د پاکستان یو چارواکی وايي چې هېواد یې په منځني ختیځ کې د کړکېچونو له زیاتېدو سره سره، د خبرو او ډیپلوماسۍ د پر مخ بیولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د چهارشنبې په ورځ د «سپټمبر په ۲مه» په اوونیزه خبري غونډه کې وویل چې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د شانګهای د همکارۍ سازمان (اېسسياو) د غونډې په څنډه کې چې د روانې اوونۍ په پیل کې په قرغزستان کې جوړه شوې وه، د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې په اړه خبرې کړې دي.
اندرابي وویل، د پاکستان صدراعظم له ایراني ولسمشر سره په لیدنه کې پر زغم، خبرو اترو او ډیپلوماسۍ ټینګار کړی دی.
هغه همداراز تهران ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز، عاصم منیر، د تېرې اوونۍ سفر او له ایراني لوړپوړو چارواکو سره د هغه لیدنو ته اشاره وکړه.
اندرابي وویل، د دغه سفر هدف «په سیمه کې د کړکېچونو کمول او له پوځي بنبست څخه وتل» و.
د ایران له ولسمشر، مسعود پزشکیان سره د پاکستان د لوی درستیز، عاصم منیر لیدنه
د هغه په وینا، له دغه سفر وروسته د عمان او قطر مشران هم تهران ته تللي دي.
د اپرېل په میاشت کې اسلاماباد د امریکايي او ایراني چارواکو ترمنځ د مخامخ خبرو کوربه و.
دا په څو لسیزو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړنۍ مخامخ خبرې بلل شوې وې چې تر هغو وروسته د اسلاماباد تفاهملیک لاسلیک شو.
تېره اوونۍ د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر تهران ته سفر وکړ او له ایراني چارواکو سرهیې خبرې وکړې.
دا د فبرورۍ په وروستیو کې د امریکا، اسرائیلو او ایران ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې تهران ته د عاصم منیر درېیم سفر و.