که څه هم د نورستان غرنی جوړښت او د کلیو ترمنځ اوږده واټنونه د مخابراتي شبکو پراخول هم له ستونزو سره مخ کوي، خو اوسېدونکي یې وايي، ټیلیفوني اړیکې او انټرنېټ نور یوازې د تفریح وسیله نه ده، بلکې د خلکو د ورځني ژوند په یوه بنسټیزه اړتیا بدله شوې ده.
د دې ولایت اوسېدونکي وايي، د یوې ټیلیفوني اړیکې د نیولو لپاره اړ دي ساعتونه مزل وکړي، د غرونو لوړو ته وخېژي او یا هم داسې ځای پیدا کړي چې شبکه ښه کار پکې کوي.
شبکې کار نه کوي، کله چې غواړو اړیکه ونیسو، لاندې ښار ته کوزېږو، یا پاس غره ته خېژو
د دې ولایت د مرکز پارون یوه اوسېدونکي امان الله ازادي راډیو ته وویل: «شبکې کار نه کوي، کله چې غواړو اړیکه ونیسو، لاندې ښار ته کوزېږو، یا پاس غره ته خېژو، بیا اړیکه نیسو، ځکه دلته شبکې بالکل کار نه کوي او خلک یې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.»
د نورستان د واما ولسوالۍ یوه اوسېدونکي نورالبشر ازادي راډیو ته وویل چې په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې د افغانستان په ډېرو سیمو کې ټیلیفوني او انټرنېټي خدمتونه پراخ شوي، خو د نورستان یو شمېر لرې پرتې او غرنۍ سیمې لا هم یا مخابراتي پوښښ نه لري او یا موجوده شبکه دومره کمزورې ده چې خلک ترې په عادي ډول ګټه نه شي اخیستلای.
هغه زیاته کړه: «کله چې له کوره راوځو، بېرته مو بیا دا تشویش وي چې کور کې کومه مسله نه وي شوې، ځکه اړیکه نه ټینګېږي، د یوې اړیکې د نیولو لپاره موږ ساعتونه ساعتونه پیاده مزل کوو، تر څو شبکه کار وکړي او اړیکه ټینګه شي.»
په افغانستان کې د عصري ګرځنده ټیلیفونونو پراخېدل په ۲۰۰۲ کال کې پیل شول.
نړیوال بانک وايي، هغه مهال په ټول افغانستان کې له ۶۰ زرو څخه هم لږ ټیلیفونونه موجود وو، خو په راتلونکو کلونو کې مخابراتي سکتور په چټکۍ پراخ شو او میلیونونو افغانانو ګرځنده ټیلیفونونو ته لاسرسی پیدا کړ.
نورستان د افغانستان په ختیځ کې پروت غرنی ولایت دی چې پراخ ځنګلونه، دنګې څوکې، سیندونه او طبیعي درې لري، دغه ولایت په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان د درېیم ملي پارک په توګه هم اعلان شو.
د نورستان د منډول د اوبو ډنډ
د نورستان ملي پارک د هندوکش د غرونو، ځنګلونو، سیندونو او ګڼو وحشي ژوو له امله ځانګړی طبیعي ارزښت لري.
په وروستیو کې یې د کورنیو سیلانیانو پام ځانته اړولی دی، دغلته د انټرنېټ او ټیلیفون ستونزې هغه څه دي چې سیلانیان هم وخت ناوخت له ستونزو سره مخ کوي.
ځینې سیلانیان وايي، په داسې غرنیو سیمو کې چې لارې اوږدې، ځینې ځایونه نابلده او روغتیايي امکانات محدود وي، له کورنۍ یا نورو کسانو سره د اړیکو نشتوالی د خوندیتوب په اړه جدي اندېښنې راپورته کوي.
موږ په وروستیو کې نورستان ته په سیل تللي وو، خو د شبکو د خرابوالي له امله په خپل سفر پوه نه شو، ځکه نه مو له ملګرو سره اړیکه نیول کېده
د کندهار ولایت یوه اوسېدونکي محمد اغا چې په وروستیو کې یې نورستان ته سفر کړی و، ازادي راډیو ته وویل: «موږ په وروستیو کې نورستان ته په سیل تللي وو، خو د شبکو د خرابوالي له امله په خپل سفر پوه نه شو، ځکه نه مو له ملګرو سره اړیکه نیول کېده او نه له کور سره، هلته نابلده هم وو، له کور سره مو څو ورځې اړیکه بیخي پرې وه.»
د انټرنېټي او ټیلیفوني خدماتو په برخه کې د خلکو او سیلانیانو د ستونزو په اړه د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، دغه راز د مخابراتي شرکتونو د مطبوعاتي څانګو د نظر په ترلاسه کولو هم ونه توانېدو، خو تېر ۲۰۲۵ کال د نورستان د مخابراتو رئیس احمد خالد فاتح د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي چې اوس مهال د نورستان نږدې ۸۰ سلنه خلک ټیلیفوني او انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی لري.
هغه ویلي وو چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته په دغه ولایت کې لسګونه نوي مخابراتي سایټونه جوړ شوي دي.
له دې وړاندې د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت بیا ویلي چې د باکیفیته مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو وړاندې کول او د نوري فایبر د شبکې پراخول یې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
د وزارت په رسمي معلوماتو کې د نوري فایبر د شبکو د نړیوالو معیارونو له مخې د پراخولو خبره هم شوې ده.
خو د نورستان اوسېدونکي وايي، د مخابراتي پوښښ په اړه شمېرې هغه وخت د دوی لپاره معنا پیدا کوي چې شبکه په عملي ډول په کلیو، لارو او هغو سیمو کې کار وکړي چې خلک پکې ژوند او تګراتګ کوي.
دوی وايي، په دې برخه کې د ژمنو د عملي کېدو معیار ډېر ساده دی: «دا چې د یوې عادي ټیلیفوني اړیکې لپاره نور اړ نه وي څو کیلومتره مزل وکړي او غره ته وخېژي.»