د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي، امریکايي ځواکونو د سېشنبې شپې په ترڅ کې په ایران کې د سپاه پاسداران پر یو شمېر پوځي هدفونو پراخ بریدونه په بریالیتوب ترسره کړي دي.
سنتکام ویلي چې په دغو بریدونو کې د هوايي دفاع مرکزونه، راداري سیستمونه، سمندري تجهیزات او تاسیسات، د سمندري ماینونو اېښودلو وړتیاوې او د اړیکو مرکزونه په نښه شوي دي.
د امریکا پوځ وايي، دا بریدونه د سپاه پاسداران له خوا په هرمز تنګي کې د سوداګریزو بېړیو او امریکايي ځواکونو د احتمالي بریدونو په غبرګون کې شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ګواښ کړی چې که ایران د دغو بریدونو په ځواب کې غچ اخیستونکی برید وکړي، امریکا به پر ایران لا سخت او پراخ برید وکړي.
ټرمپ ویلي، دا بریدونه په هرمز تنګي کې د ایران د سمندري ماینونو د اېښودلو د ناکامې هڅې او په اردن کې د یوه امریکايي پوځي مرکز پر لور د اتو توغندیو د توغولو په غبرګون کې شوي دي. د اردن چارواکو مخکې ویلي وو چې اته توغندي یې شنډ کړي دي.