د ډیموکرات ګوند غړې عایشه وهاب خپله سیاله ملیسا هرنانډېز ماته کړه او په دې توګه لومړني افغانالاصله امریکایۍ شوه چې د امریکا کانګریس ته بریالۍ کېږي. نوموړې همدارنګه د کلیفورنیا په ایالتي سنا کې له دې مخکې لومړۍ مسلمانه او لومړۍ افغانالاصله امریکایۍ وه چې دې مقام ته رسېدلې وه.
د رویټرز د راپور له مخې، وهاب به د ډیموکرات ګوند د پخواني استازي اېرېک سوالوېل خالي شوې څوکۍ ډکه کړي. سوالوېل د ناوړه جنسي چلند له تورونو سره له مخامخ کېدو وروسته د اپرېل په میاشت کې له خپلې څوکۍ استعفا کړې وه.
د وهاب له بري سره به د کانګرس په استازو جرګه کې د دیموکراتانو څوکۍ ۲۱۳ او د جمهورييالو ۲۱۸ څوکۍ وي.
د ماشومتوب له سخت ژوند څخه تر کانګرسه
عایشه وهاب په نیویارک ښار کې زیږېدلې ده. د رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړې او خور یې د خپل مور او پلار له مړینې وروسته لومړی د ماشومانو د سرپرستۍ ادارو تر څارنې لاندې وې او وروسته د کلیفورنیا یوې کورنۍ په فرزندۍ ومنلې.
وهاب په سیاسي علومو کې زدهکړې کړې، د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې یې تخصصي زدهکړې بشپړې کړې او د ټولنیزو چارو/ټولنیزې مرستې (Social Work) په برخه کې یې دوکتورا ترلاسه کړې ده.
د اسرائیل پلوه لابي او انتخاباتي سیالي
د واشنګټن پوسټ او یو شمېر نورو رسنیو د راپورونو له مخې، د «متحدې ډیموکراسۍ پروژه» په نوم یوې اسرائیل پلوې لابي ډلې د اګست له لومړیو راهیسې شاوخوا ۲.۵ میلیون ډالر د وهاب د سیالې، هرنانډېز، د کمپاین د پیاوړتیا لپاره لګولي دي.
په امریکا کې یو شمېر مخکښو پرمختګپالو دیموکراتانو د اسرائیل لپاره د واشنګټن د ملاتړ، له اسرائیلي صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره د جمهوري غوښتونکو د نږدې اړیکو او په ځانګړي ډول په غزه او لبنان کې د اسرائیلي بریدونو په اړه مخالفت څرګند کړی دی. د دغو اختلافونو له امله د دیموکرات ګوند په منځ کې د اسرائیل د ملاتړ په اړه بحثونه هم زیات شوي دي.
د نومبر په ټاکنو کې بیا سیالي
که څه هم وهاب په ځانګړو انتخاباتو کې بریالۍ شوه، خو د کانګرس د څوکۍ لپاره د هغې او ملیسا هرنانډېز سیالي لا پای ته نه ده رسېدلې.
ټاکل شوې دواړه نوماندانې د نومبر په میاشت کې بیا سره مخامخ شي. د نومبر د ټاکنو ګټونکې به د کانګرس د استازو جرګې څوکۍ د بشپړې دورې؛ یعني د دوو کلونو لپاره ترلاسه کړي.
د طبقاتی تبعیض پر وړاندې د وهاب هڅه
عایشه وهاب د کلیفورنیا د ایالتي سناتورې په توګه د ټولنیزې نابرابرۍ د کمولو لپاره هم فعالیت کړی دی.
هغې داسې قانوني طرحه وړاندې کړې وه چې که تصویب شوې وای، کلیفورنیا به د امریکا لومړنی ایالت ګرځېدلی وای چې طبقاتی تبعیض یې په ښکاره ډول منع کړی وای.
خو د کلیفورنیا والي ګاوین نیوسم په ۲۰۲۳ کال کې دا طرحه ویټو کړه او قانون نه شو نافذ.
د وهاب وروستی بری د امریکا په سیاسي تاریخ کې د افغانالاصلې ټولنې لپاره یو مهم پړاو بلل کېږي او په فدرالي سیاست کې یې د افغانانو، مسلمانانو او نورو کډوالو ټولنو د سیاسي استازولۍ نوی باب پرانیست.