له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال د تخلیې په بهیر کې له هېواده ایستل شوي یو شمېر افغانان لا هم په درېیمو هېوادونو کې د خپل راتلونکي په اړه له ناڅرګند حالت سره مخ دي. دوی وايي، کلونه کېږي چې له خپلو کورنیو جلا دي او یوه خوندي هېواد ته د انتقال انتظار باسي، خو د کډوالۍ په پالیسیو کې بدلونونو او د ځینو پروسو ځنډېدو دا انتظار لا اوږد کړی دی.
یو افغان چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، وايي: «زه د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر په ۱۸مه له افغانستانه د ابوظبي کمپ ته انتقال شوم او څلور کاله مې هلته تېر کړل.»
نوموړی د امریکايي ځواکونو د افغان همکارانو د تخلیې په بهیر کې، په داسې حال کې چې کورنۍ یې په افغانستان کې وه، له کابل څخه د ابوظبي یوه کمپ ته انتقال شوی و او نږدې څلور کاله یې امریکا ته د تګ په تمه تېر کړل. هغه ازادي راډیو ته وویل چې د کډوالۍ P-1 دوسیه لري او د امریکا د کډوالۍ د ځینو بهیرونو له ځنډېدو وروسته ورته ویل شوي وو چې رواندا ته به انتقال شي او وروسته به درېیم هېواد ته د لېږد زمینه ورته برابره شي.
هغه د ۲۰۲۵ کال په اګست کې له ۲۶ نورو افغانانو سره یوځای له ابوظبي څخه رواندا ته ولېږدول شو. د ده په وینا، ورته ویل شوي وو چې په رواندا کې به یې پاتې کېدل لنډمهالي وي او درې میاشتې وروسته به بل هېواد ته انتقال شي، خو له څه باندې یوه کال تېرېدو وروسته هم دا ژمنه نه ده عملي شوې. «له ابوظبي هوايي ډګره افغانستان ته زموږ سفر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ودرولو او بېرته یې کمپ ته راوستو،موږ ته یې وویل چې رواندا ته مو لېږو او درې میاشتې وروسته به بل هېواد ته انتقال شئ، خو اوس یو کال کېږي چې په رواندا کې یو، زموږ ټیلیفونونو او ایمیلونو ته ځواب نه راکوي.»
هغه وايي، کاناډا، اسټرالیا او جرمني د هغو هېوادونو په ډله کې یاد شوي وو چې ښايي دوی ورته انتقال شي، خو تر اوسه یې په اړه روښانه پرېکړه نه ده شوې. دغه افغان وايي، په وروستیو دوو میاشتو کې یې وضعیت لا ستونزمن شوی، ځکه د ده په وینا، مالي مرستې او د ژوند لګښتونه یې هم بند شوي دي. «اوس دوه میاشتې کېږي چې زموږ مصارف یې هم بند کړي دي، راته وايي چې موږ نور څه نه شو کولی، تاسو پوهیږئ او کار مو.»
هغه وايي، کلونه کېږي چې له خپلې مېرمنې او څلورو ماشومانو جلا دی. د ده په خبره، کورنۍ یې څو میاشتې وروسته له کابل څخه د قطر یوه کمپ ته انتقال شوه او تر اوسه هم هلته ژوند کوي. نوموړی وايي، افغانستان ته ستنېدل خوندي انتخاب نه ګڼي او یوازې غواړي د خپل راتلونکي په اړه روښانه ځواب ترلاسه کړي.
«څلور کاله او شپږ میاشتې کېږي چې زما کورنۍ د قطر په کمپ کې ده او موږ پنځه کاله کېږي چې له یو بل جلا یو، په داسې حالت کې ژوند کوو او اوس مجبور او مکلف یو چې افغانستان ته بېرته لاړ شو، ځکه دلته خپل مصارف نه شو برابرولی، دا هېواد د ژوند لپاره مناسب ځای نه دی، موږ یې همداسې بېبرخلیکه پرېښي یو او نه پوهېږو چې په پای کې به زموږ د ژوند برخلیک څه شي.»
