د طالبانو له واکمنۍ پنځه کاله وروسته؛ د دوو افغان نجونو بېلابېل برخلیکونه

مریم او نازنین، دوه افغان مېرمنې خو بیلابیل برخلیکونه

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ پنځه کاله تېر شوي؛ هغه پنځه کاله چې د افغان ښځو او نجونو ژوند یې ګډوډ کړی دی. په دې راپور کې د دوو افغان نجونو کیسې بیانوو؛ نازنین چې په جرمني کې ژوند کوي، او مریم چې په افغانستان کې پاتې ده؛ دوه ژوندونه چې دوه مختلفې لارې خو یو ګډ ټکی لري،د طالبانو له واکمنۍ پنځه کاله وروسته د دوی راتلونکی څه ډول شوی دی؟

د نازنین مهر لپاره جرمني ته کډوالي د نوي ژوند پیل یو فرصت و؛ هغه فرصت چې په خبره یې، دې ته یې اجازه ورکړې چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، کار وکړي او ډیره ازادي تجربه کړي.

دا اوس په ټولنیزو چارو کې په کار بوخته ده او په همدې برخه کې زده کړې هم کوي.

نازنین وايي چې حتی د ورځني ژوند ځینې ساده تجربې چې په افغانستان کې ورته شونې نه وې اوس یې د عادي ژوند برخه ګرځیدلې دي:

«اوس د یوې مرستندویه ټولنیزې فعالې په توګه کار کوم او په همدې برخه کې درس هم وایم، ما په افغانستان کې د دې فرصت نه درلود چې بایسکل وچلوم، په حویلۍ کې دننه یې امکان و خو بهر نه، اوس څو ورځې کېږي چې په پارک کې بایسکل ځغلوم او ډېره عادي خبره ده، له وړو مسایلو نیولې تر لویو ( کار، زده کړو، د فکر ازادي، د بیان ازادي) دا ټول فرصتونه ما ته دلته مساعد دي.»

د نازنین لپاره آزادي یوازې په لویو فرصتونو پورې محدوده نه ده؛ بلکې په همدې ورځنیو انتخابونو کې هم معنی لټوي؛ د زده کړو او د کار له دوامه یې نیولې تر تګ راتګ او په آزاده توګه د خپلو نظرونو څرګندولو پورې.

په دې پنځو کلونو کې مې تر ټولو لویه لاسته راوړنه دا وه چې وکړای شم خپله لاره وموم، همدا چې وکړای شم بهر ولاړه شم، خپله ستونزه حل کړم، په یوه بله ژبه په جرات خبرې وکړم، زما په نظر همدا مې لویه لاسته راوړنه ده
جرمني کې میشته افغان کډواله، نازنین مهر

هغه زیاتوي: «همدا چې انسان بیا وکړای شي پر خپلو پښو ودرېږي او نه پرېږدي چې له منفي خبرونو او شرایطو منفي انرژي واخلي، همدا لاسته راوړنه ده.»

خو د مریم چې افغانستان کې پاتې، تجربه یې کاملاً توپیر لري.

«که مې د طالبانو له راتګ مخکې ژوند ته د بېرته کرځېدو یو فرصت درلود، واقعا هر څه مې فدا کول چې دوی نه وی راغلي.»

مریم د طالبانو له راتګ مخکې د لسم ټولګي زده کوونکې وه چې د خپل راتلونکي لپاره یې لوی ارمانو درلودل.

دې غوښتل چې په سیاست کې فعاله وي او حتی د سفیرې کیدو خوب یې لیدلی و.

خو واک ته د طالبانو د بیرته رسېدو وروسته ښوونځي د نجونو پر مخ وتړل شول او د هغې ژوند لاره بدله شوه.

مریم وايي کله چې پوه شوه چې نوره له ښوونځي پاتې شوه د غم او حقارت له احساس او د راتلونکي په اړه له اندیښنو سره مخ شوه:

د طالبانو له راتګ مخکې لسم ټولګي کې وم، زما هیله دا وه چې سفیره یا سیاستواله شم، غوښتل مې سیاست کې فعاله واوسم، کله پوه شوم چې نور ښوونځي ته د تګ اجازه نه لرو، لومړنی د شدید غم او خفګان احساس مې داسې و چې حتا ژړا نه راتله، د حقارت احساس مې کاوه چې یو شمېر کسان راغلل او له ما یې زما حقونه واخیستل او زور راباندي کوي او دا چې راتلونکی مې څنګه کېږي، وېره مې دلوده.
مریم، له زده کړو او کار پاتې افغانه

مریم پنځه کاله وروسته لا هم له ښوونځي لرې ده.

