سخته ګرمي؛ په خیرپور کې د خرما د راټولولو ستونزمن فصل

Your browser doesn’t support HTML5

د پاکستان د سیند ایالت په خیرپور کې د خرما د راټولولو د موسم له پیلېدو سره هممهاله، زرګونه کارګران د سانتي ‌ګراد له ۴۰ درجو څخه په لوړه ګرمي کې پر کار بوخت دي. اقلیمي بدلون او سخته ګرمي نه یوازې د دغو کارګرانو ورځنی کار ستونزمن کړی، بلکې د سیمې د خرما پر تولید او کیفیت یې هم منفي اغېز کړی دی.