د جرمني حکومت روسیه په اګست میاشت کې د لایپزیګ ستراتیژیک هوايي ډګر ته د چاودېدونکو توکو د لېږدوونکي بېپیلوټه الوتکې په وسیله د یوې ناکامې «هایبرډي حملې» په ترسره کولو کې په لاس لرلو تورنه کړې ده.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادهفول ویلي، برلین به د سپټمبر تر پایه په بن ښار کې د روسیې قونسلګري وتړي او په برلین کې به د «روسیې کور» د فرهنګي مرکز تړون لغوه کړي.
نوموړي زیاته کړې چې جرمني به د روسي وګړو پر داخلېدو کنټرولونه سخت کړي او د اروپايي ټولنې له لوري به د بندیزونو په نوملړ کې د نورو روسي وګړو د شاملولو غوښتنه وکړي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په ورته وخت کې په برلین کې د روسیې سفیر هم احضار کړی دی. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جرمني دغه اقدامات «یوه بله جدي تېروتنه» بللې ده.
د لایپزیګ هوايي ډګر د جرمني او ناټو د پوځي تجهیزاتو د لېږد په برخه کې مهم رول لري او د اوکراین د «انتونوف» هوايي شرکت یوه اډه هم پکې ده.