د کونړ دیوه ګل کې ناروغي؛ له کلینیکونو لرې والی او د ناروغانو بد وضعیت

د کونړ مزار دره

د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل دره کې د یوې کورنۍ دوه غړي، یو ۱۰ کلن ماشوم او یو ۷۰ کلن سړی د تبې، سر درد، اسهال او کانګې او په چټکۍ د روغتیایی حالت خرابیدو وروسته مړه شوي دي. د دې کورنۍ یوه غړي وویل چې د دې دوو کسانو مړینې یوې اونۍ توپیر درلود او په دواړو مواردو کې د نښو شدت دومره ګړندی و چې ناروغان روغتیایی مرکز ته له رسیدو مخکې مړه شول.

د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ د دیوه ګل درې اوسیدونکی عزت الله وایي چې د هغه ۱۰ کلن وراره د تبې، سر درد، نس ناستي او کانګې په څیر نښو نښانو او روغتیایي وضعیت له بدېدو وروسته، روغتیایي مرکز ته پر لاره د انتقال پر مهال د اسد پر ۲۴ مه مړ شو.

کله چې مو له کوره راواخست، دلته موټر او سړک نشته وروسته له هغه چې لس دقیقې مو پلی مزل وکړ، وراره مې لاره کې مړ شو او موږ ونه کړای شول هغه کلینیک ته ورسوو
د کونړ ولایت اوسیدونکی عزت الله

ده وویل چې ۷۰ کلن تره یې یوه اونۍ مخکې په کور کې د ورته نښو نښانو له رامنځته کیدو وروسته مړ شوی دی.

«یو تره مې د همدې ناروغۍ له امله وفات شو او یو وراره مې چې لس کلن و، یو یې د شپې پر لس بجو په تبه، سردرد، اسهال او کانګو اخته شو او بل یې د سهار شاوخوا څلور بجې وې چې په همدې ناروغۍ اخته شو او د سهار تر شپږ بجو یې وضعیت بدتره شو.»

عزت الله وايي چې د کورنۍ د دې دوو غړو له مړینې وروسته، د هغه دوه ورېرې چې د مړ شوي ماشوم خویندې دي، هم ناروغانې شوې او د درملنې لپاره یوه شخصي کلینیک ته انتقال شوې دي.

«دوه نورې ورېرې مې چې د همدې وفات شوي وراره خویندې دي، هم ناروغانې شوې دي، هغوی مو شخصي کلینیک ته بیولي وې، ډاکترانو وویل چې دوی پر کولرا اخته دي، کورنۍ کې مو ځینې نور کسان هم په همدې نښو ناروغان دي.»

د ده په خبره، د کورنۍ د غړو له ناروغېدو وروسته یې، دولتي روغتيايي ډله هم د دوی کلي ته ورغلې او يو شمېر ناروغانو ته يې درمل ورکړي دي.

د ناروغۍ په اړه له اندېښنو سربېره، د دې سيمې د اوسېدونکو لپاره روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی هم اسانه نه دی.

عزت الله وايي چې تر ټولو نږدې کلينيک شاوخوا څلور ساعته پلی ترې لرې دی او لاره يې له غرنيو او سختو سړکونو تېرېږي، او کورنۍ د ناروغانو د لېږدولو لپاره د "کټ" په نوم لومړنۍ وسیله کاروي.

«موږ خپل ناروغان د کټ په وسیله چې دواړو خواوو ته یې لرګي پر تکه تړو، په پلي تګ کلینیک ته انتقالوو، تر کلینیکه کابو څلور ساعته لاره ده چې ډېره ستونزه لاره ده او له غره تېرېږو، د شپې ترې څوک تېرېدلی نه شي.»

کونړکې یو موقتي سرپنا او د ناروغانو د درملنې سیرومونه

په ورته وخت کې د څوکۍ ولسوالۍ یو بل اوسیدونکی قاري عزیز الرحمن وايي چې په دې وروستیو کې په شدید سر درد او د بدن په درد اخته شوی او یو خصوصي کلینیک ته تر مراجعې وروسته، ډاکټرانو د هغه ناروغي ملاریا تشخیص کړې ده.

