د افغانستان او هند د سوداګرۍ ګډې کاري ډلې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره پر نوو ګامونو هوکړه وکړه

د هند او افغانستان د سوداګرۍ ګډې کاري ډلې د دوه اړخیزې سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره پر یو شمېر نوو ګامونو هوکړه کړې ده.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، د هند د سوداګرۍ وزارت نن (چهارشنبې) وویل، د دواړو خواوو د سوداګرۍ ګډې کاري ډلې په خپله مجازي یا انلاین غونډه کې د سوداګرۍ د اسانتیا، ګمرکي همکاریو او د مالوماتو د شریکولو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

دوی د افغان سوداګرو لپاره د ویزو پر اسانتیا، بانکي او مالي همکاریو، د درملو او کرنیزو محصولاتو پر سوداګرۍ، انرژۍ، پانګونې، بار وړلو او بندري چارو هم خبرې وکړې.

دواړو خواوو هوکړه کړې چې د ګمرکي همکاریو، سوداګریزو لارو او د درملو او کرنې په برخو کې همغږي زیاته کړي او د پانګونې او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره خپلې خبرې روانې وساتي.