د کابل اوسېدونکې مرسل وايي په دې تمه د انټرنیټ کڅوړه فعالوي چې په بهر کې پرې له خپلو دوستانو او خپلوانو سره خبرې وکړي، خو به خبره یې د ډېرو افغانیو په بدل کې ټیټ کیفیت انټرنیټ تر لاسه کوي.
هغې ازادي راډيو ته وویل: « دلته انټرنیت په رښتیا هم ډېرې زیاتې ستونزې لري، کیفیت یې ډېر ټیټ دی چې کله پرې اړیکه نیسو، څو ځل قطع او وصل کیږي، په ډېرو ستونزو په نورو هیوادونو کې له دوستانو سره پرې خبرې کوو، خو بیې یې بیا ډېرې لوړې دي.»
د پلازمینې یو بل اوسېدونکې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي هم ورته شکایت وکړ.
هغه وویل: «په دې بې روزګارۍ کې په سختۍ پیسې راپیدا کړو، انټرنیټ پرې فعال کړو خو د شبکو والا دومره کمزروی انټرنیټ موږ ته راکوي چې اصلا په درد نه خوري، بیې یې لوړې دي، شبکې په یو او بل نوم له موږ پیسې وهي چې زنګ ورته ووهو د پکیجونو یادونه کوي، په داسې حال کې چې پکیجونه په خپل سر فعالوي.»
که څه هم په افغانستان کې د انټرنیټ د کمزوري کیفیت په اړه شکایتونه نوي نه دي خو پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته چې پر افغانانو ډیری هیوادونو خپلې ویزې بندي کړي یو شمېر کسانو انلاین زده کړو ته مخه کړې او دوی تېز انټرنیټ ته اړتیا لري.
د ختیځ ننګرهار یوه اوسېدونکي اسماعیل ازادي راډيو ته وویل چې د ترکیې په یو پوهنتون کې د ماسترۍ انلاین زده کړې کوي خو په خبره یې ډیری وخت یې انلاین ټولګي د انټرنیټ د خراب کیفیت له امله ترې پاتې کیږي.
هغه وویل: «دا اوس زه په انلاین ډول د ماسټرۍ زده کړې کوم، خو د افغانستان انټرنیټ دومره کمزوری دی چې ډیری وخت مانه درس پاتې وي، ایله په دې اخته یم چې هله انټرنیټ قطع شو او وصل شو، په ټکی درس نه پوهیږم.»
د انترنیټ د کمزوري کیفیت او لوړو بیو په اړه د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزي د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو دغه وزارت د تېر میلادي کال په لومړیو کې اعلان کړی وو چې د یو جي بي انټرنیټ بیه یې له ۱۱۰ افغانیو څخه ۹۵ او د ټلیفوني اړیکو او پیغامونو په بیو کې هم ۵۰ سلنه کموالی راوستی دی.
د دې وزارت ویاند عنایت الله الکوزي بیا تازه د تېرې اګسټ په وروستیو کې په یو ویډیو بیان کې ویلي چې په افغانستان کې د انټرنېټ کاروونکو شمېر ۱۷ میلیونو ته رسېدلی، چې له ډلې یې شاوخوا ۱۰ میلیونه کسان د څلور جي انټرنیټ څخه ګټه اخلي.
خو د ننګرهار یوه اوسېدونکي د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې پر دوی د څلور جي په نوم خرڅېدونکی انټرنیټ آن د ۲ جي سرعت هم نه لري.
نوموړي وویل: «۴ جې څه چې ۳ جي او ۲ جې هم نه دی، خدای زده څه دي، نه ولاکه په ویډیو خبرې کولای شو او نه ولاکه د انټرنیټ په خوند پوه شو، اپلوډ او ډانلوډ او په یوټیوب د ویډیو لیدل خو پې اسې یو خوب او خیال دی.»
د افغانستان د انټرنیټ له کمزوي کیفیت او لوړو بیو څخه په داسې حال کې خلک شکایت کوي چې څه موده وړاندې په ټولنیزو رسنیو د ټلیفوني شبکو د خراب کیفیت په وړاندې سخت اعتراضونه هم وشول خو ښکاره پایله یې ورنکړه.
اوس مهال، په افغانستان کې شپږ مخابراتي شرکتونه فعالیت کوي، چې ټول یې انټرنیټي خدمتونه وړاندې کوي.
په افغانستان کې د انترنیټ د خراب کیفیت په اړه شکایتونه کومه نوې خبره نه ده، بلکې دا ستونزه د تېر جمهوري نظام پر مهال د کابل په ګډون په ډیری ولایتونو کې موجوده وه.
خلک وايي له ژمنو سره سره حکومتونو د دې ستونزې د حل لپاره عملي کار نه دی کړی.
د یادولو وړ ده چې اوس مهال په افغانستان کې د یوه جي بي انټرنیټ میاشتنۍ بیه له شاوخوا ۹۲ افغانیو تر ۹۵ افغانیو پورې رسیږي، که څه هم په لویو کڅوړو کې ښايي د هر جي بي انټرنیټ بیه راکمه شي خو د عادي او کم عاید لرونکو کسانو لپاره چې په یوه وخت کې د لوی پکېج اخیستو توان نه لري، د یوه یا څو ګیګابایټو کڅوړې ګرانې تمامېږي.