«ما شدیده سردردي او ځان دردي درلوده، زما ناروغي ډاکترانو ملاریا تشخیص کړه او درمل یې راکړل، دلته یو شمېر نور خلک هم ناروغان دي خو دوه ډوله ناروغان دي چې ځینې پر تبه، سردردي او شدیده ځان دردي او بل ډله بیا پر اسهال او کانګو اخته دي.»

د څوکۍ ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، په سیمه کې یې د نورو ناروغانو د شتون په اړه اندیښنه څرګنده کړه او د دې ولسوالۍ د اوسیدونکو د روغتیايي وضعیت د څېړنې غوښتونکی شو.

«ځینې ناروغان دي او ورځ په ورځ یې شمېر ډېرېږي، له دې امله له دولت او مرستندویه موسسو غواړو چې خپل ټیمونه راوستوي او هغوی دې دا ولسوالۍ وڅېړي او لرې پرتو سیمو ته دې ولاړ شي او تشخیص دې کړي چې دا څه ډول ناروغي ده، خلک ډېر اندېښمن دي.»

له شته نښو سربېره خو لا هم دا څرګنده نه ده چې د څوکۍ ولسوالۍ ځینې اوسیدونکي چې د روغتیايي ستونزو شکایت کوي په کومه ناروغي اخته دي؛ د ځینو ناروغانو مختلف تشخیصونه مطرح شوي دي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په دې اړه د ازادي راډیو تماسونه ځواب نه کړل.

له دې سره د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ ځینو اوسیدونکو لخوا په دې ولسوالۍ کې د کولرا د تشخیص اړوند ادعا د طالبانو روغتیایي چارواکو رد کړې ده.

د څوکۍ ولسوالۍ د دولتي روغتون چې له دې دغه روغتونه د خاص کونړ او نورګل ولسوالیو اوسیدونکي هم ګټه اخلي، مشر او سرطبیب یې ډاکتر حفیظ الله غروال وویل چې تر اوسه پورې په څوکۍ ولسوالۍ کې د کولرا کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

هغه ازادي راډیو ته وویل چې په خاص کونړ ولسوالۍ کې د کولرا یوه شکمنه پېښه د معاینې وروسته منفي تشخیص شوه؛ خو مخکې له دې چې د معاینې پایلې ترلاسه شي، روغتیايي ټیمونه د وضعیت ارزولو لپاره مختلفو سیمو ته واستول شول او د اوبو څاه ګانې یې پر کلورینو پاکې کړې دي.

«کابو دوه، درې اونۍ مخکې یوازې یوه مثبته پېښه موږ ثبت کړې وه خو هغه په څوکۍ ولسوالۍ نه بلکې په خاص کونړ کې وه، خو هغه مو د دقیق تشخیص لپاره جلال اباد ته واستوله، خو د معاینې پایله یې منفي وه، تر اوسه هېڅ بله داسې پېښه نشته، ځینې ناروغان چې هم وو، هغه لکه تسمم یا دې ته ورته نورو ناروغیو له امله دي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د ۱۴۰۵ کال د اسد په ۱۳مه د افغانستان د روغتیایي سکټور د پیاوړتیا لپاره پنځه کلنه ملي کړنلاره اعلان کړه، او د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي وویل چې دا کړنلاره د روغتیایي خدمتونو د پیاوړتیا او د خلکو د اوسنیو اړتیاوو د پوره کولو او اسانتیاوو د برابرولو لپاره ډیزاین شوې وه.

د دې کړنلارې اعلان په داسې وخت کې کېږي چې د افغانستان روغتیایي نظام په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته په تیرو پنځو کلونو کې د سرچینو کمښت او پر روغتیایي خدماتو له زیاتیدونکي فشار سره مخ دی.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) وايي چې په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۱۴.۴ میلیونه خلک روغتیایی مرستو ته اړتیا لري او د بودجې کمښت، د ناروغیو خپرېدل، د خوړو ناامني او د کډوالو په لویه کچه بیرته ستنېدنه د هیواد پر روغتیایی سیسټم اضافي فشار راوړي.

عزت الله وايي چې په ځینو مواردو کې حتی وروسته له دې چې ناروغان کلینیک ته هم ورسیږي، د هغوی د درملنې لپاره اړینې اسانتیاوې موجودې نه وي.