پاکستان: د ټي ټي پي په وړاندې د کابل اقدامات لا هم اغېزمن نه دي

پاکستاني رسنۍ وايي، د دغه هیواد چارواکي دې نتیجې ته رسېدلي چې د ټي ټي پي د فعالیتونو د محدودولو لپاره د کابل وروستیو اقداماتو تر اوسه د پام وړ اغېز نه دی کړی، ځکه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وسله‌والو بریدونه او نښتې لا هم دوام لري.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د جمعې په ورځ راپور ورکړی چې طالب چارواکو د تحریک طالبان پاکستان یو شمېر وسله‌وال او د هغوی کورنۍ د افغانستان او پاکستان له پولې څخه نورو سیمو ته انتقال کړي او دې ډلې ته یې په پاکستان کې د بریدونو د درولو لارښوونه کړې ده. خو د راپور له مخې، پر ډیورند کرښه وروستیو نښتو ښودلې چې د دې ډلې وسله‌وال فعالیتونه لا هم نه دي درېدلي.

ژورنالیست او د افغانستان او پاکستان د چارو شنونکی سمیع یوسفزی وايي، ګومان نه کوي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې د پام وړ بدلون راشي. دی وايي، د پاکستان غوښتنې هماغه دي چې له څه باندې یو کال راهیسي یې کوي او افغان طالبان هم په خپل ځواب اصرار کوي چې ټي ټي پي په افغانستان کې حضور نه لري.

سمیع یوسفزی وايي، ټي ټي پي اوس په پاکستان کې ډېرې سیمې تر کنټرول لاندې لري:

«زموږ معلومات دا ښيي چې ټي ټي پي د هرې ورځې په تېردو په پاکستان کې پړسېږي، سیمې تر کنټرول لاندې راولي اوس له قبایلي سیمو څخه یې د نفوذ ساحې تر پېښور بنو او کواټ تر لمنو پورې رسېدلي دي. د دوی اکثره افرادي قوټ په پاکستان کې دننه دی.»

ښاغلي یوسفزي د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې داسي راپورونه هم شته چې افغان طالبانو د ټي ټي پي یو شمېر قوماندانان یا نیولي یا نظر بند کړي دي خو د هغو اکثریت پاکستان ته تللي دي.

د ډان د راپور پر اساس، پاکستاني چارواکي باور لري چې د طالبانو وروستي اقدامات د تګلارې بدلون ښيي، خو لا یې د پاکستان په خاوره کې پر امنیت د پام وړ اغېز نه دی کړی. اسلام‌اباد د وسله‌والو د لنډمهاله ځای پر ځای کولو پر ځای د هغوی پر شبکو د دوامدارو اقداماتو غوښتنه کوي.

افغان طالبانو د پاکستان د وروستۍ ادعا په اړه چې ګنې دوی د ټي ټي پي غړي نورو سیمو ته انتقال کړي یا یې هغوی په پاکستان کې له جګړې کولو راګرځولي څه نه دي ویلي.

د پاکستان پوځ پرون ادعا کړې وه چې امنیتي ځواکونو یې په شمالي وزیرستان کې، ۱۵ وسله‌وال چې هڅه یې کوله له افغانستانه ورواوړي، وژلي دي.

د پوځ د رسنیو څانګې پر اساس، نښته شاوخوا ۳۶ ساعته روانه وه او له وژل شویو کسانو څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي. پاکستان ادعا کړې چې دغه کسان د تحریک طالبان پاکستان غړي وو.

پاکستان له کابله غواړي چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر وړاندې د بریدونو د ترسره کېدو د مخنیوي لپاره عملي او دوامدار اقدامات وکړي. اسلام‌اباد په وار وار ادعا کړې چې تحریک طالبان پاکستان افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري، خو د طالبانو حکومت دا ادعا په بیا بیا رد کړې ده او له پاکستانه یې غوښتي چې خپلې کورنۍ ستونزې په خپله خاوره کې په خپله حل کړي.

تحریک طالبان پاکستان له اسلام‌اباد سره د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې د اوربند له پای ته رسېدو وروسته پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه زیات کړي دي. دې ډلې په پاکستان کې د ګڼو بریدونو مسوولیت منلی، په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې.

د ډان د راپور له مخې، پاکستان د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره د چین هڅې هم ستایلې دي. بیجینګ هڅه کوي د دواړو ګاونډیو ترمنځ خبرو ته زمینه برابره کړي، څو د پولې امنیت ښه او د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز اړوند اقتصادي او زیربنايي پروژې خوندي شي.

په همدې حال کې د پاکستان نېشن ورځپاڼې نن راپور ورکړی چې په کابل کې د پاکستان استازی اسلام اباد ته بلل شوی دی.

د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او په کابل کې د دغه هېواد سفیر عبیدالرحمن نظاماني د افغانستان او سیمې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د پنجشنبې په ورځ په دې کتنه کې د سیمې د بدلېدونکي امنیتي وضعیت او له پاکستان سره د اړوندو موضوعاتو په اړه بحث وشو. اسحاق ډار د هغو سیمه‌ییزو بدلونونو د څارنې پر اړتیا ټینګار وکړ چې د ده په وینا پر سولې او امنیت اغېز کولی شي.