بې‌کاري او اقتصادي فشارونو ګڼو افغان ځوانانو ته روحي ستونزې جوړې کړي

د بې‌کارۍ زیاتوالی د افغان ځوانانو لپاره په یوه جدي ټولنیز او رواني ناورین بدل شوی دی. یو شمېر ځوانان وایي چې د کار د فرصتونو نشتوالی، اقتصادي فشارونه او د راتلونکي په اړه ناهیلي د دوی پر رواني حالت اغېز کړی او د ګوښه‌توب، توندخویۍ او ژور خپګان لامل شوي دي.

د عاید نشتوالی او د ژوند د لګښتونو د پوره کولو ناتواني، د یو شمېر بې‌کاره ځوانانو لپاره په ورځني فشار بدله شوې ده. دوی وایي چې بې‌کاري نه یوازې د دوی اقتصادي وړتیا محدوده کړې، بلکې د کورنۍ او ټولنیزو اړیکو پر وضعیت یې هم اغېز کړی دی.

یوې وزګارې پیغلې سیدا، ازادي راډیو ته وویل چې اقتصادي فشارونو او د ژوند د لګښتونو د پوره کولو ناتوانۍ د هغې رواني وضعیت سخت زیانمن کړی دی."ډېره ګوښه‌نشینه شوې یم، د خپلې خونې دروازه په ځان پسې تړم او چوپه کښېنم. ناروغه یم، د خپل ځان درملنه نه شم کولای. انسان چې د کور لګښتونه پوره نه شي کړای، څه به وکړي؟ دا څه ژوند دی؟ په خدای قسم، څو ځله مې د ځان وژنې هڅه کړې ده."

سیدا په داسې حال کې د بې‌کارۍ له امله د اقتصادي او رواني ستونزو یادونه کوي چې افغان ښځې او نجونې د زده‌کړو او کار په برخه کې له لا ډېرو محدودیتونو سره مخ دي.

طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو پر زده‌کړو او کار پراخ محدودیتونه لګولي دي. د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې (UN Women) ویلي چې دغو محدودیتونو د افغان ښځو اقتصادي او تعلیمي فرصتونه سخت محدود کړي دي.

د دې ادارې د راپور له مخې، د ۱۸ تر ۲۹ کلونو عمر لرونکو افغان نجونو له ډلې نژدې ۷۸ سلنه نه زده‌کړې کوي، نه کار لري او نه هم په مسلکي روزنیزو پروګرامونو کې ګډون کوي؛ په داسې حال کې چې د ځوانو نارینه‌وو ترمنځ دا کچه شاوخوا ۲۰ سلنه ده.

دې سازمان دغه شان ویلي چې پر ښځو د زده‌کړو او کار لګول شوي محدودیتونه هغوی له اقتصادي او ټولنیزو فرصتونو لرې کړي دي.

خو د بې‌کارۍ ستونزې یوازې په ښځو پورې محدودې نه دي. د ډېرو افغان ځوانانو لپاره د عاید نشتوالی له کورنۍ او ملګرو څخه د لرې کېدو او د رواني فشارونو د زیاتېدو لامل شوی دی.

نعیم ازادي راډیو ته وویل چې بې‌کارۍ یې له کورنۍ او ملګرو سره اړیکې بدلې کړې دي او د یوازیتوب او توندخویۍ احساس یې پکې پیدا کړی دی."که خور ده، که مور ده، که پلار دی او که ورور، د بیکارۍ په اړه زموږ خبرې جدي نه نیسي. له خپلو ملګرو سره هم نه شو ګرځېدلی؛ هغوی موټرونه لري، پیسې لري. اوس چې موږ بې‌کاره یو او پیسې نه لرو، له موږ سره د پخوا په څېر چلند نه کوي... اوس تر دې کچې له رواني ستونزو سره مخ یم چې ژر غوسه کېږم او توندخویه شوی یم. که څوک راته ښه خبره هم وکړي، زړه مې نه پرې خوشحالېږي."

د اقتصادي فشار تر څنګ، د لوړو زده کړو لرونکو ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو نشتوالی هم د هغوی د ناهیلۍ له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي. ځینې یې وایي چې د کلونو زده‌کړو او کاري تجربې تر ترلاسه کولو وروسته هم د خپل راتلونکي لپاره هیله نه لري.

د دوی له ډلې مرتضی ازادي راډیو ته وویل چې بې‌کارۍ د یوې مودې لپاره هغه له خپګان او ګوښه‌توب سره مخ کړی و او د ده په باور، دا وضعیت د راتلونکي نسل د زده‌کړو پر انګېزې هم منفي اغېز کولای شي:"زه له پوهنتونه فارغ شوی یم او څو کاله مې دنده هم ترسره کړې ده، خو اوس چې بې‌کاره شوی یم، خپګان دومره راباندې زور شوی و چې په کور به پاتې کېدم او په دې سره به مې لا ډېر د زړه تنګي احساس کاوه. دا حالت پر راتلونکي نسل هم اغېز پرېږدي. ما حتی له نورو هم اورېدلي چې نور درس نه وایي او پوهنتون ته نه ځي؛ وایي چې لوړې زده کړې څه ګټه وکړه؟ هغه ځوان چې زده‌کړې یې کړې وي او هیله لري چې په خپل مسلک کې کار وکړي، د کار د نه شتون له امله له ناهیلۍ سره مخ شي، نو په ژور خپګان اخته او ګوښه‌ کېږي."

