د ملګروملتو د بشري حقونو شورا به نن (دوشنبه) په جینیوا کې په خپله ۶۳ مه غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو پر وضعیت خبرې وکړي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینیټ دې غونډې ته د افغانستان د بشری حقونو د وضعیت به اړه خپل راپور وړاندې کړي.
د بشري حقونو شورا په ۲۰۰۶ کال کې له جوړېدا وروسته په دې برخه کې د څو اړخیزو نړیوالو بحثونو پر یوه مهم فورم بدله شوې ده.
د بشري حقونو نړیواله شورا د افغانستان د وضعیت په ګډون د هغو هېوادونو لپاره چې خلک یې له جدي سرغړونو او د ظلمونو له خطر سره مخ دي، د څار، راپور ورکولو او نړیوال فشار له مهمو بنسټونو څخه ګڼل کېږي.