افغانستان او بیلاروس د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړي

د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د افغانستان او بیلاروس د ګډې اقتصادي او تجارتي کمېسیون دوهمه غونډه د بیلاروس په پلازمېنه منسک کې ترسره شوې ده.

دغه وزارت د پنجشنبې ورځې، د اسد ۲۹مې، په یوه بیان کې ویلي چې په غونډه کې د دواړو هېوادونو پلاوو ګډون کړی وو. د طالبانو د پلاوي مشري د کرنې وزیر عطاالله عمري او د بیلاروس د پلاوي مشري د کرنې او خوراکي موادو وزیر یوري ګورلوف کوله.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د کرنې او مالدارۍ په برخو کې پر همکاریو، د ټکنالوژۍ پر لېږد، د کرنیزو ماشینونو پر واردولو او مونتاژ، د کیمیاوي سرې پر تولید، د لبنیاتو او نورو خوراکي محصولاتو پر پروسس او ګډې پانګونې خبرې کړې دي.

په دې غونډه کې په افغانستان کې د کانونو او تېلو په برخو کې د بیلاروسي شرکتونو د پانګونې فرصتونه هم ارزول شوي دي.

بیلاروس د روسیې له نژدې متحدانو څخه دی. طالبان وايي چې د اقتصادي اړیکو د پراختیا له لارې هڅه کوي له بېلابېلو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي. د طالبانو حکومت تر اوسه، له روسیې پرته، بل هیڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.