پنځه کاله وروسته؛ زرګونه افغانې ښځې لا هم د کار او عاید فرصت ته په تمه دي

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو پنځه کاله تېر شوي، خو په دې موده کې زرګونه افغانې ښځې، په ځانګړي ډول هغو چې د خپلو کورنیو نفقه برابروله، له خپلو دندو او عایداتي سرچینو بې‌برخې شوې دي.

۴۰ کلنه مېرمن محمدي، چې د هرات ښار اوسېدونکې ده، وايي نژدې ۱۸ کاله یې د ښار د شپږمې ناحیې د مجیدي سړک په یوه ښځینه ارایشګاه کې کار کاوه. دا وايي، د همدې سینګارتون عاید د هغې د شپږو ماشومانو د ژوند یوازینۍ مالي سرچینه وه، ځکه د مېړه تر مړینې وروسته یې د کورنۍ سرپرستي یوازې پر غاړه واخیسته.

هغې وویل:

«د خپلو ماشومانو د ښوونځي، جامو، خوړو او نورو اړتیاوو لګښتونه مې برابرول. ارام ژوند مې درلود او هره میاشت مې تر ۵۰ زره افغانیو پورې عاید درلود. لوڼې مې کورسونو او دارالحفاظ ته تللې، خو د طالبانو له راتګ او د ارایشګاه له تړل کېدو وروسته هر څه بدل شول. له خدایه غواړم چې زما دا حالت پر بل هېچا رانه شي.»

مېرمن محمدي د هغو شاوخوا ۶۰ زرو ښځو له ډلې ده چې د ښځینه سینګارتونونو له تړل کېدو وروسته یې د عاید سرچینه له لاسه ورکړه. د طالبانو حکومت د ۲۰۲۳ کال په جولای کې په ټول افغانستان کې د ښځینه ارایشګاوو فعالیت بند کړ، چې د شمېرو له مخې یې نژدې ۱۲ زره سینګارتونونه وتړل.

هغه وايي، وروسته یې هڅه وکړه چې په نورو برخو کې کار پیدا کړي، خو د محدودیتونو له امله ونه توانېده نوې دنده پیل کړي او یو ځل بیا په کور کې پاتې شوه.

هغې زیاته کړه:

«د زعفرانو کاروبار مې هم پیل کړ، خو نندارتون ته د ګډون اجازه رانه کړل شوه. وروسته مې غوښتل له ایران څخه بېلابېل توکي راوړم او و یې پلورم، خو هلته به یې هم راته ویل چې محرم دې چېرته دی. کله چې مې زوی له ځان سره یووړ، لومړی به مې اضافي کرایه ورکوله او یوه ورځ د امر بالمعروف کارکوونکو ودرولو، ویل یې ثابته کړئ چې دا ستا مور ده، او زوی مې یې هم وواهه.»

یو شمېر افغانان ادعا کوي چې د تګ راتګ په ترڅ کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د کارکوونکو له خوا له ځورونې او حتی وهلو ټکولو سره مخ شوي، خو طالبان دا ادعاوې ردوي.

مېرمن محمدي یوازینۍ ښځه نه ده چې په تېرو پنځو کلونو کې یې خپل عاید له لاسه ورکړی دی. د بدخشان یوې ځوانې سوداګرې، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نوم نه دی اخیستل شوی، وایي د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې هغه پانګونه له منځه ولاړه چې د ځان او نورو ښځو لپاره یې پرې د کار زمینه برابره کړې وه.

هغې په بدخشان کې د ښځو او نجونو لپاره د اړتیا وړ توکو یو کوچنی دوکان درلود، خو وايي د طالبانو له واکمنېدو وروسته اړ شوه خپل کاروبار بس کړي.

