د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ، د «وږې په ۱۷مه» په ټیلیفوني خبرو کې د اوکراین د جګړې په اړه خبرې وکړې.
د روسیې د ولسمشر سلاکار یوري اوشاکوف دغه خبرې "ډېرې صریح " وبللې او ویېویل چې دا ټیلیفوني تماس مسکو او کیف ته د امریکا د استازو له وروستي سفر وروسته ترسره شو.
د ټرمپ استازو، سټیو وېټکاف او جېرډ کوشنر، د تېرې اوونۍ په پای کې په کیف کې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي او په مسکو کې له ولادیمیر پوتین سره لیدلي وو.
اوشاکوف وویل، پوتین او ټرمپ په یوه ساعته ټیلیفوني خبرو کې د دغو لیدنو د پایلو په اړه خپل نظرونه سره تبادله کړل.
ارشیف، د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین
د اوشاکوف په وینا، پوتین له ټرمپ سره په دغو خبرو کې د جګړې د لومړۍ کرښې د وضعیت په اړه خپله ارزونه شریکه کړه.
کرملېن ویلي چې روسیه د جګړې پای ته رسول غواړي، خو په عین حال کې د جګړې د پای ته رسولو د شرایطو په اړه پر خپلو دریځونو ټینګار کوي.
بل لور ته، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د سې شنبې په ورځ وویل، ښايي د روسیې، اوکراین او امریکا استازي په همدې میاشت کې د جګړې د پای ته رسولو په اړه د خبرو لپاره سره وګوري.
زلنسکي خبریالانو ته وویل: "موږ ټول به هڅه وکړو چې د اوکراین، روسیې او امریکا ترمنځ د درې اړخیزې غونډې د چمتووالي او د ترسره کېدو لپاره زمینه برابره کړو."
هغه زیاته کړه، که ټولې خواوې موافقې ته ورسېږي، کیف غواړي دغه غونډه د مني په موسم کې ترسره شي.
نوموړي وویل: "که په سپټمبر میاشت کې وشي ډېر به ښه وي. څومره ژر چې وشي، هماغومره ښه ده."
زلنسکي د احتمالي غونډې د ځای په اړه څه ونهویل.
زلنسکي څو ساعته وروسته له هغې دغه څرګندونې کوي چې روسیې د شپې لهخوا په یوه برید کې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په وسیله کیف او د دغه ښار شاوخوا سیمې په نښه کړې.
د کیف ښاروال وویل، په دغو بریدونو کې درې کسان وژل شوي دي.
پر کیف د روسیې د سپټمبر د اتمې حمله
د راپورونو له مخې د ښار په ځینو برخو کې اورلګېدنې هم شوي او ودانیو ته زیان اوښتی دی.
یو شمېر اوسېدونکو د ځان ساتنې لپاره د ځمکې لاندې پناه ځایونو او د مترو تمځایونو ته پناه وړې ده.
د روسیې پوځ ویلي چې په دغه برید کې په کیف او شاوخوا سیمو کې د پوځي صنعت اړوند تأسیسات، د تجهیزاتو د انتقال او زېرمه کولو مرکزونه او لوژستیکي مرکزونه په نښه شوي دي.
په مقابل کې، اوکرایني چارواکو د روسیې بریدونه غندلي دي.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها وویل، دغه برید له سیمي د امریکا د استازو تر وتلو وروسته ترسره شو چې نوموړي هغه د روسیې د ډیپلوماتیکو دریځونو او پوځي اقداماتو ترمنځ د واټن نښه وبلله.
د روسیې او اوکراین ترمنځ پخوانیو مذاکراتو هم ونهشوای کړای چې دواړه لوري یوې هوکړې ته نږدې کړي.
د لانجمنو سیمو، امنیتي تضمینونو او له لوېدیځو هېوادونو سره د اوکراین د اړیکو په اړه اساسي اختلافات لا هم پر ځای دي.
د امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ او د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین ټیلیفونی خبرې
مسکو او کیف ته د وېټکاف او کوشنر سفر د دواړو لورو ترمنځ د خبرو د بیا پیلولو لپاره د واشنګټن تازه هڅه بلل شوې ده.
وېټکاف له وروستیو لیدنو وروسته په خبرو کې د "اساسي پرمختګ" خبره کړې او ویلي یې دي چې ټرمپ د وژنو د پای ته رسولو او د تلپاتې سولې د رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.
کرملېن هم د روسیې، اوکراین او امریکا ترمنځ د درې اړخیزو مذاکراتو احتمال نهدی رد کړی، خو د کرملېن ویاند دیمیتري پېسکوف ویلي چې تر اوسه وختي ده چې د داسې یوې غونډې دقیق ځای او نېټه وټاکل شي.