نصرت ارمان: د خلکو کورونو ته د کتابونو په رسولوسره له کتاب پلورنځیو سره د خلکو واټن کموي

د نصرت ارمان په نوم د افغانستان یو ځوان کیسه‌ لیکوال په دې وروستیو کې په کابل کې د پیسو په بدل کې د خلکو کورونو او کارځایونو ته کتابونه رسوي. هغه وايي، د بې‌ کارۍ په اوج کې یې مېرمنې خپله طلا ورکړه، څو ویې پلوري، یو موټرسایکل پرې واخلي او د کتابونو د رسولو کار پیل کړي.

نصرت امان هر سهار خپل موټرسایکل چالانوي، د کابل ښار کوڅې او واټونه وهي او هغو کسانو ته کتابونه رسوي چې یوه ورځ مخکې یې ترې غوښتنه کړې ده.

د موټرسایکل پر شا یې څو کتابونه ایښي؛ د هر یوه لپاره جلا پته لري او هڅه کوي تر ماښامه یې د لوستونکو تر دروازو ورسوي.

نصرت ارمان وايي، د کتابونو له نړۍ سره یې اړیکه نوې نه ده، خو د کورونو تر دروازو د کتابونو رسولو کار یې هغه مهال پیل کړ چې بې‌کاري او اقتصادي ستونزو د ده پر ژوند هم فشار زیات کړ.

نه مې دنده پیدا کولای شوه، بالاخره مې د ژوند ملګرې خپله طلا وپلورله او راته یې وویل چې نور نو په دندو پسې مه ګرځه، او کار پیل کړه.

هغه وايي، د دې کار د پیل لپاره یې د خپلې مېرمنې له ملاتړ پرته بله پانګه نه درلوده.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: « له څو میاشتو راهیسې، بې‌روزګارۍ په مخه کړی وم، او د ژوند ورځنیو اړتیاوو ته حیران وم، او د سوداګرۍ د پیل لپاره هم راسره امکانات نه وو، او نه مې دنده پیدا کولای شوه، بالاخره مې د ژوند ملګرې خپله طلا وپلورله او راته یې وویل چې نور نو په دندو پسې مه ګرځه، او کار پیل کړه.»

ارمان وايي، د مېرمنې دا پرېکړه ورته یوازې مالي مرسته نه وه، بلکې پر ده د باور یوه نښه وه.

هغه غواړي اوس په خپل کار سره وښيي چې د هغې باور پر ځای و.

نصرت ارمان ازادي راډیو ته وویل، له کتاب سره یې مینه له کلونو راهیسې ده.

د هغه په وینا، نږدې دوه لسیزې یې له کتابونو سره په بېلابېلو بڼو تېرې کړې؛ کتابونه یې پلورلي، لوستي، ټایپ کړي او وروسته یې خپله کیسه‌لیکلو ته مخه کړې ده، ځکه خو هغه باور لري چې د خلکو تر کورونو او کارځایونو د کتابونو د رسولو کار روزګار به یې وغوړېږي.

هغه وايي: «دا فکر چې زموږ خلک له کتاب سره مینه نه لري او له مطالعې سره علاقه نه لري، دا ښايي ناسمه خبره وي، زه فکر کوم چې له دې تصوراتو سره جګړه پکار ده، او موږ کولای شو چې په خپل کار، هڅو او خواریو سره دا تصورات بدل کړو او وښیو چې خلک له کتاب سره مینه لري، او خلک دې ته اماده کېږي چې خلک په کتاب پیسې ورکړي.»

خو په افغانستان کې د کتاب کاروبار د نورو کاروبارونو په څېر اسانه نه دی.

په داسې حال کې چې بې‌کاري او بې‌وزلي د ډېرو کورنیو پر ژوند سیوری غوړولی، د خلکو د ورځني عاید لویه برخه پر خوراک، کرایه، درملنې او نورو لومړنیو اړتیاوو لګېږي.

په همدې شرایطو کې، د کتاب اخیستل د ډېرو کسانو لپاره د لومړیتوبونو د لېست په پای کې پاتې کېږي.