ایا بې‌کاري جدي رواني ستونزې رامنځته کولای شي؟

ارواپوهې لېدا میرزایي، ازادي راډیو ته وویل چې د ځوانانو بې‌کاري یوازې اقتصادي ستونزه نه ده، بلکې رواني او ټولنیزې پایلې هم لري"د ځوانانو بې‌کاري یوازې یوه اقتصادي ستونزه نه ده، بلکې په یو جدي رواني او ټولنیزناورین بدله شوې دی. هغه ځوانان چې لوړې زده کړې یې کړې دي، لېسانس او ماسټري لري او له انګېزې ډک دي، خو د کار په موندلو نه دي بریالي شوي؛ دا حالت په کې د خپګان، اضطراب او پر ځان د باور د کمېدو لامل ګرځي، ان تر دې چې د ځان وژنې په اړه فکرونو ته یې اړ باسي."

میرزایي ټینګار کوي چې بې‌کاره ځوانان باید د دې وضعیت له رواني فشارونو سره یوازې پاتې نه شي. د کورنۍ او ملګرو سره د اړیکو ساتل، ځان په ورځنیو فعالیتونو بوخت ساتل، د مسلکي مهارتونو د زده‌کړې له فرصتونو ګټه اخیستل او د رواني روغتیا متخصصینو ته مراجعه کول هغه لارې دي چې د رواني فشارونو په کمولو کې مرسته کولای شي.

همدارنګه، د کاري فرصتونو رامنځته کول او د مسلکي او حرفوي زده‌کړو زمینه برابرول د ځوانانو د اقتصادي او رواني ستونزو په کمولو کې مهم رول لوبولای شي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته، د افغانستان د دولتي ادارو په جوړښت کې پراخ بدلونونه راغلل. د دغو بدلونونو په پایله کې یو شمېر ملکي کارکوونکي، د وزارتونو او خپلواکو دولتي ادارو مامورین او د پخوانیو امنیتي ځواکونو غړي له دندو ګوښه یا بې‌کاره شول.

که څه هم د طالبانو چارواکو په ځینو مواردو کې د پخوانیو کارکوونکو د بیا ګمارنې خبره کړې، خو د پخواني حکومت یو شمېر کارکوونکي وایي چې لا یې هم مناسبې دندې نه دي موندلې.

په همدې حال کې، د ښځو پر زده‌کړو او کار لګېدلو محدودیتونو د افغانستان د کاري ځواک یوه بله مهمه برخه هم له کاربازاره لرې کړې ده.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د ځوانانو د بې‌کارۍ د زیاتوالي، د هغې د اغېزو او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت نظر ترلاسه کړي، خو د راپور تر خپرېدو پورې یې ځواب ترلاسه نه کړ.

خو د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت په خپلو خپرو شویو دریځونو کې ویلي چې بې‌کاري د افغانستان د خلکو له جدي ستونزو څخه ده او دوی د هغې د کمولو لپاره هڅې کوي.

دې وزارت دا هم ویلي چې د بې‌کارۍ د کمولو او د کار د زمینې د برابرولو لپاره له بېلابېلو دولتي ادارو او خصوصي سکټور سره همکاري کوي.

خو یو شمېر هغو ځوانانو چې له ازادي راډیو سره یې خبرې کړې دي، وایي چې د دغو پروګرامونو سره سره لا هم نه دي توانېدلي مناسبې دندې ومومي او بې‌کارۍ یې پر اقتصادي او رواني وضعیت منفي اغېز کړی دی.

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د ښځو اداره (UN Women) وایي چې په ۲۰۲۴ کال کې یوازې شاوخوا ۲۴ سلنه افغان ښځې د کار په ځواک کې شاملې وې، په داسې حال کې چې د نارینه‌وو لپاره دا کچه نږدې ۹۰ سلنه وه.

د ښځو پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو تر څنګ، اقتصادي ستونزو او د کاري فرصتونو کمښت هم پر کورنیو او په ځانګړي ډول پر ځوانانو فشارونه زیات کړي دي.

د هغو ځوانانو لپاره چې کلونه یې زده‌کړې کړې خو لا هم دنده نه لري، بې‌کاري یوازې د عاید نشتوالی نه دی؛ بلکې له ناهیلۍ، یوازیتوب او رواني فشارونو سره هم مل ده؛ هغه وضعیت چې ارواپوهان یې د پایلو په اړه خبرداری ورکوي.