دا وايي چې د خپلو ورځو ډېره برخه په کور کې تیروي، او دې کارونو یې د درسونو او زده کړو ځای نیولی دی.

مریم هم وايي چې د دې وضعیت دوام د هغې او د ډېرو نورو نجونو رواني روغتیا اغیزمنه کړې ده:

«په دې پنځو کلونو کې مو تر ټولو لوی څه چې له لاسه ورکړي هغه زموږ رواني روغتیا وه او واقعاً نوره روحي روغتیا نه لرو، ټول غمجن او خفه یو ، عادي ورځو کې زه چې سهار له خوبه راویښه شم، سهارنی تیاروم، بیا کور پاکوم، بیا ځم د غرمې ډودۍ پخوم او لوښي مینځم، بیا د شپې خوړو برابرولو ته چمتوالی نیسم او شپه هم ویده کېږم، بل هېڅ کار نه لرم، د ښوونځي له تړل کېدو وروسته مې نور هېڅ هم د زده کړو ځای ونه نیوه، د هغې اوضاع له امله چې د امر بالمعروف کسانو موږ ته جوړه کړې حتا کورس ته هم تللی نه شم.»

د مریم کیسه یوازې له ښوونځي د محرومې ګرځول شوې نجلۍ کیسه نه ده، بلکې د افغان نجونو د هغه نسل د راتلونکي په اړه پراخه اندیښنه منعکس کوي چې له زده کړو او په ټولنه کې له ګډونه محرومې دي.

د پوهنې د حقونو فعاله انجیلا غیور وايي چې له زده کړو او کار د ښځو او نجونو لرې کول د افغانستان د ټولنې لپاره پراخې پایلې لري:

«په هغه ټولنه کې چې نیم قشر یې د زده کړو اجازه ونه لري چې د نړۍ هېڅ بل هېواد کې داسې نه ده، زموږ هېواد د نړۍ یوازینی هېواد دی چې له ښځو یې د کار او زده کړو په څېر اساسي حقونه اخیستي دي، او په ټولنه معنا یې جنستي اپارتاید جاري کړی دی.»

اغلې غیور له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغان ښځو او نجونو د وضعیت د بدلون لپاره همغږی اقدام وکړي او د موجوده محدودیتونو په وړاندې غلې پاتې نه شي.

ملګرو ملتونو هم په تیرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اندیښنې مطرح کړې دي.

په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بنټ په دې هیواد کې د بشري حقونو وضعیت اندیښمنونکی بللی او ټینګار یې کړی چې له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې په هر ډول تعامل کې باید د ښځو او نجونو حقونه لومړیتوب ولري.

بنټ ویلي چې په افغانستان کې وضعیت ستونزمن دی، خو نه بدلیدونکی نه دی، او بدلون د نړیوالې ټولنې لخوا دوامداره پاملرنې، پیوستون او عمل ته اړتیا لري.

هغه دا خبرداری هم ورکړی چې نړیواله ټولنه نه باید نور پنځه کاله ضایع کړي او په ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه عادي وګرځوي.

د بنټ په خبره، د بشري حقونو په برخه کې د ریښتینې پرمختګ پرته له طالبانو سره د اړیکو عادي کول هغه حکومت ته د مشروعیت ورکولو خطر لري چې د هغه په خبره، په سیستماتیک ډول د ښځو او نجونو تبعیض او څنډې ته کولو ته دوام ورکوي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت نظر ولرو، خو د دې وزارت ویاند ذبیح الله همت د راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه په افغانستان کې واک ته له رسیدو وروسته، له شپږم ټولګیو پورته نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورنه کړه او نجونې او ښځې یې په پوهنتونونو کې له زده کړو هم راوګرځولي.

د طالبانو واک ته له رسیدو پنځه کاله وروسته، د نازنین او مریم ژوند د افغان نجونو د برخلیک دوه مختلف انځورونه وړاندې کوي.

نازنین هڅه کوي چې په جرمني کې خپل راتلونکی بیا جوړ کړي؛ زده کړې کوي، کار کوي او هغه فرصتونه تجربه کوي چې په افغانستان کې ورته محدود وو.

خو مریم له پنځو کلونو راهیسې په افغانستان کې له ښوونځي پاتې ده او لا هم نه پوهیږي چې هغه خوبونه چې هغې په لسم ټولګي کې د خپل راتلونکي لپاره درلودل، څه وخت به بیا ریښتیا شي.

دوه نجونې دوه مختلفې لارې؛ خو دواړه د افغان ښځو او نجونو د هغه نسل د کیسې برخه دي چې د طالبانو د واکمنۍ پنځه کاله وروسته هم د خپل راتلونکي په اړه له یوې لویې پوښتنې سره مخ دي.