م.م؛ د طالبانو محدودیتونو د ښځو د تګ راتګ ازادي او په عامه ژوند کې د هغوی ګډون لا محدود کړی

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په یوه راپور کې ویلي چې له نیمایي څخه زیاتې افغان ښځې په میاشت کې تر دوو ځلو زیات له خپلو کورونو نه وځي، او له هرو لسو ښځو څخه نهه یې وايي چې له کوره د وتلو لپاره د کورنۍ د یوه نارینه غړي اجازې ته اړتیا لري.

دا راپور د طالبانو له بیا واک ته رسېدو پنځه کاله وروسته د ښځو د لا زیاتې انزوا انځور وړاندې کوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو ادارې په دې راپور کې، چې د چهارشنبې په ورځ یې خپور کړی، ویلي، اوس مهال د افغانستان نیمايي ښځې یوازې په میاشت کې یو یا دوه ځله له خپلو کورونو څخه وځي؛ ځکه چې د طالبانو له خوا لګول شوو محدودیتونو د ښځو د تګ راتګ ازادي او په عامه ژوند کې د هغوی ګډون محدود کړی دی.

په داسې حال کې چې طالبان په همدې اوونۍ کې واک ته د بېرته ستنېدو پنځمه کلیزه لمانځي، افغانستان لا هم په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې له ثانوي زده‌کړو او ښځې له پوهنتوني زده‌کړو منع کوي. دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې کړې دي، چې د ښځو د حقونو او جنسیتي برابرۍ لپاره کار کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په یوه بیان کې ویلي: « د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو پنځه کاله وروسته، د افغانستان د نفوس د نیمایي برخې حقونه په سیستماتیک ډول له منځه وړل شوي او افغانستان په معاصرې نړۍ کې له داسې بېل حالت سره مخامخ دی چې ورته بل مثال نه لیدل کېږي.»

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت، چې د ښځو په اړه د حکومت ګڼ قوانین او محدودیتونه عملي کوي، د دغو څرګندونو په اړه سمدستي د نظر ورکولو غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم تر اوسه په دې اړه څرګندونې نه دي کړې.

د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او ښوونیزې ادارې(UNESCO) د سې‌شنبې په ورځ ویلي و چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې شاوخوا ۲.۴ میلیونه افغان نجونې له ثانوي زده‌کړو محرومې شوې دي.

د یونیسکو د معلوماتو له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته شاوخوا ۲.۴ میلیونه نجونې له منځنیو زده‌کړو بې‌برخې دي او له ۲ میلیونو ډېر د لومړنیو ښوونځیو ماشومان هم ښوونځیو ته نه ځي.

ښځې د ۲۰۲۲ کال له دسمبر راهیسې پوهنتونونو ته له تګ منع شوې دي. یونیسکو وايي، دا بندیز د نجونو د زده‌کړو په برخه کې نژدې دوه لسیزې پرمختګ شاته غورځولی دی. ښځینه ښوونکې هم د هلکانو له تدریس څخه منع دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ویلي، طالبانو له واک ته رسېدو راهیسې د ښځو او نجونو پر وړاندې تر ۱۰۰ زیات فرمانونه او حکمونه صادر کړي چې د دوی په وینا، تبعیض یې په رسمي او بنسټیز ډول رامنځته کړی او د ښځو د حقونو په برخه کې یې د نړۍ تر ټولو سخت بحران لا ژور کړی دی.

طالبان بیا وايي چې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت د خپل تفسیر او د افغان کلتور له مخې رعایتوي.

دې ادارې خبرداری ورکړی چې د طالبانو وروستیو فرمانونو د ښځو قانوني خوندیتوب لا کمزوری کړی دی. د راپور له مخې، سږ کال معرفي شوو اقداماتو د قانون پر وړاندې د ښځو او نارینه‌وو قانوني برابري له منځه وړې، په واده کې یې د نارینه‌وو واک زیات کړی او د ښځو لپاره یې د طلاق اخیستل لا ستونزمن کړي دي.

ښځې لا هم تر ډېره له اقتصادي فعالیتونو څخه محرومې دي. د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې د راپور له مخې، یوازې ۷ سلنه ښځې کار کوي، په داسې حال کې چې د نارینه‌وو د کار کچه ۸۴ سلنه ده.

د دې ادارې په وینا، دغه راپور د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ او مارچ ترمنځ له ۲۱۹۰ کسانو سره د کور په کور شوې سروې او د ۲۰۲۶ کال د اپرېل او مې په میاشتو کې له ۲۸۱۱ کسانو سره د ټیلیفوني سروې پر بنسټ جوړ شوی دی.

د ۲۰۲۵ کال په سروې کې شاوخوا ۴۰ سلنه ښځو د راتلونکي لپاره د خپلو درېیو مهمو موخو په منځ کې د ښځو او نجونو لپاره د مساوي حقونو غوښتنه شامله کړې وه، چې تر ټولو ډېره ټاکل شوې موخه وه.

همدارنګه، ۳۳ سلنه ښځو د خپلواک عاید ترلاسه کول، ۲۵ سلنه د خپلو کورنیو ملاتړ، ۲۴ سلنه د کور د مالکیت او ۲۲ سلنه د مسلکي زده کړو ترلاسه کول خپلې مهمې موخې بللې دي.