د کابل د هوايي ډګر له مرګونې حملې پنځه کاله ووتل؛ د ژوبلو او د قربانیانو د کورنيو غم لا تازه او ستونزې یې زیاتې دي

د کابل د هوايي ډګر د پېښې ټپيان او مړي ایمیرجنسي روغتون ته وړل شوي وو

د کابل هوايي ډګر له مرګوني حملې پنځه کاله وروسته، د پېښې یو شمېر ژوندي پاتې شوي کسان او د قربانیانو کورنۍ وايي، لا هم له سختو اقتصادي ستونزو او د نړیوالو بنسټونو د ملاتړ له نشتوالي سره مخ دي.

یوه افغان مېرمن چې پنځه کاله وړاندې یې د کابل هوايي ډګر ته نږدې په ځانمرګي برید کې خاوند ووژل شو، وايي، له هغې ورځې وروسته یې د ژوند لوری د تل لپاره بدل شو.

زموږ ژوند ډېر بدل شو، اوس زه او اولادونه مې له ډېرو سختیو سره مخ یو، هغه ورځ چې خاوند مې ووژل شو، وروسته زموږ ژوند داسې بدل شوی چې اندازه یې نه شي کېدلای
د کابل د هوایي ډګر د برید د یوه وژل شوي کس مېرمن

هغې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، مېړه یې په کابل کې د معاملاتو د لارښوونې په یوه دفتر کې کار کاوه او د جمهوري نظام تر سقوط او د طالبانو تر واکمنېدو وروسته یې کورنۍ پرېکړه کړې وه چې له افغانستانه ووځي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۲۶مې په سهار، دا ښځه له خپل مېړه او ماشومانو سره د افغانستان د پرېښودو په موخه د کابل هوايي ډګر ته ورغله.

دوی تر ماسپښینه او وروسته تر هغې هلته وو چې د کابل هوايي ډګر د ابي ګېټ په دروازه کې ځانمرګی برید وشو.

د دې ښځې مېړه په برید کې ټپي شو او وروسته یې ساه ورکړه.

هغې ازادي راډیو ته وویل:

«یوازې یوه مرمۍ لګېدلې وه، مرمۍ یې د سینې په ښي اړخ ننوتې او له اوږې وتلې وه، کله چې مې غوښتل په خپل ټکري یې وینه بنده کړم، ومې لیدل چې د چپې اوږې خواته یې ډېر لوی ټپ جوړ شوی و، ټپ تقریباً د څلورو ګوتو په اندازه خلاص و او اوږه یې څېرې شوې وه.»

دې ښځې د خپل مېړه تر مړینې وروسته له ماشومانو سره افغانستان پرېښود او له تېرو پنځو کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسي.

د کابل هوايي ډګر الوتکه

هغې وویل، په دې موده کې یې له هېڅ نړیوال بنسټ څخه مرسته نه ده ترلاسه کړې او په درېیم هېواد کې د بیا مېشتېدو لپاره یې هڅې هم بې پایلې پاتې شوې دي.

د هغې په وینا، په دې موده کې یې ماشومان له ښوونځي او زده‌کړو پاتې شوي او د هغوی د راتلونکي په اړه اندېښنه د دې د ژوند له تر ټولو لویو ستونزو څخه ده.

«له بده مرغه هېڅ ادارې له ما سره مرسته ونه کړه، په ځانګړي ډول اوس چې په پاکستان کې یو، ژوند ډېر سخت دی، اولادونه مې نه شي کولای درس ووایي او ښوونځي ته ولاړ شي، مشر اولاد مې ۱۷ کلن شوی، بل ۱۲ کلن دی، لور مې ۱۰ کلنه ده او تر ټولو کوچنی مې اووه کلن دی، د دوی د اوسني حالت لیدل راته ډېر سخت دي.»

په پاکستان کې د دې کورنۍ ژوند له اقتصادي ستونزو او ورځنیو اندېښنو ډک دی.

دا ښځه وايي، د ثابت عاید د نشتوالي او د کډوالۍ د ژوند له سختیو سره د څلورو ماشومانو اړتیاوې پوره کول ورته په یوه همېشنۍ ننګونه بدل شوي دي.

د کابل هوايي ډګر د خونړۍ حملې په اړه مخکې امریکايي استخباراتي چارواکو ویلي وو چې بریدګر عبدالرحمن لوګری د کابل د سقوط پر مهال د بګرام له زندانه خوشې شوی و.

خو د طالبانو حکومت دا ادعا رد کړې وه.

پنځه کاله وروسته هم د دې برید د عاملانو د دوسیې څېړنه د امریکا په محکمو کې روانه ده.

د امریکا یوه فدرالي منصفه پلاوي د روان ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې محمد شریف‌الله، چې د داعش د خراسان څانګې غړی بلل شوی، په دې برید او څو نورو بریدونو کې د لاس لرلو په تړاو مجرم وپېژاند.

څارنوالانو ویلي، هغه د ځانمرګي بریدګر لپاره د هوايي ډګر لاره او سیمه څارلې وه او ښايي تر شلو کلونو پورې په بند محکوم شي.

شریف‌الله د ۲۰۲۵ کال په مارچ میاشت کې له پاکستانه امریکا ته ولېږدول شو او په الکساندریا کې په فدرالي محکمه کې محاکمه شو.

د داعش یو مشکوک غړی محمد شریف الله د امریکایي ځواکونو له خوا د انتقال په حال کې

دا ځانمرګی برید د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه د ماښام په ۵ بجو او ۴۸ دقیقو د کابل نړیوال هوايي ډګر د ابي ګېټ په دروازه کې وشو.

په برید کې لږ تر لږه ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول او لسګونه نور کسان ټپیان شول.

دا برید له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په ورځو کې داسې مهال وشو چې د بهرنیو ځواکونو افغان همکاران د تخلیې لپاره د کابل هوايي ډګر شاوخوا راټول شوي وو.

په هغو ورځو کې، د طالبانو له خوا د کابل تر نیولو وروسته، زرګونه کسان د هوايي ډګر شاوخوا د وتلو په تمه وو.

د هغو کورنیو ترڅنګ چې خپل خپلوان یې په دې برید کې له لاسه ورکړل، یو شمېر ټپیان یې هم لا تر اوسه د هغې ورځې له فزیکي او رواني اغېزو سره ژوند کوي.

یوه ځوانه نجلۍ چې په دې برید کې ټپي شوې وه او اوس په ایران کې اوسي، د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل:

«ژوند باید وشي، مجبوره یو ژوند وکړو، بالاخره ژوند په یو ډول روان دی، زه ډېره هڅه کوم چې ارامه واوسم، خو خدای دې هېچا ته داسې درد نه ورښيي، کله چې بدن یو ځل سخت ټپي شي، اغېزې یې پاتې کېږي»

تر پېښې وروسته شاوخوا درې میاشتې ډاکټرانو راته ډېر قوي پېچکارۍ راکولې، څو بدن مې بې‌حسه وي او درد احساس نه کړم، نه پوهېږم هماغو درملو به مې پر اعصابو اغېز کړی وي که نه، خو زه تل د سر درد لرم
د کابل د هوايي ډګر د برید یوه ټپي شوې

هغه مېرمن چې په دې حمله کې یې مېړه ووژل شو او اوس له څلورو ماشومانو سره په پاکستان کې اوسي، وايي، تر ټولو لویه اندېښنه یې لا هم د خپلو ماشومانو راتلونکی دی.

هغه له هېوادونو او نړیوالو بنسټونو غواړي چې له دې حالت څخه د دې د کورنۍ په ایستلو کې مرسته وکړي.