د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له خوا د طب او غاښونو په پوهنځیو کې د افغان محصلانو د شمولیت د درولو پرېکړه «د ژورې اندېښنې وړ» بللې او له اسلاماباد یې غوښتي چې دا پرېکړه سمدستي بېرته واخلي.
کرزي ویلي، تعلیمي او علمي همکاري باید هېڅکله د ګاونډیو هېوادونو د سیاسي اختلافاتو قرباني نه شي. هغه ټینګار کړی چې د افغان ځوانانو زدهکړې یوه بشري او پرمختیايي موضوع ده او باید له سیمهییزو سیاسي ترینګلتیاوو جلا وساتل شي.
د کرزي دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وروسته له دې کړي چې د پاکستان طبي او غاښونو شورا پوهنتونونو ته لارښوونه کړې چې سږ کال افغان محصلان ونه مني او د پاکستان په پوهنتونونو کې د طب په زده کړو له بوختو افغان محصلانو څخه یې غوښتي چې له پاکستان څخه ووځي. کرزي د هغو پاکستاني سیاسي او مدني فعالانو مننه هم کړې چې د دې پرېکړې مخالفت یې کړی دی.
د پاکستان د بشري حقونو د کمېسیون په شمول یو شمېر فعالانو له خپل حکومت څخه غوښتي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.