خلیلزاد په دې وروستیو کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي او په هرات کې یې د «کشک–تیرپل» د تېلو د اکتشاف او استخراج د قرارداد د لاسلیک په مراسمو کې هم ګډون کړی دی.
خلیلزاد د سنبلې په ۱۴مه له متقي سره د افغانستان او واشنګټن د اړیکو د ښه کېدو په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي. دوه ورځې وروسته، د سنبلې په ۱۶مه، هغه په هرات کې د کانونو او پټرولیم وزارت او د سعودي عربستان د «ډیلټا انټرنشنل» شرکت ترمنځ د تېلو د قرارداد د لاسلیک په مراسمو کې هم حاضر و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي چې زلمی خلیلزاد د امریکا د حکومت کارکوونکی نه دی او افغانستان ته یې سفرونه د شخصي فعالیتونو په چوکاټ کې دي.
آزادي راډیو هڅه کړې چې په قطر کې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت له دیپلوماتانو څخه هم په دې اړه نظر واخلي، خو د راپور تر خپرېدو یې ځواب ترلاسه نه کړ.
د کارپوهانو نظرونه
سیاسي شنونکی طارق فرهادي وايي، خلیلزاد له طالبانو سره په شخصي ظرفیت اړیکې لري، خو په امریکا کې د هغه پراخه تجربه او اړیکې ښايي طالبانو ته مهمې وي. د فرهادي په وینا، خلیلزاد شاوخوا ۴۰ کاله د امریکا په سیاست کې تجربه لري، د حکومت او کانګرس له ګڼو چارواکو سره اړیکې لري او طالبان هم له څو لسیزو راهیسې پېژني.
ه
طارق فرهادي: خلیلزاد شاوخوا ۴۰ کاله د امریکا په سیاست کې تجربه لري، د حکومت او کانګرس له ګڼو چارواکو سره اړیکې لري
غه زیاتوي چې خلیلزاد په ۲۰۲۰ کال کې د دوحې تړون د امریکا په استازیتوب لاسلیک کړی و او اوس د «ډیلټا» په پروژه کې د سلاکار په توګه فعالیت کوي؛ له همدې امله د هغه حضور د حیرانتیا وړ نه دی.
حقوقي کارپوه میر عبدالواحد سادات هم وايي، د خلیلزاد اوسنی حضور تر ډېره له سوداګریزو فعالیتونو سره تړاو لري، خو د امریکا په سیاست کې د هغه پخوانۍ تجربه لا هم کولی شي پر اړیکو اغېز ولري.
د طالبانو د تعامل غوښتنه
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي تر دې مخکې له امریکا غوښتي وو چې په افغانستان کې د کانونو، زیربناوو، کرنې او سوداګرۍ په برخو کې پانګونه وکړي.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند امریکا غږ ته ویلي چې واشنګټن له طالبانو سره د افغانستان د مهمو معدني سرچینو د پراختیا په اړه د تعامل کوم پلان نه لري او طالبان یې د امریکا له خوا د ځانګړي نړیوال ترهګریز سازمان په توګه یاد کړي دي.
زلمي خلیلزاد تر اوسه په هرات کې د تېلو د قرارداد په مراسمو کې د خپل ګډون او پر هغه د شویو نیوکو په اړه نظر نه دی څرګند کړی.
خلیلزاد له دې وړاندې هم څو ځله افغانستان ته سفرونه کړي او له طالب چارواکو سره یې لیدلي دي. هغه د طالبانو له زندان څخه د یوه امریکايي وګړي، ډینس کویل، د خوشې کېدو پر مهال هم په افغانستان کې حاضر و.
خلیلزاد د ۲۰۱۸ کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۱ کال تر اکتوبر پورې د افغانستان لپاره د امریکا د سولې د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کړې وه. نوموړي له اوږدو مذاکراتو وروسته د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه په دوحه کې له ملا عبدالغني برادر سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک کړ.