امریکا د ایران په جنوب کې دوه ایراني تېل‌وړونکي بېړۍ ویشتي

د اکسیوس ویبپاڼې د راپور له مخې، د امریکا پوځ د سې‌شنبې شپې د بریدونو په ترڅ کې د ایران جنوبي ساحل ته څېرمه د ایران دوې دولتي تېل‌وړونکي بېړۍ په نښه کړې دي.

د راپور له مخې، امریکايي بې‌پیلوټه الوتکو پر دغو بېړیو توغندي ویشتلي او د هغو انجنونه یې په نښه کړې دي. د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) په خپله رسمي خبرپاڼه کې د تېل‌وړونکو بېړیو د برید په اړه مشخص څه نه دي ویلي، خو په خپرو شویو ویډیوګانو کې پر یوې تېل‌وړونکې بېړۍ د توغندي لګېدل ښکاري.

اکسیوس وايي، دا لومړی ځل دی چې امریکا د ایران پر تېل‌وړونکو بېړیو د سمندري محاصرې د ماتولو د مخنیوي پر ځای، د هرمز له تنګي څخه پر تېرېدونکو بېړیو د ایران د بریدونو په غبرګون کې برید کوي.

د یوه امریکايي چارواکي په وینا، دا اقدام د ایران د تېل‌وړونکو بېړیو پر وړاندې د نوې تګلارې برخه ده چې د ایران د نورو احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تصویب کړې ده.