د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار، ښايي یو شمېر کسان یې د رېکشاګانو د ښار په نوم هم یاد کړي، ځکه د دوی په خبره، له انسانانو پکې رېکشاوې ډېرې تر سترګو کېږي.
دا کوچنۍ ترانسپورتي وسیله ښايي د ډېرو کورنیو د روزۍ د ګټلو وسیله هم وي؛ له نورو موټرو نسبتاً ارزانه او اسانه.
داسې مهال چې په افغانستان کې بېوزلي او بېکاري تر بل هر وخت زیاته شوې، او له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو د ستنېدو لړۍ هم چټکه شوې، د جلالاباد ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، سره له دې چې ښار کوچنی او رېکشاوې پکې له حده ډېرې دي، خو د دوی په خبره، ډېری بېروزګاره ځوانان له همدې لارې د خپلې کورنۍ لپاره نفقه او روزي ګټي.
د دغه ښار اوسېدونکي زاهدالله ناصري ازادي راډیو ته وویل:
«دې کې شک نشته چې ښار وړوکی دی او رېکشاوې پکې ډېرې زیاتې دي، خو مهمه خبره دا ده چې زرګونو کورنیو ته یې د نفقې زمینه برابره کړې ده. کوم ځوانان چې په رېکشاوو کې مصروف دي، لږ تر لږه له نشې لیرې دي او سهار راوځي، تر ماښامه کار کوي.»
که څه هم اوس مهال په جلالاباد ښار کې د رېکشو دقیق شمېر نه دی معلوم، خو د تېر جمهوري حکومت پر مهال د ننګرهار ولایتي چارواکو ویلي و چې په دې نسبتاً کوچني ښار کې تر ۳۵ زره رېکشاوې ګرځي.
یو شمېر رېکشهچلوونکي وايي، پر افغانستان د طالبانو تر دوهم ځل واکمنۍ وروسته بېروزګارۍ په دې ښار کې د رېکشو شمېر لا پسې زیات کړ.
دا یوه رېکشه مې اخیستې او مزدوري پرې کوم، که څه هم کار نشته، خو بله لاره نه لرورفیع الله: د جلال آباد ښار یو ریکشا چلوونکی
د ننګرهار پوهنتون د زراعت له پوهنځي فارغ شوی رفیعالله وايي، د دندې په لټه یې د ډېرو دفترونو دروازې وټکولې، خو بالاخره اړ شو چې رېکشه واخلي او د خپلې کورنۍ لپاره پرې یوه مړۍ نفقه برابره کړي.
نوموړي ازادي راډیو ته وویل:
«بس دغه یوه رېکشه مې اخیستې، په قسطونو باندې، خپله مې نه ده، مزدوري پرې کوم، خو مزدوري نشته، ځکه ټول جلالاباد ښار رېکشاوو نیولی دی. داسې پنځه شپږ سوه مزدوري کېږي، زموږ ګوزاره پرې نه کېږي، خو کوو یې پرې، څه به وکړو، بل کار نشته.»
د جلالاباد د ښاروالۍ د معلوماتو پر بنسټ، دا ښار ۱۲۷ کیلومتره مربع مساحت لري او د وګړو اوسنی شمېر یې یو میلیون انسانانو ته رسېږي.
خو په دې ښار کې هېڅ ډول منظم ترانسپورتي سیستم نشته او وګړي یې له رېکشاوو ګټه اخلي؛ هغه چې د ځینو په خبره، په دې ښار کې یې پرېمانه غږیزه ککړتیا رامنځته کړې ده.
د دې ښار یوه اوسېدونکي محمدالله ازادي راډیو ته وویل:
«په جلالاباد ښار کې د رېکشو ګڼهګوڼه بیخي زیاته ده، او ښار کوچنی دی. د دې پر ځای چې خلکو ته سهولت برابر شي او یو ځای ته په خپل وخت ورسېږي، برعکس خلک له ستونزو سره مخ دي.»
د جلالاباد یو بل اوسېدونکي، چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې د ګڼېګوڼې له امله ډېری وخت ناروغان په خپل وخت روغتون ته نه شي رسېدلی.
هغه وویل:
«غږیزه ککړتیا یې جوړه کړې ده، که یو څوک غواړي مړي ژوندي ته لاړ شي، د رېکشو له لاسه په وخت نه شي رسېدلی، که یو څوک ناروغ روغتون ته وړي، په وخت یې نه شي رسولای.»
دوی وايي، د دغو رېکشاوو له امله د ژمي په موسم کې خلکو ته بېلابېلې تنفسي ناروغۍ هم پیدا کېږي.
دوی غوښتنه کوي چې د جلالاباد نفوس او مساحت ته په کتلو سره باید حکومت د رېکشو د کموالي لپاره اقدام وکړي او یا هم لږ تر لږه د نورو رېکشو پر واردولو بندیز ولګوي.
په جلالاباد ښار کې د رېکشاوو د زیاتوالي او له دې امله د ستونزو د رامنځته کېدو په اړه، په ننګرهار کې د طالبانو د ولایتي ادارې ویاند قاضي ملا عادل د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو وړاندې تر دې د ننګرهار ولایتي چارواکو ژمنه کړې وه چې په جلالاباد ښار کې د ښاري نظم په هدف د رېکشاوو د ثبت پروسه پیلوي او غواړي چې ښاري رېکشاوې ځانګړې کړي.