د پاکستان حکومت له دغه هېواده د طب افغان محصلان باسي

پاکستان ـ افغان طبي محصلان د عملي زده‌کړو پر مهال په یوه روغتیايي مرکز کې د انځور لپاره ولاړ دي.

د پاکستان د طبي او غاښونو طب شورا (پاکستان میډیکل اېنډ ډېنټل کونسل) د دغه هېواد په دولتي او خصوصي طبي پوهنتونونو کې د افغان محصلانو نوملیکنه لغو کړې او له پاکستانه یې د هغوی د سملاسي ویستلو پرېکړه کړې ده.

دا شورا د پاکستان هغه پياوړې حکومتي اداره ده، چې په ټول هېواد کې د طبي پوهنځیو نوملیکنې، قوانین او زده‌کړیز معیارونه کنټرولوي. یادې شورا په خپل خپاره کړي بیان کې ویلي دي، چې دا پرېکړه د پاکستان د ملي پالیسۍ له مخې شوې ده، چې پر بنسټ یې د طب په څېر له حساسو مسلکي څانګو څخه د ټولو افغان وګړو ایستل اړین بلل شوي دي.

د پاکستان د طب شورا د دغه هېواد ټولو پوهنتونونو ته امر کړی دی، چې تر درېیو ورځو پورې د دغه امر د پلي کولو راپور وروسپاري او خبرداری یې ورکړی دی، چې که تحصیلي ادارې سرغړونه وکړي، سخت قانوني چلند به ورسره وشي. د دې شورا یوه پخواني کارکوونکي آزادۍ راډیو ته د دغه بیان د یوې کاپۍ په رالېږلو دا منلې ده، چې دغه ډول یوه پرېکړه شوې ده.

هغه وړاندې لیکلي دي: «دا پرېکړه په پاکستان کې د طبي زده‌کړو ټولو افغان محصلانو لپاره يو ډول ده، که هغوی په بورسونو، وېزو یا بله هره بڼه راغلي وي. دغه ټول محصلان باید له دغه ځایه ووځي او وویستل شي.»

آزادۍ راډیو د دغه خپاره شوي بیان په اړه په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت اړوند ډيپلوماټان وپوښتل، خو هغوی تر دغه دمه د آزادۍ راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د طب شورا تر دغه خبرداري وروسته په ټول هېواد کې د پوهنتونونو او تحصیلي ادارو افغان محصلانو ته د لیلیو او نورو هستوګنځایونو د پرېښودلو خبرتیاوې ورسپارل شوې دي. د دوی له ډلې د لاهور کېنګ اېډورډ طبي پوهنتون د ۲۲ افغان محصلانو نوملړ خپور کړی دی او هغوی ته یې لارښوونه کړې ده، چې په ۲۴ ساعتونو کې د پوهنتون د پرېښودلو رسمي پړاوونه بشپړ کړي.

Pakistan -- King Edward Medical University notice concerning the status of Afghan medical students, Lahore, September 7, 2026.

د ملتان نشتر طبي پوهنتون هم خپلو افغان محصلانو ته امر کړی دی، چې له لیلیې ووځي او له دفتري څانګې څخه دې د وتلو سند تر لاسه کړي. دې ناڅاپي پرېکړې د هغو افغان محصلانو د کلونو کلونو خوارۍ او هڅې د ګړنګ پر غاړه درولې دي، چې وروستیو ازموینو او د فراغت‌لیکونو او ډیپلومونو اخیستلو ته سترګې په لار وو.

د ملتان په نشتر طبي پوهنتون کې د (اېم‌بي‌بي‌ایس) د وروستي کال یو افغان محصل فیض وردګ آزادۍ راډیو ته وویل: «موږ د خپل ژوند اووه – اته کاله د طب د سند په اخیستو لګولي دي. د ډګرۍ له اخیستلو یوازې څو میاشتې وړاندې زموږ داسې ایستل خورا لوی زیاتی دی. د پوهنتون ادارې زموږ د وېزو، پرې‌ایښو اسنادو او تعلیمي اسنادو کار درولی دی، چې له امله یې زموږ د کلونو کلونو زیار او د کورنیو هيلې له خاورو سره خاورې کېږي.»

Pakistan -- Nishtar Medical University notice directing Afghan students to complete departure formalities, Multan, September 7, 2026.

په اسلام اباد کې د افغان محصلانو د ټولنې مشر صديق شريعتي وایي، چې په پاکستان کې زرګونه افغان محصلان او زده‌کونکي پر زده‌کړو بوخت دي، چې له ډلې یې د طب د محصلانو شمېر شاوخوا اته سوه تنه دی.

