متقي او روزماري ديکارلو د دوحې بهیر په اړه خبرې وکړې
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د سیاسي چارو او سولې په برخه کې مرستیالې، روزماري ديکارلو، په ټیلیفوني خبرو کې د دوهاړخیزې همکارۍ او د دوحې بهیر د راتلونکي په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د راتلونکو همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا پر لارو چارو نظرونه سره شریک کړل او د «دوحې بهیر» په چوکاټ کې یې د راتلونکو اړیکو او همکاریو د څرنګوالي په اړه خپل لیدلوري وړاندې کړل.
د دوحې بهیر د ملګرو ملتونو نوښت دی چې موخه یې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د تعامل لپاره د یوه منظم او همغږي چوکاټ رامنځته کول دي. په دې بهیر کې د افغانستان په اړه د بېلابېلو هېوادونو ځانګړي استازي په دوحه کې راټولېږي.