ریچ موسسې په یوه تازه راپور کې، چې د چهارشنبې په ورځ یې خپور کړی، ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۳.۱ میلیونه افغانان د بېوزلۍ، بېکارۍ، د خوړو ناامنۍ او وچکالۍ له امله په هېواد کې دننه بېځایه شوي دي.
راپور وايي، د جګړې له کمېدو وروسته د خلکو د بېځایه کېدو علتونه بدل شوي او اقتصادي ستونزې او طبیعي پېښې اوس د دې بهیر مهم عوامل دي.
د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د کورنیو بېځایه شویو کسانو شمېر شاوخوا ۵.۵ میلیونه و، خو په ۲۰۲۵ کال کې ۳.۱ میلیونو ته راکم شوی دی.
راپور زیاتوي چې وچکالي، سېلونه او زلزلې د خلکو پر ژوند او عوایدو فشار زیاتوي. د ۲۰۲۵ کال د اپرېل او دسمبر ترمنځ شاوخوا ۶۷۵ زره کسان د اقلیمي شرایطو له امله له افغانستانه هم وتلي دي.
ډېری کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله خپلو اصلي سیمو ته د بېرته ستنېدو توان نه لري.