له ۹/۱۱ څخه ۲۵ کاله وروسته؛ ایا افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو تروریستي بریدونو پر مرکز بدلېدای شي؟

د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو ۲۵ کاله وروسته، په افغانستان کې د القاعده د بیا حضور او فعالیت په اړه د کارپوهانو نظرونه سره وېشل شوي دي.

ځینې وايي چې د هماغه وخت او اوس ترمنځ ډېر توپیر شته خو ځینې نور وايي، ښايي د استخباراتي معلوماتو د کموالي له کبله حقیقي وضعیت نه څرګندېږي.

طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بیا واک ته ورسېدل او له هغه وروسته د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلو په څو راپورونو کې په افغانستان کې د القاعدې د غړو د بېرته راټولېدو یادونه شوې ده.

تر اوسه له افغانستان څخه د لویدیځو هېوادونو پر پلازمېنو د القاعدې کوم لوی تروریستي برید نه دی پلان شوی او نه هم د ۹/۱۱ په څېر پېښه شوې ده. خو د امریکا پخواني پوځي، استخباراتي او دیپلوماتیک چارواکي او د سیمې کارپوهان د دې وضعیت په اړه بېلابېل نظرونه لري. ځینې وايي اوسنی حالت له هغه وخت سره اساسي توپیر لري، چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له یوولسمې مخکې و، خو نور بیا د ترهګرۍ د بیا پیاوړي کېدو خبرداری ورکوي.

د ۹/۱۱ له بریدونو وروسته امریکا د طالبانو پر ضد د افغان ځواکونو له ائتلاف سره مرسته وکړه او د القاعدې مشران یې په نښه کړل. دا کار په پای کې په یوه ۲۰ کلنه جګړه بدل شو چې ستر انساني او مالي زیانونه یې لرل.

په ۲۰۲۰ کال د ډونالډ ټرمپ د حکومت په لومړۍ دوره کې له طالبانو سره د دوحې تړون وشو. طالبانو په دغه تړون کې ژمنه کړې وه چې د افغانستان په خاوره کې به القاعده او نورو ډلو ته اجازه نه ورکوي چې د امریکا او د هغه د متحدانو امنیت ته ګواښ پېښ کړي. همداراز یې ژمنه کړې وه چې د دغو ډلو د کسانو د جذب، روزنې او مالي ملاتړ مخه به نیسي.

نړیوال ځواکونه په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه ووتل او طالبان بیا واک ته ورسېدل.

ایا طالبان پر خپلو ژمنو درېدلي؟

له ۲۰۲۱ کال وروسته د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې په بېلابېلو راپورونو کې په افغانستان کې د القاعدې د غړو د بېرته راټولېدو یادونې شوي دي.

اني فورزایمر: القاعده لا هم په افغانستان کې حضور لري. د هغې په وینا، افغانستان تر ډېره حده هغه حالت ته بېرته ورګرځېدلی چې د ۹/۱۱ له بریدونو مخکې و.

د ۲۰۲۵ کال د دسمبر په یوه راپور کې افغانستان د القاعده لپاره د دې ډلې «سمبولیک ټاټوبی» بلل شوی او د القاعدې او طالب غړو ترمنځ د شخصي اړیکو او خپلمنځي ودونو یادونه شوې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانۍ مرستیال سفیرې اني فورزایمر ویلي چې القاعده لا هم په افغانستان کې حضور لري. د هغې په وینا، افغانستان تر ډېره حده هغه حالت ته بېرته ورګرځېدلی چې د ۹/۱۱ له بریدونو مخکې و.

«افغانستان له مخکې خطرناک شوی دی، هغو تروریستانو ته پکې پناه ورکړل شوې چې نړیوال هدفونه لري؛ راتلونکې پوښتنه به دا وي چې دوی (له افغانستانه دباندې) بریدونه کوي او که نه، مګر دا سمه ده چې افغانستان هماغه حالت ته ورګرځېدلی چې د ۲۰۰۱ د سپټمبر په ۹ مه و.»

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جنرال اېچ. ار. مک‌ماسټر هم ورته اندېښنه څرګنده کړې او د طالبانو پر ژمنو باور یې «ځان غولونه» بللې ده.

د امنیتي چارو د «سوفان مرکز» اجرايي مشر کولین کلارک افغانستان د بېلابېلو وسله‌والو ډلو د ګډ حضور له امله د یوه «خطرناک ترکیب» په توګه بللی او خبرداری یې ورکړی چې وضعیت د «ساعتي بم» په څېر دی چې هره شېبه چاودلی شي.

خو ټول کارپوهان دومره اندېښمن نه دي. ځینې وايي چې افغانستان او د طالبانو وضعیت د ۲۰۰۱ د سپټمبر د یوولسمې له مهال سره ډېر توپیر لري.

د سیاسي چارو شنونکي او ژونالیست سمیع یوسفزی، چې کلونه یې له هغو سیمو څخه راپورونه ورکړي چې د القاعده د فعالیت مرکزونه بلل کېدل، یو له دغو کسانو څخه دی.

