پنځه کاله مخکې وروستی امریکایی سرتیری له افغانستانه ووت او د امریکا پوځي حضور پای ته ورسېد

Your browser doesn’t support HTML5

له نن پنځه کاله مخکې د اګسټ په ۳۱ له افغانستانه د وروستي امریکایي سرتیري په وتلو سره په دې هیواد کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو شاوخوا شل کلن پوځي حضور پای ته ورسید. که څه هم طالبان د اګسټ په پنځلسمه د کابل په نیولو سره پر افغانستان بیا واکمن شول خو امریکایي ځواکونو د اګسټ تر ۳۱ پورې د تخلیې پروسې ته چې د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې له ګډوډیو سره مله وه، دوام ورکړ. د دغو ځواکونو په وتلو سره نړیوالو شل کلن پوځي حضور ته چې د ۲۰۰۱ کال په اکتوبر میاشت کې پیل شوی و، د پای ټکی کیښودل شو. صفي الله ستانکزی او نور جزییات