ایراني چارواکو د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره نوي او پراخ شرطونه مطرح کړي دي. د ایران د ملي امنیت شورا منشي محمدباقر ذوالقدر ویلي، تر هغه به هرمزتنګی خلاص نه شي چې امریکا خپل دریځ او چلند بدل نه کړي.
ایران د جګړې او بریدونو د پای ته رسېدو، د امریکا د پوځي ځواکونو د وتلو، د سمندري محاصرې د لرې کېدو، د جګړې د زیانونو د بشپړ جبران، د بندیزونو د لغوه کېدو او د د ایران د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو غوښتنه کړې ده.
له بلې خوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، تهران او مسقط په هرمز تنګي کې د کښتیو د تګ راتګ د مسیر او حقوقي مدیریت په اړه هوکړې ته ډېر نژدې شوي دي. د هغه په وینا، دواړه هېوادونه لومړی د یوه موقتي مسیر پر جوړولو خبرې کوي چې وروسته به د دایمي مسیر لپاره بنسټ وګرځي.