دی د القاعده د حضور په اړه د افغانستان اوسني شرایط له ۲۰۰۱ سره خورا متقاوت بولي، وايي:

«د القاعده لپاره د افغانستان وضعیت د هغه وخت په نسبت د ځمکې او اسمان هومره توپیر لري. هغه وخت القاعده په افغانستان کې فعال حضور درلود، د طالبانو حکومت ضعیف و. دوی د القاعده او اسامه بن لادن مالي کومک او عربو جنګیالیو ته ضرورت درلود؛ یعني پر یو بل یې اتکا وه، القاعده په دنیا کې ځای نه درلود او طالبانو ځای ورکړی و، طالبانو پیسې نه لرلې او عربانو او بن لادن هم پیسې ورکولې او هم یې خپل جنګیالي ورکړي وو چې په جګړو کې یې برخه اخیسته.»

ښاغلی یوسفزی وايي، د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې د طالبانو د حکومت له پرزېدو او د ناټو او امریکايي ځواکونو له راتګ سره د القاعده غړي او مشران د طالبانو په شان له افغانستانه ووتل.

د واشنګټن د یوه څېړنیز مرکز د څېړنو مشر جوناتان شروډن وايي، د ۲۰۰۱ د سپټمبر له یوولسمې مخکې وخت سره د اوسني وضعیت مهم توپیر دا دی چې طالبانو په خپله د ۹/۱۱ تجربه کړې او د هغې پایلې یې لیدلي دي. د نوموړي په باور، طالبان ښايي د القاعده د غړو فعالیتونه له نژدې څاري، ځکه پوهېږي چې د یوه نړیوال برید پایلې به د دوی لپاره هم ډېرې درنې وي.

شروډن په افغانستان کې د القاعده په اړه د ملګروملتو راپورونه بدبینانه بولي او وايي چې د امریکا حکومت په دې برخه کې متقاوت نظر لري. دی همداراز وايي:

«زه همداراز فکر کوم چې د اوس او ۹/۱۱ ترمنځ توپیر دا دی چې طالبان د ۹/۱۱ تجربه کړې او د هغې نتیجې یې لیدلي دي. فکر کوم چې دا دوی په خپله ګټه ده چې د ۹/۱۱ پېښه تکرار نه شي او دوی دا ژمنه د دوحې په تړون کې کړې ده.»

ښاغلی شروډن زیاتوي چې افغانستان نور د القاعدې د فعالو څانګو اصلي مرکز نه دی. د هغه په وینا، د القاعدې تر ټولو فعالې او خونړۍ څانګې اوس په افریقا کې دي، لکه الشباب او د لوېدیځې افریقا اړوند ډلې.

شروډن وايي، امریکا له ۲۰۲۲ کال راهیسې په افغانستان کې کوم برید نه دی کړی. په هغه کال کې امریکايي ځواکونو په کابل کې د القاعدې مشر ایمن الظواهري په ډرون برید کې وواژه.

د هغه په باور، دا دوه احتمالونه مطرح کوي: یا امریکا په افغانستان کې د روانو فعالیتونو په اړه دومره لږ استخباراتي معلومات لري چې د برید لپاره مناسب هدف نه شي موندلی، او یا په افغانستان کې اوس د القاعدې هغه ډول لوړپوړي او مهم هدفونه نشته چې پخوا موجود وو.

سمیع یوسفزی: د القاعدې اصلي مشران وژل شوي او نور داسي مشران نه لري چې ځان ته ډېر خلک جذب کړای شي:

د امریکا د جګپوړو پوځي چارواکو پخوانی سلاکار کارټر مالکیسن هم وايي چې د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله وروسته له افغانستان څخه د لویو نړیوالو ترهګریزو بریدونو نشتوالی ښيي چې وضعیت بدل شوی دی.

خو نوموړی مني چې د افغانستان په اړه د امریکا استخباراتي معلومات اوس د پخوا په اندازه نه دي. د هغه په وینا، امریکا ښايي ونه شي کولی چې په غرنیو کلیو یا د کابل، کندهار او جلال‌اباد په کوڅو کې د ترهګریزو بریدونو د پلانونو او روزنې بهیرونه په اسانۍ کشف کړي.

سمیع یوسفزی بیا وايي چې د القاعدې اصلي مشران وژل شوي او نور داسي مشران نه لري چې ځان ته ډېر خلک جذب کړای شي:

«دا وخت القاعده په نړیواله سطحه ډېره منزوي شوې ده، قوت یې له منځه تللی دی، هغه مشرتابه چې د دوی لپاره کارازماتیک و لکه اسامه بن لادن هغه په ایبټ اباد کې ووزل شو، ایمن اظواهري په کابل کې ووژل شو، اوس دومره کګمزورې ده چې حتي دا هڅه هم نه کوي چې یو معلوم مشر ولري، یو څو غړي که یې پاتې هم دي، ویل کېږي چې د ایران په سراوان، زاهدان او شاوخوا سیمو کې اوسي.»

په مجموع کې، د کارپوهانو په منځ کې یو نظر دا دی چې افغانستان له ۹/۱۱ مخکې حالت سره عیناً یو شان نه دی، خو په هېواد کې د القاعدې او نورو وسله‌والو ډلو شتون لا هم د نړیوال امنیت لپاره د اندېښنې وړ دی. اصلي پوښتنه دا ده چې طالبان به وکولی شي د دغو ډلو فعالیتونه په رښتیا محدود کړي، او نړیواله ټولنه به څومره توان ولري چې د افغانستان دننه احتمالي تروریستي پلانونه وڅاري.