د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ویلي چې هېواد به یې له افغانستان سره «رغنده او قاطع» سیاست ته دوام ورکړي او افغانستان یې یو نژدې ګاونډی وباله.
میرضیایف پرون (شنبې) د ازبکستان د خپلواکۍ د ۳۵مې کلیزې په مناسبت په وینا کې وویل چې د هېواد بهرنۍ تګلاره یې پر ښه ګاونډیتوب، ستراتیژیکو همکاریو او متوازنو اړیکو ولاړه ده، خو له افغانستان سره د راتلونکې تګلارې په اړه یې د کوم نوي اقدام جزییات څرګند نه کړل.
ازبکستان له ۲۰۲۱ کال راهیسې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، له دې ډلې سره اړیکې ساتلې دي. که څه هم تاشکند د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو هڅه کوي افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د سیمهییز اتصال او سوداګریزو پروژو برخه وګرځوي.