افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له اقتصادي ستونزو او د عاید له کمښته شکایت کوي

په کونړ ولایت کې یو افغان خبریال فضل واحد افکاري وايي چې نه یوازې په خپله بلکې ډېر نور هم مسلکه همکاران یې هم اقتصادي ستونزې لري:

غږ: «زموږ همکار خبریال خان ولي سالارزی په سرطان اخته او چا یې لاسنیوی ونه کړ او خوارکی له دې رنځه وفات شو، بل خبریال ملګری مو قذافي هم ناروغ دی، ویل یې چې د درملنې وسه نه لرم، نو خبریالان دلته ډېر بد اقتصادي وضعیت کې دي.»

ده ازادي راډیو ته وویل چې په کونړ ولایت کې اکثره خبریالان له اقتصادي پلوه له سختو ستونزو سره مخ دی او ځینې هغه چې د سرطان په څېر پر ناروغیو هم اخته شوي د درملنې لپاره یې هېڅ چا لاسنیوی نه دی کړی:

“موږ خپله ډېره هڅه وکړه چې دلته حد اقل د مرستو یو صندوق رامنځته کړو چې داسې غم او درد کې د خبریالانو لاسنیوی وشي خو هېڅ چا مو ملتیا ونه کړه،بل دلته د خبریالانو معاشونه هم صفر شوي ځکه محلي رسنۍ دومره ظرفیت نه لري چې اعلانات واخلي، خپله رسنۍ د سقوط په حال کې دي نو هغوی به خپلو خبریالانو معاشونه څنګه ورکړي؟»

ښاغلی افکاري وایي په دې وروستیو کې خبریالانو د خپلو مختلفو اقتصادي ستونزو لپاره دولت او د رسنیو بېلابېلو ملاتړو بنسټونو څخه د مرستې غوښتنې کړي خو په خبره یې تر اوسه یې هېڅ چا لاسنیوی نه دی کړی.

بلخ ولایت کې د حقبین په نوم یو بل خبریال هم د ورته ستونزو شکایت کوي.

ده وړاندې ازادي راډیو ته زیاته کړه:

“زښته زیاتې اقتصادي ننګونې مو پر وړاندې رامنځته شوي دي،هیله مند یم چې دې اقتصادي ستونزو ته مو رسېدنه وشي او له خبریالانو او رسنیو څخه مالي ملاتړ وشي.”

دا خبریال وایي چې د اقتصادي فشار دوام د خبریالانو پر مسلکي ژوند هم مستقیم اغېز کړی دی او اکثرو بیا د کمو معاشونو او د رسنیو د اقتصادي سقوط له امله خپل مسلک پریښی دی.

د افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون د څو بېلابېلو ولایتونو یو شمېر نورو خبریالانو هم دا ستونزې مطرح کړې.

دا خبریالان داسې وخت د بدو اقتصادي شرایطو خبره کوي چې په تېرو نږدې دوو اونیو کې د سرطان ناروغۍ له امله د دوو افغان ژورنالیستانو عالم کبیري او صوفیا محمدزۍ د مړینې راپورونه ورکړل شوي دي.

دوو ژورنالیستانو تر مړینې مخکې د درملنې لپاره د مالي مرستې غوښتنه هم کړې وه

دغو دوو ژورنالیستانو تر مړینې مخکې د درملنې لپاره د مالي مرستې غوښتنه هم کړې وه.

دغه شان د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په ګډون د رسنیو بېلابېلو ملاتړو بنسټونو له تېر ۲۰۲۳ کال راهیسې په افغانستان دننه د لږ تر لږه ۷ افغان خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د مختلفو ناروغیو له امله د مړینې او بد روغتیایي وضعیت راپورونه هم ورکړي چې اکثره یې شدیدا د مالي مرستو اړمن بلل شوي دي، خو د خبریالانو د ادعاوو له مخې، هېڅ چا په کافي اندازه مرستې نه دي تر لاسه کړي.

هڅه مو وکړه د دغو خبریالانو د غوښتنو او شکایتونو په اړه د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت نظر ولرو، خو د نشراتو مرستیال یې حیات الله مهاجر فراهي او ویاند یې خبیب غفران د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو دغه وزارت په ۲۰۲۵ کال کې ویلي وو چې د خبریالانو د اقتصادي ستونزو د حل لپاره د مالي ملاتړ د صندوق پر جوړولو کار روان دی.

د افغان خبریالانو او رسنیو ځینې ملاتړي بنسټونه وایي چې د رسنیو د ملاتړ د بنسټونو د بودجې کمېدل هم د دې تشې د پراخېدو یو بل لامل بلل کېږي.

له دې ډلې د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان مشر حامد عبیدي ازادي راډیو ته وړاندې زیاته کړه:

“کله چې په بیړنیو حالاتو کې خبریالان لاسنیوي ته اړتیا لري، باید د مرستې لپاره یې یو صندوق جوړ شي، چې اوس دا خلا شتون لري او دلیل یې دا دی چې ډېره بې اعتمادي ده، که چېرې په رسنیز سیسټم کې اعتماد رامنځته شي او صندوق جوړ شي هم هر وخت نړیوال بنسټونه، هم خبریالان چې بهر دي او هم د رسنیو مالکین دې صندوق سره مرسته وکړي او اظطراري حالاتو کې بیا دا صندوق وکارول شي نو تر یو حده به دا ستونزې هوارې شي.”

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنې د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې ویلي وو چې په هېواد کې ۳۹۴ راډیوګانې فعالې دي او شاوخوا ۲۹۵۶ کسان په دغو راډیوګانو کې کار کوي، خو له نیمایي ډېر کارکوونکي په ځانګړي ډول په سیمه‌ییزو رسنیو کې رضاکارانه کار کوي او منظم معاش نه لري.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د ۲۰۲۶ کال د رسنیو د ازادۍ د وضعیت په اړه ویلي چې په ځانګړي ډول سیمه‌ییزې خپلواکې رسنۍ د اعلاناتو او د نړیوالو بنسټونو له خوا د ملاتړ شویو خپرونو د عوایدو د کمېدو له امله اغېزمنې شوې دي.

د خبریالانو لپاره د ثابت معاش، روغتیايي بیمې، بېړني مالي صندوق او د رسنیو د دوامدار اقتصادي ملاتړ نشتوالی هغه تشې دي چې وخت پر وخت یې نړیوال بنسټونه، افغان خبریالان او رسنۍ او د رسنیو ملاتړي سازمانونه یې په اړه اندېښنې او شکایتونه مطرح کوي.