د ایران په زندان کې د شل کلونو غبرګلونو خویندو شکنجه کیدل
Your browser doesn’t support HTML5
د ترانه او رومینا په نومونو د ۲۰ کلونو غبرګلونو خویندو کورنۍ وايي دغه خویندې په زندان کې شکنجه شوي او دداسې تورونو اقرار یې کړی چې ردوي یې .
دغه خویندې د هغو ۱۶ تورنو کسانو په ډله کې دي چې په ایران کې د جنوري میاشتې د پراخو لاریونو په مهال نیول شوي دي.
د دوی کورنۍ ته نږدې کسان وايی ترانه په اعدام او رومینا په ۲۵ کاله حبس محکومه شوې ده.
دهغوی ترورزي مسعود محمدي د ازادې اروپا / ازادي راډیو ایراني څانګې ، رادیو فردا، ته ویلي چې ددغو خویندو خلاف هیڅ سند نشته او هغوی سره په زندان کې بد چلند شوی او شکنجه شوي دي.