جرمني تایید کړې چې د کابل یو درې کسیز تخنیکي پلاوی دغه هېواد ته تللی، څو افغانستان ته د افغان اتباعو د ایستلو لپاره لازم اداري او قونسلي ترتیبات برابر کړي.
د جرمني این ډي ار رسنۍ پرون (شنبې) د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزارت په قول وویل، د پلاوي سفر افغانستان ته د نورو افغانانو د ایستلو د چمتووالي له بهیر سره مستقیم تړاو لري. د راپورونو له مخې، پلاوی د قطر له لارې جرمني ته تللی او د ۳۰ ورځو ویزه لري.
پلاوی به په برلین، بن او مونشن کې د افغانستان له سفارت او قونسلګریو سره د اړوندو ترتیباتو په برخه کې کار وکړي. طالبانو تر اوسه د دې سفر په اړه رسماَ څه نه دي ویلي.
این ډي آر ویلي چې د طالبانو پلاوی حاضردمه په برلین کې د افغانستان په سفارت کې اوسي.