د روغتیا نړیوال سازمان وايي، روانه اوونۍ په افغانستان کې د پولیو د وحشي ویروس (ډبلیو پي وي۱) څلور مثبتې پېښې دوه په هرات او یوه-یوه په پکتیکا او کندهار کې ثبت شوې دي.
د یاد سازمان د راپور پر بنسټ، د پولیو د ویروس دغه پېښې د هرات په شینډنډ او ادرسکن ولسوالیو او د پکتیکا په ډیله او د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې پېژندل شوې دي.
متخصص ډاکتران وايي چې نویو واقعاتو ته په کتو د واکسین هلې ځلې باید لا ګړندۍ او پراخې شي.
د کوچنیانو متخصص ډاکتر غلام حیدر رفیقي چې افغانستان کې یې پخوا یونیسف او د روغتیا نړیوال سازمان سره کار کړی او د پولیو ضد واکسین پروګرام له مؤسسینو څخه ګڼل کېږي وايي چې د عامه پوهاوي کموالی هم د واقعاتو د زیاتوالي یو لامل دی او عامه پوهاوی باید لا پراخ شي.
دی زیاتوي: "فقط دا باید وکړو چې (ماشومانو) ته د ټولو دورو واکسین ترسره شي. زه د ټولو روغتیايي کارمندانو او د ټولو وطنوالو نه خواهش کوم چې په دې مرحله کې چې متأسفانه یوازې افغانستان او پاکستان چې تر اوسه دا ویروس پهکې شته، موږ یې مخنیوی وکړو."
ارشیف، د افغانستان په کندهار ولایت کې د پولیو واکسین د تطبیق کمپاین
ډاکتر رفیقي وايي چې د واکسین ترڅنګ د پولیو د لهمنځه وړلو لپاره د حفظالصحې او د پاکو اوبو موجودیت یو ډېر اساسي ضرورت دی او افغانستان باید دا مجادله وکړي چې خلکو ته صحي اوبه او د حفظالصحې شرایط برابر شي.
هغه وايي که د پولیو ضد پراخ واکسین ترسره شي او بیا هم یو ماشوم چېرته پاتې شي او هغه ککړو اوبو یا غیر صحي شرایطو کې ژوند وکړي او د پولیو ویروس چې محیط کې موجود وي هغه واخلي، نو کېدای شي نورو ته هم سرایت وکړي.
د پولیو د ویروس د نویو پېښو له اعلان څو ورځې مخکې د افغانستان په ۵ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین نوی فرعي کمپاین ترسره شو.
ټاکل شوې وه چې په ننګرهار، کونړ، کابل، هرات او فراه ولایتونو کې د دغه ۴ ورځني کمپاین په ترځ کې څه د پاسه ۲ میلیونه او ۵۸۰ زره ماشومان واکسین شي.
کابل کې د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل په سیمهیزو مشرانو او قومي مخورو غږ کړی و چې له واکسیناتورانو سره مرسته وکړي.
په دې اړه نور:
پولیو سره د افغانستان مبارزه؛ ۵ ولایتونو کې له ۲.۵ میلیون زیات ماشومان واکسین کېږيپه مجموع کې سږکال په سیمه کې د پولیو ویروس (ډبلیو پي وي۱) ۲۲ مثبتې پېښې تأیید شوې دي چې ۱۹ په افغانستان او ۳ په پاکستان کې دي.
په ۲۰۲۵ کال کې د پولیو (ډبلیو پي وي۱) ویروس ۵۲ مثبتې پېښې تأیید شوې وې چې ۲۱ په افغانستان او ۳۱ په پاکستان کې ثبت شوې وې.
افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس پهکې تر اوسه په بشپړه توګه لهمنځه نهدی تللی.
پولیو یا ګوزن درملنه نهلري او یوازې په واکسینیې مخنیوی کېدای شي.