د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، واشنګټن د ایران د اقتصاد پر وړاندې د پراخو او سختو اقداماتو نوی کمپاین پیلوي او هغه هېوادونو ته یې هم د «ډېرو درنو» اقتصادي سزاګانو ګواښ کړی چې له ایران سره سوداګري یا د دغه هېواد ملاتړ وکړي.
ټرمپ د چهارشنبې په ماښام، د اسد ۲۸مه، په خپله خواله رسنۍ «ټروت سوشل» کې ویلي چې د یوه هېواد پر وړاندې «تر ټولو دروند اقتصادي اقدام» اعلانوي. د هغه په وینا، دا به د اقتصادي جګړې او انزوا یو بېساری اقدام وي.
نوموړي خبرداری ورکړی چې هر هېواد، مالي بنسټ، شرکت، هوايي ډګر یا دولتي اداره چې په هر ډول ایران ته د مرستې زمینه برابره کړي، له «ډېرو درنو اقتصادي پایلو» سره به مخامخ شي.
ټرمپ د احتمالي مجازاتو ډول نه دی مشخص کړی او د ایران ترڅنګ یې د کوم بل هېواد نوم هم نه دی اخیستی.
هغه ادعا کړې چې ایران ته یې د یوې هوکړې لپاره ګڼ فرصتونه ورکړي وو، خو د ده په وینا، تهران له دغو فرصتونو ګټه وانخیسته.
له دې اعلان څو ساعته مخکې، د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې له ایران سره به ټول سوداګریز او مالي معاملات تر بلې خبرتیا پورې ودرول شي.
د ایران او متحده عربي اماراتو ترمنځ تاوتریخوالی په وروستیو اوونیو کې یو ځل بیا زیات شوی دی. راپورونه وايي، د اماراتو پر څو تېلو وړونکو بېړیو هم په هرمز تنګي کې بریدونه شوي چې ابوظبي یې مسوولیت پر ایران اچولی دی.