په جرمني کې افغان کډوال د هستوګنې لپاره د کورونو په موندلو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي

برلین کې د کډوالو یوه کمپ ته نږدې د کډوالو ګڼه ګوڼه - عکس پخوانی دی

په جرمني کې یو شمېر مېشت کډوال په ځانګړې توګه افغانان د کور موندلو په برخه کې له جدي او دوامداره ستونزو سره مخ دي. یو شمیر کورنۍ وايي چې د کور موندلو په برخه کې د ستونزو له امله کلونه د کډوالو په کمپونو او لنډمهاله استوګنځایونو کې ژوند کوي، هغه وضعیت چې د دوی ورځني ژوند، هوساینې او د ماشومانو د ژوند پر شرایطو یې هم اغیزه کړې ده.

یوې افغانې کډوالې سیما بارکزۍ ازادي راډیو ته وویل چې کورنۍ یې پخوا په یو زوړ کور کې اوسېده او د ګرمو اوبو نشتوالي، په ژمي کې سړو خونو، او په دیوالونو کې نم او پوپنک په څیر ستونزو سره مخ وه.

ماشومان مې د یو ښه او ارامه کور او ژوند په هیله دي، خصوصا کله چې لوڼې مې د خوب بستر ته ځي، دعا کوي او وایي چې خدایه، څه وخت به موږ ته یو ښه کور وموندل شي؟
په جرمني کې مېشته افغان کډواله سیما بارکزۍ

هغې زیاته کړه:

«مخکنی استوګنځای مو دېر زوړ و، چې ګرځېدو، تختو یې غږونه کول، ګرمې اوبه مو نه درلودې او ژمي کې مو مرکز ګرمۍ هم سړې وې، د کور دېوالونه پوپنک وهلي وو چې بیا مو ماشومانو ته جلدي ناروغۍ هم پیدا شوې، دویم استوګنځای ته چې راغلو، مخکې دا ځای د زیاتو عمر لرونکو خلکو و او تختې یې د روغتون په شان وې چې ماشومان مې ترې ډېر ځورېږي.»

د سیما بارکزۍ په خبره، کورني ډاکټر یې هم دوی ته لیکلي دي چې ژر تر ژره له خپل اوسني استوګنځي مناسب کور ته کډه شي، خو دې غوښتنې لا تر اوسه کومه پایله نه ده ورکړې.

افغان کډوال د مرستو د ترلاسه کولو پر مهال

جمیله، یوه بله افغانه کډواله ده چې وايي، د کور موندلو لپاره یې دولتي ادارو ته شاوخوا ۲۵۰ ایمیلونه کړي، خو تر اوسه یې مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.
«کابو ۲۵۰ ایمیلونه مې دولت ته لېږلي دي، خو تر اوسه مو هېڅ مثبته پایله نه ده اخیستې، دې کمپ کې چې یو هم وویل چې باید د کال تر پایه ترې ووځو او موږ د یو بل کلي کمپ ته انتقالوي، دا موږ ته چې هره ورځ د ژبې کورس ته او ماشومان مو ښوونځي ته ځي، ډېره سخته ده.»

یو افغان کډوال چې له څلورو کلونو وروسته د کور په موندلو توانېدلی او نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، هم لنډمهاله سرپناوو کې د خپلې تجربې په اړه داسې وایي:

«پخلنځی مو ډېر کوچنی و، لویو کورنیو یا چا چې کار کاوه، هم کولای یې نه شول چې په کې پخلی وکړي، خصوصا که نارینه وو، ښځو نه شو کولای چې پخلنځي ته ننوځي، او که ښځې وې نارینه وو همدا ستونزه په حمام کې درلوده، د نظافت او پاکي له اړخه یې هم ستونزه درلوده، خلاصه په دې څلورو کلونو کې مو ډېرې ستونزې وګاللې.»

هامبورګ کې یوه دولتي ودانۍ

د ده په خبره، لس کسیزه کورنۍ یې په تیرو څلورو کلونو کې د کډوالو څلورو مختلفو کمپونو کې ځای پر ځای شوې ده.

په ورته وخت کې، د کډوالو د حقونو فعالین وايي چې د کډوالو د کور ستونزې یوازې د کور نشتوالي پورې محدودې نه دي، بلکې اقتصادي او ټولنیز عوامل هم په دې کړکېچ کې رول لوبوي.

د کډوالو د ادغام د چارو د ولایتي شورا (په جرمني کې ایا) مشر، سروش مولايي کور ته د لاسرسي او اقتصادي او اداري ستونزو په برخه کې د کډوالو د جدي ننګونو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

د ارزان قیمت کورونو د شدید کمښت، د کرایو زیاتوالی، ټیټ عاید، بې دوامه مالي وضعیت او اداري ننګونې د کور په پیدا کولو کې د کډوالو د ستونزو مهم لاملونه دي
د کډوالو د ادغام د چارو د ولایتي شورا مشر، سروش مولايي


ده د کورونو په بازار کې د تبعیض شتون ته هم اشاره وکړه، او ادعا یې وکړه چې په ځینو مواردو کې د کډوالۍ شالید او حتی د یو کس نوم کولای شي د کورونو د کرایې په اړه د کور مالکینو پریکړو باندې اغیزه وکړي.

د جرمني په پلازمینه برلین او نورو ښارونو لکه هامبورګ او فرانکفورت او همدارنګه په بایرن ایالت کې د دوه خونو اپارتمان لپاره حد اکثره کرایه له ۸۰۰ تر یو زر او ۲۰۰ یورو ده.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته، په زرګونو افغانانو په مختلفو هیوادونو په ځانګړې توګه اروپایي هیوادونو ته پناه یوړه، چې دوی د

د کورونو ستونزو سربیره، د ژبې، ترانسپورت او کار موندلو ننګونو سره هم مخ دي.

په اروپا کې د افغان کډوالو دقیق شمیر روښانه نه دی، خو د جرمني ورځپاڼې «ولټ ام زونټاګ» راپور ورکړی چې جرمني پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تر دې دمه په خپل هېواد کې له خطر سره مخ شاوخوا ۳۵ زره او ۵۰۰ افغانان له پاکستانه دغه هېواد ته انتقال کړي دي.

جرمني یو له هغو اروپایي هیوادونو دی چې د افغانستان د تېر جمهوري نظام له پرځېدو وروسته یې د هغو کسانو چې د دې هیواد له ادارو سره یې همکاري کړې ده په ګډون د پام وړ شمیر له خطر سره مخ افغانان منلي دي، او دا پروسه لا هم دوام لري.