د کابل ښار د دشت برچي سیمې یوې اوسېدونکې او د رونډا له یوه انلاین ښوونځي څخه فارغه شوې محصلې چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې تر زیاتو هڅو او لوړو مالي لګښتونو وروسته توانېدلې چې د دغو تحصیلي ویزو شرکتونو له لورې ایران کې د ساختماني انجینیرۍ لیسانس برخه کې ویزه تر لاسه کړي.
دې وړاندې زیاته کړه:"دغه ډول شرکتونه کابل کې فعال شوي چې کولای شي په لوړو لګښتونو تحصیلي ویزې واخلي، خو د استرالیا او نورې هېوادونو پرتله د ایران ویزه ارزانه وه، ما خپله د ایران په یوه پوهنتون کې دا ویزه تر لاسه کړې، خو هلته به مې د لیلې خرڅ او ټول لګښتونه پر خپله غاړي وي."
د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ یو اوسېدونکي حکمت الله په دې برخه کې یو شرکت سره د خپل کړي قرارداد په راستولو ازادي راډیو ته وویل:"زه خپله د دې اړوند شرکتونو ته تللی یم او قرارداد مې کړی دی، مګر ما خپله ویزه تر لاسه کړې نه ده خو ځینو ملګرو مې چې یوه سره یې زه خپله هم ولاړم، هغه د ترکیې د تحصیلي ویزې لپاره یو شرکت سره قرارداد وکړ او ماسټرۍ برخه کې یې ویزه یې تر لاسه کړه، خو ډېری شرکتونه یوازې سوداګریزه بڼه لري، په شلو کې که یوه ویزه تر لاسه کړی شي."
د یادونې ده چې لږ تر لږه لسو نورو ویزه غوښتونکو ځوانانو هم ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه چې سربېره پر دې چې له ۲۰۰ ډالر نیولې در ۱۲۰۰ ډالرو یې ځینو شرکتونو ته هم ورکړي خو دوی ته د ویزو په تر لاسه کولو نه دي توانېدلي دي.
له دې ډلې د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ یو اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل:"دلته ولسوالۍ او مرکز کې ډېری داسې شرکتونه شته چې وایي لومړی باید دوه سوه ډالر راکړې چې نوملیکنه درته وکړم، چې کله دې اپرول راغی بیا مخته په شپږ اوو زرو ډالرو کار درته کوم، خو دا ډېره فېک (جعلي) پروسه ده، هر چا نه دوه دوه سوه ډالر واخلي خو چې بیا ورنه پوښتنه کوې وایي چې (تحصیلي) اسنادو کې دې ستونزه وه، ونه منل شوې."
خو کابل کې بیا د تحصیلي ویزو د اخیستنې اړوند د ځینو فعالو شرکتونو مسولین ادعا کوي چې د خپلو فعالیتونو له پیل راهیسې یې لسګونو افغان محصیلنو ته د کاناډا، ترکیې او جرمني په ګډون له بېلابېلو هېوادونو تحصیلي ویزې تر لاسه کړي دي.
د یوه شرکت مسول رامش انوري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:"موږ د خپل فعالیت له پیله تر اوسه سلګونو محصیلنو ته ویزې اخیستي دي، او په بهرنیو هېوادونو کې د زده کړو اړوند خپلو هیلو ته رسېدلي دي،موږ دواړو هلکانو نجونو ته خدمات وړاندې کوو، خو اوسنیو شرایطو ته په کتو ډېری مراجعین مو نارینه دي، خو د نجونو لپاره شرعي محارمو سره یې کار کوو،د هر هېواد او پوهنتون لګښتونه متفاوت دي،موږ په شفافه توګه دا بهیر مخته وړو، له محصیلنو مخکې پیسې نه اخلو، کله چې محصل خپله ویزه واخیسته بیا د شرکت حق الزحمه ورکوي."
خو د تحصیلي ویزو د تر لاسه کولو اړوند یو بل شرکت مسول سید مسیح سادات بیا مني چې په اوسنیو شرایطو کې افغانانو ته د بهرنیو هېوادونو ویزو تر لاسه کول اسانه نه دي، خو ده یې د شرایطو په اړه ازادي راډیو ته زیاته کړه: "موږ تېرو دوه نیمو کلونو کې تر ټولو ډېرې ویزې له ترکیې او ځینو اروپایي هېوادونو اخیستي، له ترکیه تر ۶۰ سلنه او له ۲۰ سلنې زیات ویزې مو له فلند، فرانسې او ځینو نورو هېوادونو اخیستي،خو ستونزه دا ده چې نجونې ښه وي ټول یې پوهنتونونو کې پاتې کېږي، خو هلکان له سلو که دوه کسان یې پوهنتون کې پاتې شي، پاتې نور له پوهنتون څخه تښتي، چې په دې ډول اوس د تېر په پرتله دا هېوادونه پر موږ باور نه کوي او افغانانو ته ویزې نه ورکوي."
د دې شرکتونو مسولین وایي چې د تحصیلي ویزو د تر لاسه کولو بهیر لږ تر لږه له درې تر شپږ میاشتو وخت غواړي او د هرې کچې لوړې زده کړې او پوهنتونونو مطابق مالي لګښتونه یې هم توپیر لري.
دوی ټینګار کوي چې دوی د ویزې صادرولو واک نه لري، بلکې د پوهنتون د داخلې، د اسنادو د برابرولو او د غوښتنلیک د پروسس په برخه کې له محصلانو سره مرسته کوي.
د ځینو شرکتونو په وینا، د ویزې وروستۍ پرېکړه یوازې د اړوند هېواد د سفارت یا کډوالۍ ادارې له صلاحیتونو څخه ده. د تحصیلي ویزې د ترلاسه کولو لپاره د یوه معتبر پوهنتون د منلو تر څنګ د مالي توان، تحصیلي اسنادو، ژبې د کچې، د سفر د موخې او نورو شرایطو پوره کول هم مهم ګڼل کېږي او دا شرایط له یوه هېواد څخه بل هېواد ته توپیر لري.
د یادونې ده چې بهرنیو هېوادونو څخه د افغان محصلینو لپاره تحصیلي ویزې یوازې د دغو شرکتونو لخوا نه بلکې د لوړو زده کړو وزارت په ګډون بېلابیلې اړوند ادارو لخوا هم اخیستل کېدای شي او دا چې ډېری ځوانان یې بیا خپله د انټرنت له لارې د خپلو اسنادو او پروسس له بشپړولو وروسته تر لاسه کولای شي.
خو دا بهیر وروسته له هغه سخت شوی چې په ۲۰۲۱ کال اګسټ کې پر افغانستان طالبان یو ځل بیا واکمن شول او ډېریو هېوادونو افغانستان کې خپلې رسمي استازولۍ او سفارتونه وتړل.