هغه آزادۍ راډیو ته وویل: «افغان محصلانو ته ویل شوي دي، چې په درېیو ورځو کې دې له هېواده ووځي. د دې معنی دا شوه چې زده‌کړې د سیاسي او ډیپلوماټیکو شخړو ښکار کېږي؛ دغه محصلان خو نه بې اسنادو راغلي او نه په غلا، دلته خو تر ډېره هغه محصلان دي، چې پاکستان په‌خپله بورسونه ورکړي دي، اوس د دې پريکړې له امله د زرګونو محصلانو راتلونکی خرابېږي. په ځانګړي ډول د افغانو نجونو، ځکه چې هلته د هغوی لپاره افغانستان ته ستنېدل د زده‌کړو د پای په معنی دی، هلته د هغوی پر طبي او هر ډول لوړو زده‌کړو بندیز دی.»

قانون‌پوهانو او د بشري حقونو فعالانو د پاکستان د حکومت دا پرېکړه له نړۍوالو قوانینو او انساني اصولو څخه سرغړونه بللې ده. هغوی وایي، کوم محصلین چې د باوري وېزو او رسمي اجازو له لارې پاکستان ته راغلي وو، په یوه خبرداري ترې د زده‌کړو د حق اخیستل زیاتی دی.

د بشري حقونو مدافع او فعال جنید وزیر ازادۍ راډيو ته وويل: «د پاکستان د طب شورا دا خبرتیا له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده. د دوو هېوادونو د سیاسي اختلافاتو او خپګانونو بدل باید له دغو محصلانو څخه وانه‌خیستل شي، چې له تېرو څلورو – پینځو کلونو راهیسې راجستر دي او د وروستي کال ازموینې ورکوي. د طب پوهنځي زده‌کړې په‌خپله سختې دي او محصلان له مخه له تشویش او ژور خپګان سره مخ دي. په داسې وخت کې له دوی څخه د وېزې غوښتنه او بېرته استول یو ظالمانه اقدام دی. موږ له ټولو حقوقي سازمانونو غوښتنه کوو، چې دا پرېکړه بېرته واخیستل شي، محصلانو ته د وېزې په تمدید کې اسانتیاوې ورکړل شي او اجازه ورکړل شي، چې خپلې ازموینې بشپړې کړي.»

پر کابل باندې د افغان طالبانو تر بیا واکمنېدو څه موده وروسته د پاکستان او افغان طالبانو تر منځ په اړیکو کې ترینګلتیا راغله، پر همدغه وخت پاکستان په دغه هېواد کې د ټولو مېشتو افغانانو د ویستلو پرېکړه وکړه، که یې قانوني اسناد لرل او یا یې نه‌لرل، دا لړۍ تر اوسه هم روانه ده؛ خو له تېرو دوو میاشتو راهیسې دغه فشار هلته پر زده‌کړو بوختو محصلانو باندې راغلی دی او ورو ورو مخ په ډېرېدو دی.

په دغه لړ کې لسګونه افغان محصلان افغانستان ته ډیپورت شوي دي، چې هلته اوس له خپلې بې‌برخلیکۍ کړېږي. د پاکستان د پنجاب له قاید اعظم پوهنتون څخه افغانستان ته یوه ډیپورت شوي محصل له کندهار څخه ازادۍ راډیو ته وویل: «زموږ ازموینو ته يوه اوونۍ پاتۍ وه، چې موږ له پاکستانه راوویستل شوو او اوس دلته په خپل هېواد افغانستان کې بلکل بې‌وسه ناست یو. دلته نه زموږ تر دې دمه شوې زده‌کړې منل کېږي او نه راسره په روغتونونو کې د عملي کار کومه لاره شته. زموږ د ژوند قېمتي کلونه او ټولې هیلې په بشپړ ډول په تیاره کې ډوبې شوې، موږ خو لا خیر، له موږ سره افغانې نجونې محصلانې وې، چې د هغوی راتلونکی ختم شو او هغوی زياتې په تکليف کې دي.»

له پاکستان څخه د افغان طبي زده‌کړو محصلانو د ایستلو پرېکړه په داسې وخت کې کېږي، چې د سېپټمبر پر ۸مه نېټه په ټوله نړۍ کې د سواد نړۍواله ورځ لمانځل کېږي؛ دا هغه ورځ ده چې ملګري ملتونه او نړۍواله ټولنه په‌کې د زده‌کړې د حق پر ساتنه او پراختیا ټینګار کوي؛ خو په پاکستان کې بیا زرګونه افغان محصلان له خپلو لومړنیو زده‌کړیزو حقونو بې‌برخې کېږي او راتلونکی یې له ناڅرګند برخليک سره مخ کېږي.