د طالبانو پنځه کاله واکمني؛ یو شمېر ښځو اعتراضونه پیل کړي

ارشیف، د طالبانو د محدودیتونو ضد اعتراضي شعارونه

یو شمېر ښځو پر افغاستان د طالبانو د بېرته واکمنېدو د پنځم کال په مناسبت په ټولنیزو رسنیو کې اعتراضونه پیل کړي.

د دې ښځو په خبره، "د اګسټ ۱۵مه د افغانستان په تاریخ کې یوه تیاره ورځ ده چې میلیونه نجونې او ښځې يې بې‌برخلیکه کړې".

دغو ښځو ویلي، "افغانان دې د طالبانو له‌خوا پر ښځو د ځپونکو قوانیو خلاف غږ پورته کړي".

دوی په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو خلاف د اعتراضونو د پیل هدف نړیوالې ټولنې ته د ښځو د غږ رسول یاد کړي.

د اګسټ ۱۵مه هغه ورځ ده چې طالبان له تېر جمهوریت سره له ۲۰ کلنې جګړې وروسته د ۲۰۲۱ کال په همدې نېټه بېرته واک ته راستانه شول.

طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې نجونې او ښځې له زده‌کړو او کار منعه کړې او د ښځو پر ژوند د محدودیتونو لپاره‌یې تر ۱۰۰ ډېر فرمانونه صادر کړي دي.