بېنېټ د یکشنبې په ورځ، د سپټمبر ۶مه، پر اېکسپاڼه په یوه پیغام کې، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه له خپل راپور سره یوځای یې خپور کړی، ویلي چې دا راپور به نن (دوشنبې) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې شي.
بېنېټ ویلي، که څه هم دیني زدهکړې له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان د ښوونیز نظام یوه برخه ده، خو د مدرسو چټکه پراختیا اندېښنې راولاړوي؛ ځکه دا مدرسې د رسمي زدهکړو ځای نیسي.
د هغه د راپور له مخې، د ثبت شویو دیني مدرسو شمېر، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې شاوخوا ۵ زره و، د ۲۰۲۵ کال تر سپټمبر پورې له ۲۳ زرو ډېر شوی دی.
بېنېټ خبرداری ورکړی په داسي حال کې چې له منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو څخه نجونې له زده کړو راګرځول شوي دي، د مدرسو زیاتېدا، کېدای شي د افغانستان پر ټولنیز او اقتصادي وضعیت اوږدمهاله اغېزې ولري.
بینیټ وايي، د مدرسو چټکه پراختیا اندېښنې راولاړوي؛ ځکه دا مدرسې د رسمي زدهکړو ځای نیسي
د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد تېره اوونۍ (د وږي/ سنبلې ۸ مه) وویل چې په اوس وخت کې ۱۰ میلیونه او ۳۶۳ زره زده کوونکي، محصلان او د دیني مدرسو طالبان په دولتي او خصوصي ښوونځیو، پوهنتونونو او دیني مدرسو کې پر زده کړو بوخت دي.
خو د طالبانو د پوهنې وزارت وړم کال ویلي و چې ۲۰ زره مدرسې یې جوړې کړي او بل کال به ۱۶ زره نورې مدسیې هم جوړې کړي.
مدرسې د هغو نجونو لپاره، چې له منځنیو زدهکړو منع شوې دي، د ښوونځیو د زده کړو پر ځای بدلې شوي دي. خو بېنېټ وايي، د دغو مدرسو د تدریسي محتوا، پر زدهکوونکو د لګېدلو محدودیتونو او په دغو بنسټونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو په اړه لا هم اندېښنې شته.
د زده کړو د چارو ځینې متخصصان وايي چې د افغانستان د دیني مدرسو نصاب ډیر پخوانی دی او بیا کتنې ته اړتیا لري څو د اوس وخت او زمان غوښتنو ته ځواب وویلی شي.
د دیني چارو متخصص او د شرعیاتو استاد فضل هادي وزین هم دا موضوع تاییدوي او وايي چې د افغانستان د مدرسو نصاب یو نیم سل کاله پخوانی دی:
« دا نصاب بیا کتنې ته ضرورت لري، دا نصاب چې جوړ شوی و د هغه وخت ضرورتونو ته یې ځواب وایه اما اوس چې حالت ډیر تغییر موندلی دی او په شرایطو کې ډیر تغییر راغلی دی د دیني مدارسو نصاب هم باید تبدیل شي او بدلون باید په کې راشي ځکه چې نصاب باید د ژوند له تحولاتو سره سم وده او پرمختګ وکړي.»
وزین: د دیني مدارسو نصاب باید تبدیل شي ځکه چې نصاب باید د ژوند له تحولاتو سره سم وده او پرمختګ وکړي
بېنېټ ویلي چې له کورنیو څخه یې په وار وار داسې اندېښنې اورېدلې چې د دیني مدرسو د زدهکوونکو په چلند او لیدلوري کې بدلونونه رامنځته شوي دي.
د بنیبټ د راپور له مخې، ځینو ښځو او نجونو ویلي چې په مدرسو کې د زدهکړو له پیل وروسته ځینو هلکانو او نارینه وو د خپلو کورنیو پر ښځو قیودات زیات کړي، په ځانګړي ډول د هغوی د کالیو او چلند په اړه.
راپور د یوې نجلۍ کیسه هم رااخلي چې خور یې په کابل کې په یوه مدرسه کې زدهکړې کولې او له انځورګرۍ سره یې ډېره مینه لرله. خو وروسته له هغې چې یوه ښوونکي ورته وویل انځورګري د شریعت خلاف ده، هغې انځورګري پرېښوده.
څوارلس کلنه نسترن په ښوونځي کې له شپږم ټولګي وروسته دوه کاله کیږي چې په دیني مدرسه کې زده کړې کوي.
دا وايي: «موږ په مدرسه کې اکثر دیني کتابونه لولو، د مکتب کتابونه نشته، که د بیولوژي یا کیمیا په څیر مضامین وي زه به ډیره خوشحاله شم، کاشکيٍ ښوونځي پرانیستل شي چې سمې زده کړې وکړم.»
ملګرو ملتونو په وار وار د افغان ښځو او نجونو لپاره د زدهکړو د ټولشموله او برابر لاسرسي غوښتنه کړې، خو طالبان لا هم نجونې له منځنیو او لوړو زدهکړو منع کوي.
په افغانستان کې د یوه خصوصي تعلیمي بنسټ کارکوونکې مستوره سیلاب وايي په دیني مدرسو کې د نجونو زده کړې د عامو ښوونځیو د تعلیم ځای نیولی نه شي او د دیني علومو ترڅنګ باید عصري علوم هم تدریس شي.
«عصري او دنیي علوم په اسلامی هیوادونو کې یو د بل لازم او ملزوم دي. که چیرې مشخص نصاب ولري او د دیني علومو ترڅنګ عصري علوم هم ځای پرځای شي یا ورسره ضمیمه شي البته، نو کیدای شي ښه نتیجه ولري. »
د دیني مدرسو شمېر په داسي حال کې زیاتېږي چې افغانستان، په ځانګړي ډول د نجونو د زدهکړو په برخه کې، له ژور ښوونیز بحران سره مخ دی. د بشري حقونو بنسټونو او د ملګرو ملتونو ادارو خبرداری ورکړی چې له منځنیو او لوړو زدهکړو څخه د نجونو محرومول میلیونونه افغانې ښځې او نجونې له زدهکړو بېبرخې کوي او د هېواد د راتلونکي مسلکي ځواک د پراختیا زمینه محدودوي.
د بېنېټ خبرداری ښيي چې د افغانستان د ښوونیز نظام بدلونونه ښايي یوازې د زدهکړو تر لاسرسي محدود پاتې نه شي، بلکې د کورنیو اړیکو، جنسیتي نورمونو، کاري فرصتونو او د هېواد د ټولنیز پرمختګ پر وضعیت هم د راتلونکو کلونو لپاره اغېز ولري.