د امریکا د انرژۍ وزیر: له هرمز تنګي د تېلو لېږد زیات شوی

د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ وايي، د امریکا د سمندري عملیاتو له امله له هرمز تنګي څخه د تېلو د ټانکرونو تګ راتګ بېرته زیات شوی او د پایپ‌لاینونو په حسابولو سره د منځني ختیځ د تېلو لېږد د جګړې له پیل مخکې کچې دوه پر درېیمې برخې یا تر هغې ډېر شوی دی.

رایټ سي این این تلویزیون ته ویلي، اوس په منځني ډول هره ورځ له ۹ میلیون بېرلو ډېر تېل له هرمز تنګي تېرېږي.

د هغه په وینا، ایران لا هم ستونزې جوړوي، خو د امریکا سمندري ځواک په دې جګړه کې د بري په حال کې دی.

د امریکا د انرژۍ وزیر دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې وکړې چې امریکايي ځواکونو په خلیج او عمان سمندرګي کې د ایران د تېلو درې ټانکرونه په نښه کړل. د امریکا پوځ وايي، دغه بریدونه د سپاه پاسداران له خوا د امریکايي پوځي بېړیو پر لوري د توغندیو له توغولو وروسته شوي دي.