یو عام تصور دا دی چې کله یو کس د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو په فکر کې وي، کتاب اخیستل ورته لومړنۍ اړتیا نه شي کېدای.

د مطالعې د دود د کمزورتیا په اړه هم له ډېر وخت راهیسې شکایتونه کېږي او یو شمېر خلک وايي، په ټولنه کې د کتاب لوستلو مینه کمه شوې ده.

ځینې کسان له کتاب سره علاقه لري، خو له کتاب‌پلورنځیو لرې وي، خو دی هڅه کوي دا واټن لنډ کړي.

خو نصرت ارمان له دې نظر سره بشپړ موافق نه دی، بلکې وايي ستونزه دا نه ده چې خلک کتاب نه لولي؛ بلکې د ده په باور، خلکو ته باید داسې زمینه برابره شي چې کتاب ورته اسانه ورسېږي او د لوستلو شوق پکې پیاوړی شي.

د هغه په خبره، ځینې کسان له کتاب سره علاقه لري، خو له کتاب‌پلورنځیو لرې وي، خو دی هڅه کوي دا واټن لنډ کړي.

نوموړي وویل: «زموږ د هېواد لویه ستونزه دا ده چې په لویو ښارونو کې کتاب‌پلورنځي محدود دي او خلک هم کارونه لري، او نه شي کولای د یو کتاب لپاره خپل کار پرېږدي، په لاربندیو کې وخت ولګوي، په کرایو پیسې مصرف کړي، خو زه به وکولای شم چې د دوی تر کور او کارځایه کتابونه ورسوم او هڅه مې دا ده چې د خلکو او کتاب ترمنځ واټن راکم کړم.»

د هغه د کار طریقه ساده ده؛ یو څوک د ټیلیفون یا فېسبوک له لارې کتاب غواړي، دی یې پته اخلي او بله ورځ یې د پنځوس افغانیو د رسونې په بدل کې تر کور یا کارځای رسوي.

نصرت ارمان وايي، دا کار ورته دوه معناوې لري؛ یوه د کورنۍ د نفقې پیدا کول او بله د کتاب د لوستلو لپاره د خلکو هڅول.

د ده په خبره، که کتاب د خلکو تر دروازې ورسېږي، کېدای شي هغه کسان هم ورته زړه ښه کړي چې له کتاب‌پلورنځي سره واټن یا د وخت نشتوالی یې د مطالعې پر وړاندې خنډ ګرځېدلی دی.

خو د کتاب او ډوډۍ ترمنځ دا مقابله لا هم د افغانستان د ډېرو کورنیو د ورځني ژوند یو واقعیت دی.

کله چې د یوې کورنۍ پلار یا مور د ورځې په پای کې د خوراک، کرایې او درملو د برابرولو فکر کوي، کتاب اخیستل ورته ښايي اسانه پرېکړه نه وي.

ارمان بیا باور لري چې له همدې سختو شرایطو سره سره، فکر او مطالعه باید له ژوند څخه په بشپړه توګه ونه ایستل شي.

هغه وايي، د ټولنې د بدلون لپاره یوازې فزیکي اړتیاوې بسنه نه کوي، بلکې د انسان فکر هم خوراک ته اړتیا لري.

د همدې لپاره، د نصرت ارمان په وینا، دی هره ورځ پر خپل موټرسایکل د کابل کوڅې ګز و ګام کوي، چاته ناول وړي، څوک له لنډو کیسو خبروي او ځینې هم د نړۍ له سیاست سره اشنا کوي.

دی له همدې کوچني کاروباره د کور نفقه پیدا کوي، خو په عین وخت کې غواړي د کتاب لپاره هغه دروازه هم خلاصه وساتي چې د بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ او د ژوند د سختو شرایطو له امله د ډېرو خلکو پر مخ ورو ورو تړل کېږي.

هغه د خپلې هڅې په اړه یوه لنډه خو ژوره جمله وايي: «زه د هڅې پلار یم او په اسانۍ نه ماتېږم.»