د لوړ ولور له امله د افغان ځوانانو ودونه کلونه کلونه ځنډېږي

افغانستان ـ د واده د مراسمو انځور له ارشیف څخه.

په افغانستان کې د لوړ ولور له امله د گڼو ځوانانو ودونه کلونه کلونه ځنډېږي. د دیني عالمانو په خبره، ولور په اسلام کې مطلق ناروا دی؛ خو د ځینو ټولنیزو دودونو پر بنسټ د دین دغه حکم ته ډېر پام نه کېږي. په ځینو سیمو کې خو ولور آن تر یو میلیون افغانیو رسېږي، چې له امله یې ځوانان مسافرۍ ته اړ وځي.

د فریدالله په نامه یو ځوان وايي: «پینځه کاله کېږي چې کوژده مې شوې ده، خو د لوړ ولور او ناوړه دودونو له امله تر اوسه نه یم توانېدلی، چې خپله مېرمنه راتر کوره کړم او واده وکړم.»

فریدالله ۲۸ کلن دی، دی د بغلان په پلخمري ښار کې د موټرو په یوه ورکشاپ کې کار کوي؛ وايي چې پینځه کاله کېږي چې د اووه لکو افغانیو د پوره کولو هڅه کوي، خو لا هم نه‌دی توانېدلی، چې د خسرگنۍ کورنۍ ته یې ورپوره کړي.

دا اووه لکه افغانۍ د ولور په نامه د واده په بدل کې اخیستل کېږي.

هغه وايي، چې په اوسني عاید ورته د دغومره افغانیو برابرول ناشوني دي.

نوموړي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه: «دا پینځه کاله کېږي چې کوژده مې شوې ده، خو واده نه‌شم کولای، ځکه پیسې یې راباندې ډېرې ایښې دي، زما غوښتنه له کورنیو دا ده چې باید په دې برخه کې له نرمۍ کار واخلي، چې ودونه وشي او خلکو ته په دې اړه آساني رامنځ‌ته شي.»

د افغانستان په ډېر شمېر سیمو کې د ولور په نامه د خور او لور په سر د پیسو اخیستل له ډېر پخوا راهیسې دود دي، په ځینو سیمو کې ډېر او په ځینو کې کم، خو چې هر څومره وي، ډېر کله یې له امله ځوانان د واده لپاره کلونه انتظار کوي.

افغان ځوانان وايي، د ولور تر څنگ د کوژدې، واده، جامو، سرو زرو او نورو دودیزو مراسمو لگښتونه د یوه عادي کارگر یا بې‌روزگاره ځوان لپاره ډېر درانه تمامېږي، هغه هم په داسې یوه ټولنه کې چې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ کچه په‌کې لوړه وي.

د کابل یوه اوسېدونکي شمس‌الله، ازادۍ راډیو ته وویل، چې له همدې امله ډېری ځوانان اړ کېږي چې د خوارۍ مزدورۍ لپاره نورو هېوادونو ته مسافر شي.

هغه زیاته کړه: «تقریباً لس لکه، اته لکه یا دوولس لکه ولور یو ځوان څنگه پوره کړي؟ د همدې لپاره ډېر ځوانان نورو هېوادونو ته د دغومره پیسو د پوره کولو لپاره ځي.»

په ایران کې مېشت یوه افغان کډوال، چې خپل نوم یې صفي‌الله راوښود، راته وویل چې له څو کلونو راهیسې د ولور په نامه ترې د اخیستل کېدونکو پیسو گټلو لپاره دغه هېواد ته تللی دی او اوس هلته پر سختو او درنو کارونو بوخت دی.

هغه وویل: «ایران ته په همدغه خاطر راغلی یم، چې په وطن کې مې کوژده کړې او لس لکه افغانۍ یې راباندې ولور ایښی دی او په وطن کې کار نه‌شته، نو مجبور دلته راغلم چې پیسې وگټم، دلته په ساختماني برخه کې سخت کار کوم.»

د دغو ځوانانو کیسې په افغانستان کې د داسې یوې ټولنیزې ستونزې برخه ده، چې له کلونو راهیسې په دغه هېواد کې دود ده.