هغې وویل:

«سوداګرۍ ته ځکه راغلې وم چې د خپلې کورنۍ او ټولنې په اقتصاد کې ونډه واخلم. شاوخوا شپږ تر اووه لکه افغانۍ مې پانګونه کړې وه، خو له بده مرغه ټول فعالیتونه مې ودرېدل. زما کاروبار له ښځو سره تړاو درلود، خو د محدودیتونو له امله مې ان خپل پېرودونکي هم له لاسه ورکړل؛ ځینې له ولایت څخه کډه شول او ځینې له هېواده ووتل.»

په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو حکومت د ښځو پر کار پراخ محدودیتونه لګولي دي. افغانې ښځې په ډېرو دولتي ادارو، کورنیو او بهرنیو مؤسسو، نادولتي بنسټونو او ګڼو خدماتي برخو کې له کار کولو منع شوې دي.

همدارنګه نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځیو، پوهنتونونو او طبي انسټیټیوټونو ته له تګ محرومې شوې دي، چې د ښځو د راتلونکي کاري حضور په اړه یې اندېښنې زیاتې کړې دي.

ملګرو ملتونو په خپلو راپورونو کې ویلي چې دغو محدودیتونو نه یوازې د ښځو اقتصادي ګډون سخت کم کړی، بلکې فقر، اقتصادي اتکا او د زرګونو کورنیو زیانمنېدل یې هم زیات کړي دي.

د اقتصادي ستونزو ترڅنګ، ګڼې ښځې د دې وضعیت له رواني اغېزو هم شکایت کوي. هغوی وایي، د مالي خپلواکۍ له لاسه ورکولو په دوی کې ناامیدي، اضطراب او د راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

مېرمن محمدي وايي:

«ډېره سخته ده چې سهار له خوبه راویښه شې او خپلو ماشومانو ته د خوړلو څه ونه لرې. نه د کور کرایه لرې، نه د برېښنا پیسې. یوازې وچه ډوډۍ او وریجې ورته برابروې. دې هر څه زما پر روحي حالت ډېر بد اغېز کړی. هره شپه چې سر پر بالښت ږدم، دعا کوم چې سبا له دې ستونزو سره راویښه نه شم.»

د بدخشان سوداګره هم وایي، د خپل کاروبار له درېدو وروسته له سختو رواني ستونزو سره مخ شوې ده.

هغې وویل:

«زه د هغو ټولو کسانو درد درک کوم چې زما په څېر یې خپل کوچني کاروبارونه له لاسه ورکړي دي. زموږ روحي وضعیت ډېر خراب شوی، ځکه ټول ژوند او پانګه مو له لاسه ورکړې او دا زموږ لپاره یوه ستره ناکامي ده.»

په همدې حال کې، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو بنسټونو او د ښځو د حقونو فعالانو څو ځله له طالبانو غوښتي چې د ښځو پر کار لګول شوي محدودیتونه لرې کړي. دوی خبرداری ورکړی چې له کاري بازار څخه د ښځو ایستل نه یوازې د کورنیو پر ژوند منفي اغېز لري، بلکې د افغانستان اقتصاد هم کمزوری کوي او بشري بحران لا ژوروي.

په مقابل کې، د طالبانو حکومت تل ویلي چې د ښځو لپاره د «مناسب کاري چاپېریال» د برابرولو هڅه کوي، خو د ښځو پر وړاندې ډېری محدودیتونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي.

له دغو بدلونونو پنځه کاله وروسته، زرګونه افغانې ښځې لا هم دې ته سترګې په لار دي چې یو ځل بیا د کار کولو، عاید ترلاسه کولو او د خپلو کورنیو د اقتصادي ملاتړ فرصت ومومي.

د بدخشان سوداګرې د خبرو په پای کې وویل:

«له طالبانو زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانستان د پرمختګ لپاره د کار کولو مخه د ځوانانو او ښځو ونه نیسي. که ماته بیا د فعالیت اجازه راکړل شي، چمتو یم یو ځل بیا د ښځو لپاره کار وکړم او د افغانستان په پرمختګ کې خپله ونډه واخلم.»