پوروړي معلولین وایي له بیکارۍ او بیوزلۍ کړېږي

بیوزلي او معلولیت - عکس پخوانی دی

په افغانستان کې د کار او عاید د کموالي له امله یو شمېر کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. ځینې کورنۍ وايي، د ورځني خوراک د برابرولو لپاره اوړه، وریجې او نور خوراکي توکي له پلورونکو په پور اخلي. خو د خلکو د پورونو زیاتېدو د دوکاندارانو توان هم کم کړی او ډېر یې نور د پخوا په څېر په پور د توکو ورکولو وس نه لري.

د ختیځ ننګرهار اوسېدونکی شفیق‌الله، چې معلول دی، وايي بې‌کاري او د عاید نشتوالي دې ته اړ کړی چې د خپلې ۱۳ کسیزې کورنۍ د خوراک لپاره له دوکاندارانو خوراکي توکي په پور واخلي.

خو هغه وايي، اوس د دوکاندارانو لپاره هم پور ورکول اسانه نه دي، ځکه د مشتریانو پورونه ورځ تر بلې ډېرېږي.

اوس زموږ اقتصادي وضعیت تقریباً صفر ته رسېدلی او ډېر سخت حالت تېروو.
د ننګرهار اوسېدونکی شفیق‌الله، معلول

هغه وویل:«کله د سلو، کله د اتیاوو او کله هم د پنځوس افغانیو وړه یا وریجې په پور اخلو، که یې زړه وشو، راکوي یې، که نه، نه یې راکوي، اوس دوکانداران په پور سودا نه ورکوي، همدا اوس زه ماښام ته حیران یم چې خپلو ماشومانو ته ډوډۍ له کومه پیدا کړم.»

خو شفیق‌الله یوازېنی کس نه دی چې له داسې حالت سره مخ دی.

په افغانستان کې د کاري فرصتونو کمېدو او د بې‌کارۍ زیاتېدو د ډېرو کورنیو پر اقتصادي وضعیت فشار زیات کړی دی.

د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت په تېر ۲۰۲۵ کال کې ویلي وو چې په افغانستان کې د بې‌کارۍ کچه شاوخوا ۳۰ سلنې ته رسېدلې ده.

نړیوال بانک په ۲۰۲۱ کال کې دا کچه شاوخوا ۱۲ سلنه ښودلې وه.

کابل کې یوه ښځه له خپل ماشوم سره

د کابل اوسېدونکی ګل محمد چې ورځ مزدودري کوي وايي د کار د فرصتونو له کمېدو سره یې اقتصادي ستونزې نورې هم زیاتې شوې او اړ دی چې د پورونو په اخیستو خپل ژوند پر مخ یوسي.

هغه وویل: «کار و بار نشته، له سهاره تر ماښامه د دې منار لاندې ناست یو، خو کار نه پیدا کېږي، ماښام بېرته تش لاس کور ته ځو، اوس خپل ژوند د یوه او بل کس په پور تېروو، د خوراکي توکو بیې هم نه دي راټیټې شوې،زموږ غوښتنه دا ده چې خلکو ته د کار زمینه برابره شي.»

د افغانستان اقتصادي ستونزې یوازې د شفیق‌الله او ګل‌محمد په څېر د څو کورنیو کیسه نه ده.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام یا UNDP مشر الکساندر دې کرو د روان کال په سرطان میاشت کې ویلي وو چې په افغانستان کې له هرو څلورو کسانو درې، یعنې شاوخوا ۲۹ میلیونه کسان، د خپلو بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري.

د هغه په خبره، افغانستان په یو وخت له بې‌وزلۍ، اقلیمي بدلونونو او د کډوالو له پراخې ستنېدنې سره مخ دی، او پر ښځو د کار محدودیتونو هم پر اقتصاد فشار نور زیات کړی دی.

د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې تر دې وړاندې هم ویلي و چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت دومره خراب شوی چې له هرو لسو کورنیو نهه یې د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړې دي، د خوړو وختونه کم کړي یا پور واخلي.

خو د خلکو د پورونو زیاتوالي د دوکاندارانو لپاره هم ستونزې پیدا کړې دي.

محمد ظاهر، چې په کابل کې د خوراکي توکو دوکان لري، ازادي راډیو ته وویل، ډېری کسان ترې د کور میاشتنی مصرف په پور وړي.

ځینې کسان هره میاشت د کور لپاره خوراکي مواد په پور وړي، ځینې پیسې پر وخت راوړي او ځینو ته بیا احوال ورلېږو چې پیسې راکړي، ستونزې ډېرې دي
محمد ظاهر، چې په کابل کې د خوراکي توکو دوکان

دی زیاتوي: «زه خپله له عمده پلورونکي وریجې په پور اخلم او خلک بیا له ما په پور اخلي، اوس مې په دوکان کې شاوخوا شل تر پنځه ویشت زره افغانۍ سرمایه ده، خو څلور ، پنځه زره افغانۍ یې د خلکو په پور کې بندې دي.»

خو اقتصادي شنونکي وايي، د بې‌کارۍ د کمولو لپاره یوازې د کار د فرصتونو رامنځته کول بسنه نه کوي.

دوی وايي، د خلکو د مسلکي مهارتونو لوړول او د کوچنیو کاروبارونو پیل مهم دی.

له ډلې یې پوهاند بشیر دودیال ازادي راډيو ته وویل: «زموږ یوه لویه ستونزه د تخصصي مهارتونو کموالی دی، که کار پیدا هم شي، د ډېرو خلکو مهارتونه ټیټ دي، ځکه کافي حرفوي ښوونځي نه لرو، له بلې خوا، هغه دودیز کسبونه لکه بوټ ګنډنه، پوستین ګنډنه، خولۍ ګنډنه، د ماهیانو او چرګانو روزنه او نور، چې پخوا له یوه نسل څخه بل ته لېږدېدل، اوس دا اړیکه پرې شوې ده، که دا ستونزې حل شي، افغانستان د ښو تشبثاتو د رامنځته کولو وړتیا لري.»

دی وايي د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره د مهارتونو او کاري فرصتونو ترڅنګ، د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال، د خصوصي سکتور ملاتړ او د کورنیو تولیداتو وده هم مهمه ده.

اقتصادي کارپوهان باور لري چې که سوداګرو او تولیدونکو ته مالي سرچینو ته لاسرسی، د پانګونې امنیت او د سالمې سیالۍ زمینه برابره شي، د دوامدارو کاري فرصتونو د رامنځته کېدو امکان هم زیاتېدای شي.

هغوی وايي، د بې‌کارۍ کمول او د کورنیو اقتصادي وضعیت ښه کول لنډمهاله حل نه لري، بلکې اوږدمهالو پروګرامونو او د اقتصاد بېلابېلو برخو ته هممهاله پاملرنې ته اړتیا لري.