یو شمېر کورنۍ بیا وايي، چې دا یواځې د پیسو خبره هم نه‌ده، بلکې له ناوړه ټولنیزو دودونو سره تړلې خبره ده، موخه دا ده، که په ځینو سیمو کې د لور یا خور په سر ولور وانه‌خیستل شي، بیا نو ناوې ته د زوم په کور کې په درنه سترگه نه کتل کېږي.

د کابل د ده‌سبز ولسوالۍ یوې اوسېدونکې د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل: «د خسر په کورنۍ کې بیا نجلۍ ته په ښه سترگه نه کتل کېږي او ورته ویل کېږي چې که ته ښه لور یا خور وای، نو موږ ته به یې وړیا نه راکولې، دا تر ټولو لویه ستونزه ده، دغه راز بې‌وزلي هم د دې لامل شوې ده، اوس زه چې د خپلې لور په سر کومې پیسې اخلم، مجبور یم، ځکه بې‌وزله یم او د دې توانایي نه‌لرم، چې لور ته د کور وسایل واخلم، نو مجبور یم چې پیسې پرې واخلم او لور ته مې د جهیز په نامه د کور وسایل او ځینې نور توکي وپېرم.»

خو نوموړې وايي، چې د دغه دود ختمول خورا اړین دي.

د هغې له دې خبرو څرگندېږي، چې په ځینو سیمو کې آن هغه کسان هم، چې د ډېر لوړ ولور ملاتړ نه‌کوي، د ناوړو ټولنیزو دودونو د فشار له امله له دغه رواج سره پاتې کېږي.

دیني عالمان بیا وايي، چې د اسلام له نظره مَهَر د نجلۍ شرعي حق دی او باید ښځې ته ورکړل شي، خو د ولور په نامه د زوم له کورنۍ څخه د ځانونو لپاره د پیسو اخیستل مطلق حرام او ناروا کار دی.

د ننگرهار اوسېدونکي او دیني عالم قاري نورالرحمان شېرزاد ازادۍ راډیو ته وویل: «د ولور اخیستل د اسلام له نظره مطلق حرام کار دی، ځکه چې نبي(علیه‌السلام) فرمایلي دي چې غوره نکاح هغه ده، چې په مَهَر کې یې آساني وي، نو دې ته غوره نکاح ویل شوې ده، خو دلته چې د مهر تر څنگ ولور هم واخیستل شي او خلک یې وسه هم نه‌لري، نو دغه د اسلام له نظره حرام عمل دی او باید مخه یې ونیول شي.»

دی د طالبانو له حکومت څخه غواړي، چې په دې برخه کې جدي گام پورته کړي او د دغه ناوړه دود د پای ته رسولو لپاره کار وکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه د ازادۍ راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو د طالبانو د حکومت د ادارې د چارو ریاست په ۲۰۲۵ز کال کې ویلي وو، چې د امر بالمعروف، ارشاد، حج او اوقاف او یو شمېر نورو وزارتونو استازو د ناوړو دودونو او رواجونو د مخنیوي لپاره د یوه فرمان د تطبیق پر لارښود کار کړی دی.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت هم په ۲۰۲۶ز کال کې ویلي وو، چې په کابل او هلمند کې یې د لوړ ولور او ځینو ناسمو دودونو له امله د څو ښځو د جبري ودونو مخه نیولې ده.

د طالبانو د حکومت د هڅو تر څنگ د ولور د ختمولو یا راکمولو په اړه تړونونه شوي دي، خو تر یو څه مودې وروسته تړون بېرته د همدغو خلکو له لوري مات شي.

د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي وايي، چې له دې ټولو هڅو سره سره لوړ ولور لا هم په گڼو سیمو کې دود دی.

دوی وايي، د دې ټولنیزې ستونزې د هواري لپاره باید د حکومت تر څنگ دیني عالمان، قومي مشران او د کورنیو مشران د واده د درنو لگښتونو د کمولو لپاره په گډه کار وکړي.