په بدخشان کې د طالبانو د دفاع وزارت یو هیلي کوپتر غورځېدلی دی

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت دفاع وزارت تایید کړه چې یوه هیلي کوپټر یې بدخشان کې لوېدلې شوې ده.

دفاع وزارت څو ساعته مخکې په خپله ایکسپاڼه کې ولیکل چې دا الوتکه د ناستې په مهال د تخنیکي تیروتنې له امله نسکوره شوې خو په پیښه کې چاته زیان نه دی رسیدلی.

تر دې مخکې سرچینو د ازادي راډیو تاجیکستاني څانګې ته ویلي وو چې هیلي کوپټر په نسۍ ولسوالۍ کې د طالبانو د ناراضي قوماندان جمعه خان فاتح د پلویانو په ډزو نسکوره شوې ده.

سرچینو دا هم ویلي وو چې هیلي کوپټر د ټپیانو د انتقال په حال کې وه چې په یوه کور راولوېده او په پیښه کې د هیلي کوپټر پر اوو سپرلیو سربیره په ځمکه هم یوه ماشومه مړه شوې او څلور کسه نور ټپيان شوي دي.

خو د طالبانو دفاع وزارت وايي چې څرخکه د تخنیکي ستونزې له کبله بېړنۍ ناستې ته مجبوره شوې او د دې پېښې په لړ کې چا ته زیان نه دی اوښتی.

د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او مطبوعاتو ریاست وايي، په وروستیو ورځو کې د افغانستان د بدخشان ولایت پولې ته نژدې سیمو، په ځانګړي ډول د تاجیکستان د درواز ولسوالۍ ته څېرمه ولسوالیو کې وسله‌والو نښتو د تاجیکستان د سرحدي سیمو امنیت ته ګواښ پېښ کړی دی او د نړیوالو قوانینو د سرغړونې سبب شوې دي.

په همدې تړاو، د تاجیکستان د هوايي حریم د سرغړونې، د سیمې د اوسېدونکو د کورونو د زیانمنېدو او په ځانګړي ډول د تاجیکستان په درواز ولسوالۍ کې د یوه ملکي وګړي د وژل کېدو له امله، افغانستان ته اعتراضیه یادداشت سپارل شوی دی.

په دغه یادداشت کې، د جدي اعتراض ترڅنګ، تاجیکستان له افغانستانه غوښتي چې موضوع په جدي توګه درک کړي، د تاجیکستان د دولتي پولې امنیت او حرمت رعایت کړي او د ورته پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره اغېزمن اقدامات وکړي.

د تاجکستان د باندنیو چارو وزارت دا اعلامیه وروسته له دې خپره کړې چې په تېرو دوو ورځو کې په رسنیو کې د سرچینو په حواله داسې راپورونه هم خپاره شوي چې په بدخشان کې د طالبانو د ځواکونو او د دې ډلې د سیمه‌ییز قوماندان جمعه‌خان فاتح ترمنځ نښتې شوې دي.

له دې جلا پرون د فیض اباد ښاروال حبیب الرحمن منصور په یوه چاودنه کې چې مسوولیت یې د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» په نامه د طالبانو یوې مخالفې ډلې په غاړه واخیست، ووژل شو.

طالبانو هم د منصور وژل کېدا تایید کړه او ویې ویل چې نوموړی د مقناطیسي بم په چاودنه کې ووزل شو او یو ساتونکی یې ټپی شو.

د مقاومت جبهې د پنجشنبې په ورځ، د زمري په ۲۲مه، په خپله اېکسپاڼه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دوی په هدفمنو عملیاتو کې د طالبانو د ښاروال موټر په نښه شوی دی.

د دې جبهې په وینا، دغه عملیات د ولایت مقام د ودانۍ په ۱۰۰ مترۍ کې شوي دي.

دبرید د څرنګوالي په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.