د څو پوهنتونونو د فعالیت له بندېدو وروسته محصلان له بې برخلیکۍ شکایت کوي

وروسته له دې چې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د څو خصوصي پوهنتونونو د بندولو اعلان وکړ، د دغو پوهنتونونو محصلان د خپلو زده کړو د دوام په اړه اندېښنه ښيي.

په کابل کې د پیام خصوصي پوهنتون یوه محصل چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: «د پوهنتونونو د محصلانو په برخلیک باید لوبې ونه شي.» د پیام پوهنتون دروازه شا او خوا اونۍ مخکې له شپږو نورو پوهنتونونو سره وتړل شوه.

دغه محصل همداراز وویل:

" لومړی خو باید پوهنتونونو ته څو ځلي سپارښتنه وشي، که بیا هم ورته پام نه کوي درنه جریمه دې ورکړل شي، که بیا هم ونه شو د جوازونو د لغوه کولو پرېکړه سمه ده، خو اوس به د محصلانو برخلیک څنګه کېږي، ایا دوی چې تراوسه زده کړي دا به په پام کې نیول کېږي، که نه؟"

په بلخ کې د راه سعادت په نوم خصوصي پوهنتون یو محصل هم ازادي راډیو ته د نوم د نه خپرېدو په شرط وویل: " دا حل لاره نه ده، محصل له زده کړو پاتې کېږي، سرګردانه کېږي، لومړیتوب زموږ درس دی، فکر نه کوم چې دا حللاره وي. "


د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د اګست په اتمه اعلان وکړ چې د ۷ خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو د موسسو فعالیتونه یې ځنډولي او د دوو نورو یې جوازونه لغوه کړي دي.


دغه وزارت پر خپله ایکسپاڼه په خپور کړي بیان کې د پوهنتونونو د بندېدو لامل د "خیالي محصلانو" درلودل او اداري سرغړونې ښودلي دي.


په بیان کې راغلي، په جوزجان کې د "برلاس" په بلخ کې د "راه سعادت" او "ترکستان" په بدخشان کې د "برنا" او "ازهر" په فاریاب کې د "رشاد" او په کابل کې د "پیام" خصوصي پوهنتونونو فعالیتونه د یوه کال لپاره ځنډول شوي دي.


خو په کندوز کې د "کهندژ" او په تخار کې د "خانه دانش" خصوصي پوهنتونونو د فعالیت جوازونه بیا لغوه شوي دي.

د زده کړو د چارو یو شمیر فعالان په خصوصي پوهنتونو کې د ستونزو شتون مني خو وايي، هر څه باید د قوانینو پر بنسټ ترسره شي.

له دې ډلې فضل هادي وزین ازادي راډیو ته وویل:

" دا ښه خبره ده چې وزارت کنترول وکړي، چک او بېلانس ولري خو د قانون او لوایحو په چوکاټ کې باید ترسره شي، خو متاسفانه نن، سبا افغانستان بې قانونه هیواد دی، اساسي قانون نشته، نور قوانین هم لغوه شوي دي، پرته له ۱۳ قوانینو چې د دوی اوسنۍ حاکمیټ یې رامنځته کړی بل قانون نشته، د لوړو زده کړو سکتور د قانون په چوکاټ کې وده کوي، پرمختګ کوي او د استقرار او ثبات خواته ځي. "

نوموړی زیاتوي، اوس باید د یادو خصوصي پوهنتونونو محصلان نورو پوهنتونو ته ولېږدول شي څو بې برخلیکه نه شي.


د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیاءالله هاشمي په راپور کې د مرکه شویو کسانو د څرګندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو دغه وزارت ویلي چې د یادو پوهنتونونو د فعالیتونو د ځنډولو او جوازونو له لغوه کولو مخکې دوی څو ځلي اړوندو تحصیلي موسسو ته سپارښتنې کړې وې، چې په ټکو یې ورته پام نه و شوی.


ازادي راډیو هڅه وکړه چې لږ تر لږه په لست کې د شاملو دریېو خصوصي پوهنتونونوله مسوولانو سره اړیکه وکړي.

د برلاس په نوم خصوصي پوهنتون مسوولانو د نوم او غږ د نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل دوی په جریان کې دي او له وزارت سره د ستونزې د هواري په موخه خبرې روانې دي، د پیام خصوصي پوهنتون مسوولانو وویل دوی ته تر اوسه مکتوب نه دی رسیدلی خو د راه سعادت خصوصي پوهنتون مسوولانو په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.


مخکې په تیر جمهوري نظام کې هم د یو شمیر پوهنتونونو فعالیتونه ځنډول شوي او جوازونه لغوه شوي وو او محصلانو شکایت درلود چې له دې امله دوی بې برخلیک او زده کړې یې اغیزمنې شوې دي.


د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال ۱۲۰ خصوصي پوهنتونونه او موسسې په افغانستان کې په رسمي ډول فعالیت لري، خو په کې د شته محصلانو کره شمیر نه دی معلوم.


خصوصي پوهنتونو ته ډیری هغه محصلان ځي چې دولتي وړیا پوهنتونو ته لاره نه بریالي کېږي.


د یادونې ده چې د ۱۴۰۵ لمریز کال په کانکور ازموینه کې د دوولسمو ټولګیو یو لک او ۲۰ زره فارغانو ګډون کړی و چې له دې شمیر ۷۴ زره او ۵۰۰ محصلان دولتي پوهنتونو ته بریالي شوي دي، خو نجونې په کې نه وې شاملې ځکه دا پر له پسې څویم کال دی چې په هیواد کې د واکمن نظام د پرېکړې پر بنسټ، کانکور ازموینه د نجونو له ګډون پرته ترسره کېږي.

د طالبانو حکومت د ۱۴۰۰ کال په اسد میاشت کې له بیا واکمنېدو وروسته، نجونې له شپږم ټولګيو پورته ښوونځیو ته له تګ راوګرځولې، د ۱۴۰۱ کال د قوس په ۲۹مه یې په رسمي ډول د یو مکتوب په خپرولو د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې او د ۱۴۰۳ کال په قوس میاشت کې يې بیا په نیمه عالي طبي تحصیلي موسسو کې هم نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه.