د کندهار په دوو ولسوالیو کې یوه خیریه بنسټ وړیا ښوونځي جوړ کړي

افغانستان ـ په کندهار کې د یو خیریه بنسټ له خوا اداره کېدونکی ښوونځی.

په کندهار کې یوه خیریه ښوونیز بنسټ په میوند او ژیړۍ ولسوالیو کې ماشومانو ته د زده‌کړو ټولگي جوړ کړي دي. د دغه بنسټ مسوولان وايي، دغه ټولگي یې هغو وړو نجونو او هلکانو ته جوړ کړي دي، چې رسمي ښوونځي نه‌لري او یا ترې لرې دي. ماشومان او د سیمې خلک د ښوونځیو په جوړېدو خوښ دي.

د کندهار په ژیړۍ ولسوالۍ کې د شېرزاد په نامه خیریه ښوونیز بنسټ ماشومو نجونو ته درسي ټولگی جوړ کړی دی. د دغه نوي ټولگي یوې ماشومې زده‌کوونکې ازادۍ راډیو ته وویل، خوښه ده چې دلته درس وايي: «زه فریده، د اول صنف زده‌کوونکې، زموږ معلم صاحب موږ ته په وخت راځي، سبقونه وايي، زه په خپل صنف کې ډېره خوشحاله یم.»

خو د فریدې دا خوښي به تر کله وي، لنډ مهالې ده که همېشنۍ؟ وړاندوینه ستونزمنه ده، ځکه چې طالبانو پر افغانستان تر بیاځلي واکمنېدو وروسته، د نجونو پر مخ له شپږم ټولگي پورته د ښوونځیو دروازې تړلې دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د همدې روانې وږي (سنبلې) میاشتې پر اتمه نېټه په کابل کې یوې غونډې ته د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «اوس یې وخت نه‌دی.» او مخکې یې په دې اړه خبرې کړې دي.

مجاهد تر دې وړاندې په ځلونو ځلونو ویلي دي، چې دوی د نجونو د زده‌کړو لپاره د اړینو شرایطو پر برابرولو بوخت دي؛ د مجاهد په خبره په دغو اړینو شرایطو کې د ښوونیز نصاب او په جلا ډول د زده‌کړو د زمینې برابرول شامل دي؛ خو د دوی له څرگندونو سره سره پینځه کاله تېر شوي دي، چې لا هم دغه اړین شرایط نه‌دي برابر شوي.

د کندهار په ژیړۍ ولسوالۍ کې شېرزاد خیریه ښوونیز بنسټ له خوا هلکانو ته هم جلا ټولگي جوړ شوي دي.

هلکان هم خپله لېوالتیا څرگندوي: «زما نوم حبیب‌الله دی، له ژیړۍ ولسوالۍ، ډېر خوشحاله یم چې جوړ شوي صنف کې سبق وایم.»

د سیمې یو شمېر اوسېدونکي هم وايي، دا چې ماشومانو ته یې دغه امکان برابر شوی دی، خوښ دي.

د دوی له ډلې یې عبدالسلام ازادۍ راډیو ته وویل: «خیر دی یوسي، سبق ورته وايي، درس ورته وايي، کوچنیان یې زده کوي، موږ هم بیا پوښتنه ترې کوو چې کوچنیانو څه زده کړي که نه یې دي زده کړي، نو کور یې ودان ولا چې ښه خواري ورسره کوي، ښه درس ورزده کوي.»

د شېرزاد خیریه بنسټ مشر عمر شېرزاد ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوی ورته ټولگي په میوند ولسوالۍ کې هم جوړ کړي دي، چې په سلگونو ماشومان په‌کې درس وايي او د زده‌کوونکو له پنځه‌ویشت تر دېرش سلنه برخه یې نجونې جوړوي: «ښوونځي په ژیړۍ او میوند ولسوالیو کې دي، لومړی مو په ژیړۍ ولسوالۍ کې پیل کړل، درې ټولگي په یوه مځکه کې دي، درې نور بله سیمه کې او دوه نور بل کلي کې او یو درې ټولگي په میوند کې دي، تقریباً درې، درې نیم سوه کسان دي.»

شېرزاد زیاتوي، چې د دغو ټولگيو، چې له لومړي تر درېیمه پورې دي، د دوی د کورنۍ له خوا یې مالي ملاتړ کېږي، خو په خبره یې که نور کسان هم دغه خدمت ته لېواله وي، دوی به ورته اړمنې سیمې مشخصوي، یواځې د ښوونکو تنخوا دې هغوی پرې کوي، مدیریت، څارنه او بېرته راپور ورکول به دوی ورته ترسره کوي.

له ده مو وپوښتل، چې دولتي ښوونځي خو شته دي، نو د دغو ټولگیو جوړولو ته څه اړتیا وه، شېرزاد په ځواب کې ازادۍ راډیو ته وویل: «هلته د نجونو رسمي ټولگي نه‌شته، یواځې د هلکانو دي او هغه هلکان هم رسیده‌گي نه‌شي کولای؛ شپږ کلن، نیم ساعت یا درې پاوه مزل په پښو نه‌شي کولای، د اطرافو ښوونځي خو ډېر لرې دي؛ دوه‌یم دلیل دغه دی، چې د ځینو ښوونځیو کیفیت دومره ټیټ دی چې خلک ورسره علاقه‌مندي نه‌لري.»

ښاغلی شېرزاد دا څرگندونې داسې مهال کوي، چې تېر زېږدیز کال له ماشومانو د ملگرو ملتونو د ملاتړ صندوق «یونیسف» ویلي وو، چې افغانستان د نړۍ په کچه د تعلیم او زده‌کړې له یوه سخت ناورین سره مخ دی او په دغه هېواد کې کابو ۹۳ سلنه ماشومان د لومړني ښوونځي تر پایه آن ساده متن نه‌شي لوستلی.

دغه صندوق دا هم ویلي وو، چې د نجونو پر زده‌کړو د محدودیتونو تر څنگ د هلکانو په ښوونځیو کې د نوم‌لیکنې بهیر هم پڅ شوی دی.

خو یونیسف په دې برخه کې د خپلو هڅو خبره هم کړې ده، دغه صندوق په تېرې زمري (اسد) میاشت کې په خپل یوه راپور کې ویلي وو، چې د روان ۲۰۲۶ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د زده‌کړې د پروگرامونو له لارې نږدې ۵۶ زره ماشومانو ته د زده‌کړې آسانتیا برابره کړې ده، چې ۶۷ سلنه یې نجونې وې.

یونیسف ویلي دي، چې دغو ماشومانو ته به، چې له ښوونځي پاتې شوي ماشومان هم په‌کې شامل دي، د ټولنیزو زده‌کړو او د زده‌کړې د لنډمهالو مرکزونو له لارې د زده‌کړې آسانتیا برابره شي.