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، په ۲۰۲۱ کال کې زرګونه افغانان چې امریکا ته د انتقال په تمه وو، په متحده عربي اماراتو، قطر، پاکستان او نورو درېیمو هېوادونو کې پاتې شول. د رویټرز د یوه راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال په جولای کې اماراتي چارواکو امریکايي چارواکو ته ویلي وو چې ټاکل شوې په ابوظبي کې پاتې ۲۵ افغانان د جولای تر ۲۰مې افغانستان ته ستانه کړل شي.
په همدې وخت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په Truth Social ټولنیزه شبکه کې د دغو افغانانو د وضعیت په اړه لیکلي وو چې د هغوی د ژغورلو هڅه به وکړي. خو د امریکا د کډوالۍ په پالیسیو کې بدلونونو د هغو افغانانو وضعیت لا پېچلی کړی چې کلونه کېږي په درېیمو هېوادونو کې د انتقال په تمه دي.
د ډونالډ ټرمپ حکومت د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د کډوالو د منلو بهیر وځنډاوه او د هماغه کال په جون کې یې د افغان وګړو لپاره د ویزو پر صادرېدو هم محدودیتونه ولګول. وروسته له هغه چې د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې په واشنګټن ډيسي کې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو غړو ډزې وشوې او اصلي شکمن یو افغان وګړی وبلل شو، د افغانانو پر ویزو محدودیتونه بیا سخت شول.
د امریکا حکومت ویلي چې د دغو اقداماتو هدف د ملي امنیت او عامه خوندیتوب ساتنه ده، خو د ځینو ځنډول شویو بهیرونو د بیا پیل لپاره یې مشخص وخت نه دی اعلان کړی. د قطر په سیلیه کمپ کې مېشته یوه افغانه مېرمن چې د P-1 کډوالۍ دوسیه لري، وايي، کلونو انتظار او بېبرخلیکۍ پرې سخت رواني اغېز کړی دی. «موږ ولې د سیاستونو قرباني شو؟ موږ کډوال یو، څو کاله مو د امریکا له حکومت سره همکاري کړې ده، دا رښتیا هم عادلانه نه ده چې له موږ سره داسې چلند وشي، که د امریکا کډوالۍ ویزې درول شوې وي، موږ دې نورو کډوال منونکو هېوادونو، لکه اسټرالیا، کاناډا او اروپا ته ولېږي، تر کله به په دې حالت کې ژوند کوو؟ مهرباني دې وکړي او زموږ وضعیت ته دې پام وکړي.»
د قطر سیلیه کمپ په ۲۰۲۱ کال کې د هغو افغانانو د موقتي استوګنې لپاره وکارول شو چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه او امریکا ته د انتقال په تمه وو. د ځینو امریکايي چارواکو او په کمپ کې د مېشتو افغانانو په وینا، شاوخوا ۱۱۰۰ کسان لا هم هلته ژوند کوي.
د کډوالو د حقونو یو شمېر فعالان وايي، څو کلنه بېبرخلیکي، له کورنیو جلاوالی او د روښانه راتلونکي نشتون په درېیمو هېوادونو کې پر پاتې افغانانو سخت رواني، ټولنیز او اقتصادي فشارونه اچولي دي.
عبدالرازق عدیل، د کډوالو د حقونو یو فعال، ازادي راډیو ته وویل:« ددې ستونزې د حل اساسي لاره دا ده چې دوسیې له سیاسي تعلیق څخه ووځي، د وکیلانو او د کډوالو لپاره د نړیوالې حقوقي مرستې پروژې، له خوا حقوقي عدالت غوښتنه وشي او په عین وخت کې په نورو کډوال منونکو هېوادونو کې بدیلې لارې فعاله شي.»
هغه زیاتوي چې د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې او کوربه هېوادونه باید تر هغه وخته چې د دغو کسانو برخلیک روښانه کېږي، د دوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره لازم ملاتړ برابر کړي. له افغانستانه د دغو افغانانو سفر په ۲۰۲۱ کال کې پیل شو، خو د یو شمېر لپاره یې تر اوسه پای نه دی معلوم؛ دوی لا هم نه پوهېږي چې کله او کوم هېواد ته به انتقال شي.