اغېز کړی دی، دا چې ولې؟ نوموړي یې په اړه ازادۍ راډیو ته وویل:«جنګ اوس هم روان دی، د امریکا او ایران جنګ، د لارو تړل کېدو او له بهر نه افغانستان ته د افغانانو راتګ ډېر اغېز کړی دی، ځکه ډېری دغه اپارتمانونه هغه کسان اخلي چې بهر ژوند کوي.»

دی زیاتوي، چې په افغانستان کې دننه د خلکو اقتصاد ښه نه‌دی او د اپارتمانونو د اخیستو توان نه‌لري.

د امریکا او ایران تر منځ جګړه، چې د ۲۰۲۵ز کال له جون راهیسې روانه ده، له وېرې یې افغانستان ته د ډېریو افغانانو سفرونه ځنډېدلي دي، پخوا به ډېرو افغانانو د ایران له لارې افغانستان ته تګ راتګ کاوه.

پلازمېنه کې د بلاکونو جوړولو د یوه بل ودانیز شرکت مرستیال بیا په کور دننه امنیتي ستونزې هم د املاکو د بازارونو د سړېدو لامل بولي.

ده هم په ورته شرایطو ازادي راډیو ته وویل: «مختلف لاملونه دي، کومې امنیتي ستونزې چې رامنځ‌ته شوې دي، دې نېغ په نېغه په بازار اغېز وکړ، اوس انګېزه ډېره کمه شوې ده او خلک د اپارتمانونو اخیستلو ته دومره زړه نه ښه کوي، ځکه دوی وايي یو ثابته حالت نه‌دی، نو ولې یو چېرې ډېرې پیسې بندې کړم، د اوبو کمښت هم تاثیر کړی، تاسې ته معلومه ده چې د اوبو کمښت ډېر احساس شوی دی.»

په دغه راپور کې چې له کومو کسانو سره مرکې شوې دي، د شخصي شرکتونو له خوا د استوګنیزو بلاکونو د اپارتمانونو د بازار سړېدو یو بل لامل د طالبانو حکومت له لوري د استوګنیزو پروژو چارې پر مخ بېول ګڼي.

د طالبانو د حکومت د ښار او کور جوړونې وزارت په دې وروستیو کې راپور ورکړی دی، چې په نوي کابل او پینځمو مکروریانو کې د استوګنیزو بلاکونو او ښارګوټو جوړولو چارې روانې دي او پرمختګ په‌کې شوی دی.

خو د معاملاتو د لارښوونې د دفترونو یو شمېر څښتنان وايي، چې د املاکو بازار او بیې په سیمې، امکاناتو او سهولتونو پورې تړلې دي.

د دوی له ډلې په کابل کې د معاملاتو د لارښوونې د یوه دفتر څښتن، سردار ازادۍ راډیو ته وویل: «هر شان کور دی، هر یو ځان‌ته نرخ لري، مثلاً ځينې دي، سیستم یې ښه دی، خونې یې زړه‌خلاصې دي، مساحت لري، لمرین دي، ځینې دي بیا لفټ نه‌لري، مرکز ګرمي نه‌لري، یو شمېر دي د برېښنا مېټر یې مستقل نه‌دی، خلک هسې خبره کوي چې نرخونه رالوېدلي، دا اوس په شهرنو کې نوي جوړ شوي اپارتمانونه متر مربع له ۷۵۰ تر ۹۰۰ ډالرو پورې خرڅېږي، ساخت او ساز یې، موقعیت یې، اوبه او برېښنا یې دې سهولتونو ته یې په پام دي.»

د یادونې ده چې په ورستیو کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو په پراخې راستنېدنې سره په افغانستان کې د کورونو اړتیا ډېره شوې ده؛ خلک وايي، کرايي کورونه نه پیدا کېږي او چې پیدا شي، کرايې یې ډېرې لوړې وي، نو ځکه ډېری پانګه‌والو ودانیزو چارو ته مخه کړې ده.

دا چارې تر نورو ولایتونو په پلازمېنه کابل کې ډېرې ښکاره او محسوسې دي. که څه هم د نفوسو ډېرښت یې د اوسېدونکو هوساینه ګواښلې او وړاندې له وړاندې د اوبو او برېښنا له کمښت، د هوا له ککړتیا او نورو جدي ستونزو سره یې د مخ کېدو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.