د هسپانیا د ختیځ په ځنګلونو کې پراخ اور؛ شاوخوا زر کسان ایستل شوي

د هسپانیا د ختیځ په ځنګلونو کې د پراخ اور د لګېدو له امله والنسیا ښار ته څېرمه د ګاتوا کلي له شاوخوا سیمو څخه شاوخوا زر کسان ایستل شوي دي.

ځايي چارواکو ویلي، هغو کسانو ته چې شخصي موټرونه نه لري، خوندي سیمو ته د انتقال لپاره بسونه برابر شوي دي.

ویل کېږي اور د پنجشنبې په وروستیو کې د تندر د لوېدو له امله پیل شوی، خو تر اوسه نه دی مړ شوی او له امله یې تر اوسه تر ۴۰۰ هکټاره ډېرې ځمکې سوځېدلې دي.

ګاتوا په عادي حالت کې شاوخوا ۴۵۰ تنه نفوس لري، خو د دوبي په موسم کې د سیلانیانو د ورتګ له امله د دغه کلي د اوسېدونکو شمېر نژدې دوه برابره کېږي.