ټاکل شوې ده چې د شانګهای د همکارۍ سازمان (SCO) سرمشریزه سبا (دوشنبه) د قرغیزستان په پلازمېنه بیشکیک کې جوړه شي. د سازمان د لسو غړو هېوادونو مشران به د سیاسي، امنیتي او اقتصادي مسایلو او د سیمې او نړۍ پر مهمو تحولاتو خبرې وکړي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د دې غونډې د ګډون لپاره قرغیزستان ته ځي. روسیه، چین، هند، ایران، پاکستان، بیلاروس، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان د دې سازمان غړي دي.
افغانستان د شانګهای سازمان څارونکي غړی دی خو له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې په افغانستان کې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د دې سازمان په غونډو کې مستقیم استازی نه لري.
افغانستان په داسي حال کې د بیشکیک په غونډه کې له ګډونه بې برخې شوی چې د دغه هېواد امنیتي وضعیت، له پولو هاخوا وسلهوال فعالیتونه، سوداګري او سیمهییز اتصال د شانګهای سازمان د غړو لپاره مهم موضوعات دي.