طالبان وايي، کابو ۱۴ سوه پخواني چارواکي هیواد ته بېرته راغلي؛ خو ډېری وايي چې د چا په بلنه نه بلکې په خپله خوښه خپل وطن ته تللي

د طالبانو د حکومت له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون رئیس شهاب‌الدین دلاور ویلي، چې په تېرو پنځو کلونو کې د دې کمېسیون له لارې د افغانستان د پخواني حکومت ۱،۳۸۸ چارواکي هېواد ته راستانه شوي دي.

د دې کمېسیون پر اساس، دلاور ویلي، په راستنو شویو کسانو کې پخواني وزیران، د وزیرانو مرستیالان، والیان، جنرالان او د پخوانۍ ملي شورا استازي شامل دي. د نوموړي په وینا، یو شمېر پخواني چارواکي له پیله له افغانستانه نه دي وتلي.

هغه ادعا کړې چې پخواني چارواکي له افغانستانه د وتلو یا هېواد ته د بېرته راتلو پر مهال له کوم محدودیت سره نه مخامخ کېږي او اوس هر افغان بې وېرې خپل هېواد ته راستنېدلی شي.

د افغانستان د جمهوري حکومت په مهال د دفاع وزارت پخواني ویاند جنرال دولت وزیري یو له هغو پخوانیو جنرالانو څخه دی چې بېرته افغانستان ته تللی دی. هغه وايي چې په وطن کې کومه ستونزه نه لري. متفاعد جنرال وزیري، چې بریتانیا ته تللی و، هیواد ته د بېرته ګرځېدو د دلیل په اړه ازادي راډو ته وویل:

«وطن کې ما خاپوړي کړي، وطن تر بل هر ځای راباندې ګران دی ځکه په خپل وطن کې اوسم، امنیت شته خپل شخصي ژوند تعه پکې خطر نه ګورم.»

خو یو شمېر کسانو، چې د طالبانو د حکومت له افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمېسیون په بلنه افغانستان ته ستانه شوي وو، ازادي راډیو ته ویلي چې د ځینو ستونزو له امله بېرته له هېواده وتللي دي.

د هغوی په منځ کې یوه هم د میدان وردک پخوانۍ ښارواله ظریفه غفاري ده، دې ازادي راډیو ته وویل: « زه د طالبانو په بلنه افغانستان ته نه وم تللې او نه هم د هغوی په خبره، غوښتنه یا امر له هېواده بهر شوې یم. دا یو ډېر شخصي سفر و، چې د خپلې کورنۍ او ملګرو د لیدنې او د خپل پلار جان د قبر د زیارت لپاره مې کړی و.

له دې سفر وروسته زما له افغانستانه وتل هم د خپلو شخصي چارو له امله و؛ ځکه زما مستند فلم او کتاب په بېلابېلو هېوادونو کې نندارې ته وړاندې کېده او خپرېده او اړتیا وه چې له افغانستان څخه بهر واوسم.

ظریفه غفاري: « زه د طالبانو په بلنه افغانستان ته نه وم تللې او نه هم د هغوی په خبره، غوښتنه یا امر له هېواده بهر شوې یم.

همدارنګه، افغانستان ته د بېرته نه ستنېدو لامل د طالبانو له لوري پر افغان ښځو د وضعیت سختېدل وو. د یوې فعالې ښځې او د یوې لور د مور په توګه مې بېرته (افغانستان ته) ستنېدل مناسب ونه ګڼل.»

خو له شخصیتونو سره د طالبانو د اړیکو د کمېسیون رئیس دا راپورونه رد کړل چې ګواکې ځینې پخواني چارواکي افغانستان ته له راستنېدو وروسته د محدودیتونو یا نامناسب چلند له امله بېرته له هېواده وتلي دي. دلاور ویلي، داسې هېڅ محدودیت نشته چې پخواني چارواکي له افغانستانه وتلو ته اړ کړي.

نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو د استخباراتو، دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ځواکونه اجازه نه لري د پخواني حکومت د چارواکو کورونو ته ورشي او حتی هېڅوک حق نه لري چې پر هغوی دعوه وکړي.

دلاور د پخواني حکومت د چارواکو د سیاسي فعالیتونو په اړه ویلي چې د طالبانو د اړیکو کمېسیون له لوري پرې کوم ځانګړی محدودیت نشته، خو د هغوی سیاسي فعالیت باید د طالبانو په وینا، له «بد نیت» پرته، د «اسلام په چوکاټ» کې او د افغانستان ګټو ته په کتو وي او د طالبانو له نظام سره باید مخالفت ونه کړي.

هغه همداراز ویلي، ښايي د طالبانو استخباراتي او امنیتي ادارې له خلکو او خبریالانو سره د پخوانیو چارواکو د لیدنو لپاره ځانګړي کاري چوکاټونه ولري.

د طالبانو دغه چارواکي د پخوانیو دولتي چارواکو د شتمنیو په اړه ویلي چې د طالبانو د اعلان شوي عمومي عفوې له مخې، هغه شتمنۍ چې دوی په تېرو ۲۰ کلونو کې ترلاسه کړې دي، د دوی خپل ملکیت ګڼل کېږي، نه ضبطېږي او په اړه یې حساب‌کتاب نه کېږي.

خو په ورته وخت کې، ځینې راپورونه وايي چې یو شمېر پخوانیو چارواکو افغانستان ته له ستنېدو وروسته د طالبانو د ځینو امنیتي ادارو له چلند څخه شکایت کړی او له همدې امله یو ځل بیا له افغانستان څخه وتلي دي.

له همدې کبله ډېر نور پخواني چارواکي، د طالبانو له بیا بیا بلنې سره سره، افغانستان ته بېرته نه ګرځي.

د افغانستان د مشرانو جرګې پخوانی مرستیال اصف صدیقي وايي، هر افغان غواړي چې په خپل هیواد کې واوسي خو هغوی چې بېرته تللي، ځینې یې نیول شوي او ځورول شوي دي:

«افغانان ټول غواړي چې په خپل وطن کې واوسي، دا مو کور دی، دا مو وطن دی، هیڅوک له دې وطنه د چا ممانعت نه شي کولی خو اساسي مشکل دا دی، هغه افغانان چې بېرته لاړل، یو نیم ترور شو یو نیم ته توطیې جوړې شوې، بندیان شول، هلته خلک ځان په امن کې نه ویني، زه په جریان کې یم هغوی ته مزاحمتونه زښته ډېر دي له همدې کبله اکثره بېرته له افغانستانه بېرته ووتل.»

د طالبانو د حکومت چارواکي په داسې حال کې افغانستان ته د پخواني جمهوریت د چارواکو د راستنېدو خبر ورکوي چې نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو په وار وار له طالبانو څخه د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو غوښتنه کړې، خو د طالبانو د حکومت له خوا يې دا غوښتنه نه ده منل شوې.

له هغه وروسته چې طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان واک تر لاسه کړى، د پخوانیو حکومتي چارواکو او د امنیتي بنسټونو د غړو په ګډون سلګونه زره افغانان ګاونډیو هېوادونو، امریکا، اروپا، کاناډا، استرالیا او یو شمېر نورو هېوادونو ته پناه وړې ده.

دوى وايي د امنيتي ستونزو له امله نه غواړي خپل هېواد ته ستانه شي.